دارالعلوم دیوبند د علماء کرامو خدمتونه

د نوموړې مدرسې د علماوو خدمتونه به په لاندې څو ټکو کې په لنډ ډول ذکر کړو:
– په اسلامي ټولنو کې یې د تعلیم، مطبوعاتو، تالیف او ارشاد په مټ اسلامي ثقافت او پاکه عقیده خپره کړې ده.

– مسلمانان یې وروسته له هغه چې په ژور خوب ویده وو، را ويښ کړل، نو علمي روح او اسلامي غیرت یې په کې را ژوندي کړل، په ژوند کې یې خپلې دندې او مسولیتونه ور په یاد کړل.

– خلکو ته یې له خرافاتو، بدعاتو او د بت پالنې له شکونو څخه پاک او سم اسلامي تعلیمات ور وپېژندل.

– خلک یې په صفا دین باندې منګولو ټینګولو، خپل مسولیت پيژندلو، د جاهلیت عادتونو او د جامدو تقلیدونو پرېښودلو ته وهڅول، کوم چې شیطان ورته ښکلي کړي وو.

– د عربي اسلامي مدرسو یوه لړۍ یې جوړه کړه، تر څو د کلکو کلاګانو په څېر د اسلام له حریم نه دفاع پرې وکړي، او اسلامي تاریخ او ثقافت وساتي.

– د صلیبي فکري یرغلونو، او د مستشرقینو د بریدونو مقابله یې وکړه، او د اسلام په اړه یې د شک پیداکوونکو اندېښنې او شکونه په شا وتمبول.

– د هرې تباه کوونکې او ملحدې بلنې، او سرکښ تحریک، لکه قادیانیان، بهایان او دوی ته ورته نورو مقابله یې وکړه.
– د هغو بدعتونو او خرافاتو ریښې یې و ایستي کوم چې د اسلام په نامه رواج شوي وو.

– د بریتانوي استعمار هغه هڅې یې له ناکامۍ سره مخ کړې چې غوښتل یې د مسلمانانو په زړونو کې د نویو معیارونو او اصولو په ور اچولو سره ددوی افکار بدل کړي او د خپل دین له اصل او روح نه یې لیرې کړي.

– د استعمار په وړاندې یې تر هغو مقابله وکړه تر څو چې هېواد یې د هغوی له منګولو آزاد کړ .

– مسلمانان یې د الله جل جلاله دې قول ته چې فرمايي: ( وكذلك جعلناكم أمة وسطا لتكونوا شهداء على الناس ) متوجه کړل، او دا خبره یې د هغوی په ذهنونو کې ور واچوله چې دوی هغه امت دی چې الله (جل جلاله) ددې لپاره پیدا کړي چې خلکو ته ښو چارو ته بلنه ورکړي او له بدو یې ایسار کړي.

– د هر هغه اسلامي حرکت په جوړولو کې یې رغنده ونډه اخیستې ده چې په نړۍ کې د اسلام د خدمت او د مسلمانانو د ګټو لپاره را پورته شوي.

– له خپل توان او وس سره سم یې د هغو اسلامي او عربي قضایاوو قولي او عملي ملاتړ کړی، کومې چې په اسلامي هېوادونو، او د نړۍ په نورو هېوادونو کې راپورته کېږي.

– په علمي او دیني موضوعاتو کې یې تالیفات، ترجمې، او څېړنې کړې دي، همدا ډول یې حواشي او تعلیقات لیکلي دي، تر دې چې د خپلو خدمتونو له وجې یې په ځانګړي ډول په احادیثو کې او په عام ډول په نورو علومو کې نړیوال شهرت تر لاسه کړی.

– تل یې په کتاب الله او نبوي سنتو باندې ټینګې منګولې لګولې دي، په ګڼو کچو او مختلفو برخو کې یې تر قرآن کریم او مبارکو احادیثو پورې د تړاو لرونکو علومو د نشر لپاره بیساري قربانۍ ور کړې دي، او دا ټول یې په پټه خوله د الله جل جلاله لپاره، او له ځان ښودنې پرته کړي دي.

– د همدې خدمتونو له وجې کوم چې د بېلګې په توګه یاد شول، او د دارالعلوم شاګردانو تر سره کړي، او لا لګیا دي، نوموړې مدرسې تقدس او سیادت تر لاسه کړی دی، او څوک چې ورته منسوب شوي هغوی د درناوي او احترام وړ ګرځېدلي دي، بلکې د دیوبند دارالعلوم د ویاړونو کور، د هیلو او امیدونو ځای، او د زړونو کعبه ګرځېدلې ده، الله (جل جلاله) دې د مسلمانانو کور وګرځوي، او د یوې معنوي پانګې په توګه دې د وخت له ستونزو، آفتونو او فتنو څخه وساتي.

– د دارالعلوم فارغینو په هند، پاکستان، بنګلدیش، نیپال، او ګاونډیو هېوادونو آن په افریقايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو کې دوه لکه مدرسې جوړې کړې دي، چې ځینې یې د پوهنتونونو په کچه دي.