
ډېرو درنو هيوادوالو!
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په ابتکار او نوښت د هيورت په ښارګوټې کې ٫٫ په افغانستان کې د ديموکراسۍ لسيزې ٫٫د سيمينار په سبا ،د 2010 کال د نوامبر په 20 مه نېټې
٫٫ په افغانستان کې دد يموکراسۍ د لسيزې نوميالۍ څېرې ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد د اتيايمې کليزې وياړ غونډه٫٫جوړه کړه .
په وياړ غونډه کې د هيواد وتلې څېرې تاريخپوه ښاغلي پوهاند محمد حسن کاکړ، وتلي ژورناليست ښاغلي اسد الله هلالي، د دعوت خپرونې مسوول مديراو پياوړي ژورناليست ښاغلي محمد طارق بزګر ، ځوان ډاکټر او تکړه ليکوال ښاغلي نجيب زاخېلوال، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابې جرګې غړو او نورو درنو هيوادوالواو د ښاغلي ډاکټر صاحب مينه والو ګډون کړی وو.
د غونډې چلوونکی ښاغلي اسد الله هلالي و. غونډه حاجي صاحب فضل الرحمن شېر د قران عظيم الشان په سپيڅلو آياتونو سره پرانيسته.
ښاغلي چلوونکې د ډاکټر صاحب نجيب زاخېلوال څخه هيله وکړه تر څو د ښاغلي ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد ژوند ليک، غونډې ته وړاندې کړي.
ښاغلي ډاکټر صاحب زاخېلوال په لنډيز داسې وويل :
٫٫ ښاغلی ډاکټر صاحب عبدالصمد حامدد۱۹۲۹ز كال د جنورۍ په ۸ مه نېټه د خوګياڼو په ولسوالۍ كې د نايب الحکومه عبدالرزاق خان آغاکره زېږېدلې په خټه محمدزی دی. لومړنۍ زده كړې يې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سويس ته ولېږل شو.
ښاغلي ډاکټر صاحب حامد په ۱۹۵۷ز كال سويس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا ترلاسه كړه. هېواد ته د راستنېدو سره يې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې د ښوونكي په توګه، په دنده پيل وکړ، نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكيو کې كار كړې. په ۱۹۶۴ز كال کې د ډاکټر يوسف لخوا د اساسي قانون د تسويد په ډله کې شامل شوچې همدا مهال يې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنيو تدريسات د ريس په توګه دنده ترسره کوله. لدې سر بېره د ديموکراسۍ په حکومتونو کې د پوهنتون ريس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزير او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستيال په دندو پاتې شوې دی. نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغيس او د غور د واليانو د ليرې کولو پر سر خپله دنده پرېښوده او استعفا يې وکړه.
داچې د ديموکراسۍ په کلونوکې داسې انګېرل کېدل، چې ښاغلی ډاکټر عبدالصمد حامد به د افغانستان صدراعظم وي خو ښاغلي عبدالغفار فراهي ددې لامل شخصي او قومي دلايل بولي او باچا لازمه نه بلله چې د نوراحمداعتمادې د اوږده حکومت او ډاکټر ظاهر د لنډ حکومته ورسته صدراعظم شي او بل داچې د ظاهرشاه مشاورينو د ډاکټر عبدالصمد حامد د صدراعظم کېدلو سره موافقه نه کوله.
د غوايي د اوښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ز كال زندان ته واچول شو. او په ۱۹۸۰ز كال راخلاص شو او آلمان ته کډوال شو، چې تر نن ورځې پورې دلته په آلمان کې اوسېږي ٫٫.
تر هغه وروسته بيا ښاغلي پوهاند کاکړ په تفصيل خبرې وکړې او د خپلو خاطرو ياد يې وکړ. استاد کاکړ، ډاکټر عبدالصمد حامد د هيواد اصيل بچی وباله،او ښاغلی حامد يې يو سپيڅلی، با تقوا، با درده او هوښيار سياستوال وباله، چې ساری يې ډېر کم ليدل کيږي.
وروسته د ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد مرکه ددوی په خپل غږ کې ، چې د ټولنې د مشر تابې جرګې غړې په مرسته د وخته د تيليفون په کرښه شوې وه، د غونډې برخوالو ته واورول شوه.
ښاغلې ډاکټر عبدالصمد حامد ، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په خاصه توګه د ټولنې د مشر تابه جرګې څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د ټولنې هلې ځلې يې وستايلې. ښاغلي ډاکټر عبدالصمد حامد د افغانستان حالات حساس وبلل او هيواد کې يې د سولې او ثبات هيله وکړه او هيواد وال يې اتفاق او ګډ کار ته راوبلل .
وروسته بيا ښاغلي طارق بزګر، د ښاغلې ډاکټر عبدالصمد حامد په اړه خپل خاطرات بيان کړل، د حامد صاحب هيواد پالنه يې وستايله ، دعوت سره د حامد صاحب د مرستې يادونه او کورودانی وويل. ښاغلي طارق بزګر هم د پوهاند صاحب وينا پخلی وکړ او حامد صاحب يې يو خواخوږی او سپيڅلی افغان سياستوال وباله.
په پای کې ښاغلي هلالي، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر ښاغلي انجينيير استاد سيد حسن څخه هيله وکړه ،چې خپله اختتاميه وينا واوروي.
ښاغلې استاد ، د هيواد وتلې سياستمدار او سپيڅلې انسان ښاغلې ډاکټر عبدالصمد حامد په اړه تفصيلي خبرې وکړې د حامد صاحب د تقوا ډک سياسي ژوند يې وستايه .
استاد، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت دا وياړغونډه مثبته ارزيابي کړه او د ګډونوالو راتګ څخه يې مننه وکړه.
په پای کې د وياړ غونډې ګډونوالو د دعا په ترڅ کې ښاغلي ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد ته د ښه او اوږده ژوند هيله وکړه، په دې توګه يوه تاريخې ،د درنښت غونډه پای ته ورسيده.
و من الله توفيق
په درنښت
د ټولنې مشرتابه جرګه