اوس يې خوند وكړ


د دولت وسله وال مخالفين ولې له افغان اوسنۍ ادارې سره په جګړه بوخت دي؟
ځكه چې اساسي قانون يې نه مني. نو بيا د المپيک د ملي کمېټې رييس جنرال ظاهراغبر او په چين کې د افغان سفير سلطان احمد بهين او د دولت وسله والو مخالفينوترمنځ څه توپيردى، وسله وال طالبان يې له بهره په توپونو ولي، ځانمرګي بريدونه پرې كوي اونور… او دا كسان يې په سينه كې پر رګونو فشار راوړي چې زړه يې ودريږي او له پښو ولويږي. او بس
ځكه د دوى همدومره وس دى، د بريدونو او چاودنو وس نه لري، كنه كرزى لاله ولكه دې شپه پكې تېره كړې وه او ته به يې اوس په ماينونو الوځولى وې.
وګورئ چې ستاد دولت لوړ پوړي چارواكي د دې هيواد افغانستان اساسي قانون نه مني او نه يې پروا لري.
اوس به څه كوې، ستاپه مذهب كې خو دا ډول كسانو ته مكفات وركول كيږي، او په دندو او معاشونوكې يې هم لوړوالى راځي، دا چې تا په دې ورستيوكې لږ ځان ښولى چې نور بايد ملت ته ځان له مستو هم سپين ثابت كړې له دغوكسانو چې په چين كې يې د ملي سرود پرځاى په قصدي ډول يوه دري سندره غږولې، څه وكړې. او زموږ د ملت استازي چې د هيواد او قانون نه كلك ملاتړكوي، څه كوي؟؟؟