د استاد ملنگ جان پيژندنه


راټولونکي:صداقت غورځنگ
ننگ غيرت گڼی دا ستا لاره بهتره *
د پښتو د ناليکلی قانون سپره *
در پسې يو چې د حق په نوم قربان يی *
ته ملنگ د ملنگ قوم ملنگ جان يی *
ملنګ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.
آرنوم يې محمدامين و، راوروسته امين جان اوپه پای کې هم ملنګ جان شو. په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره دکامې داربنګ ته کډه وکړه او هملته يې دشعر ژبه ويانده شوه او ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو. بيايې دجلال اباد په امنيه او دکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله دوه نيم کلنۍ سرتيري سر ته ورسوله او وروسته بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ او کرګرۍ بوخت شو. د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحادمشرقي ( ننګرهار )کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړو
خولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی وو .په کال ١٣٢٤کې د سرارمحمدداوود لخوا وبلل شو او په ١٣٢٩ کال کې ورته دسردارشاه محمود صدراعظم له خوادکال شپږسوه مستمري معاش ( تنخواه) وټاکل شو. په ١٣٣٢ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. دۀ او څلور تنو زده کوونکو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړل شو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولې. د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزګار کړی شو او دا چې پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه منلی
و، نو خپل پوره معاش يې ورکاوه. په Ú!
�ال Ù
�٣٢٨ کې ورته سردار محمد داود صدر اعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول. له دې نه مخکې يې له قرآن پرته کومه زده کړه نه وه کړی او هر شعر به يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په ياد ورزده کاوه. له بده مرغه مرګ دغه خوږ بې وسلې شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، دلته بند په کږليچونو کې پرې ګاډی واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره د مرګ ګونډې ته وغورځيد. جنازه يې ننګرهار تÙ
‡ وليږل شوه او د چميار کلي په پلارنۍ هديره کې په ډير درناوي خاورو ته وسپارل شو. پر مړينه يې ډېرې اوښکې تويې شوې او ويرنې پرې وويل شوې. افغانستان راډيو يو ځانګړی پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردار محمد داود پيغام او پښتو او دري خواخوږۍ او ويرنۍ وړاندې شوې چې وروسته هغه د يوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو. پر افغاني ټوليزو رسنيو سربېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او د باچاخان په ګډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راواستول. پر هغه ډبرليک باندې چې په ١٣٣٩ کال د پښتو ټولنې له خوا د ارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو، داسې کښل شÙ
�ي دي :دلته مرحوم ملنګ جان خښ دی چې!
په خ
وږو نغمو کې يې د وطن مينه او د پښتونستان د ازادۍ جذبات غورځنګونه وهي. اصلي نوم يې امين جان و. پلار يې عبدالشکور نوميده. د ٤٣ کلو په عمر د موټر چپه کيدو په سبب له خپل زوی داود جان سره په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې مړ شو او د ادبي خدمتونو په لمانځنه يې دا ډبرين قبر پښتو ټولنې له خوا د کابل حجارۍ او نجارۍ په فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ هجري لمريز کال.
د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی
په آزاد ژوند چې آزاد وطن کې کور وي
شعر بيلګه
نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي
درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې
له افسوسه مې چشمان دي په خونيار ګډ
کشکې نه وای د دې دهر په بازار ګډ
محترمو اوريدونکو عزيزانو
عاليقدرو عزتمندو صاحبانو
زه غمجن د څو خبرو ارزومند يم
ازرده نه شئ له ما نه زه دردمند يم
عفوه غواړم که وينا کې مې تلخي وي
د مريض په سخت ويلو څه ناخوښي وي
زه دردمند يمه د درد سندرې وايم
خو د زړه دردونه اوس تاسې ته ښايم
زمونږ سترګې له غفلته نه غړيږي
نن مې بيا زړګۍ نری نری خوږيږي
تاسې وګورئ دې دنيا او دې جهان ته
دې کوښښ او دې غيرت او دې وجدان ته
خيال لري چې په سپوږمۍ کې وداني کا
پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا
موږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړيږو
د سودخورو سودخورۍ نه نه خلاصيږو
ډک سيندونه د اوبو راته روان دي
خو ډاګونه د اوبو له کمۍ وران دي
خدای راکړي ښه پاسته پاسته ډاګونه
په لکونو کروړونو جريبونه
افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې
درد مې بيامونده د خيال په نندارتون کې
پښتانه که ټول د علم خاوندان شي
او ډاګونه تمامي زمونږ ودان شي
په وطن په زمونږ څه لره کاختي وي
د دانو به په مونږ ولې قيمتي وي
وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته
د ملت په دې خبرو څه خيال نشته
هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی
د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی
که ځانونه معارف سره اشنا کړو
د عرفان په ماميره سترګې بينا کړو
نه به اوسو په احتياج او انتظار ګډ
کشکې نه وای د دی دهر په بازار ګډ
يو انګريز به بېسواده پاتې نه وي
په خپل علم به نامراده پاتې نه وي
موږ په سلو کې پنځه نوي اميان يو
تر دريم کلي ميرزا پسې روان يو
يو انګريز به چا نادان ليدلی نه وي
د مکتب نه به ناکام وتلی نه وي
زمونږ وړوکې ډلې ډلې ناکاميږي
ناکامۍ په نوم مکتب نه خارجيږي
که رښتيا وايم پښتو او غيرت نشته
د ناکامو په پلرو کې همت نشته
دا خو مرګ دی چې پښتون زوی ناکاميږي
نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي
تمدن اول له بلخه شروع شوی
جهان پوه نه ؤ له موږ ځنې پوه شوی
موږ نه وروسته خلک مخکې عالمان شول
شاګردان د استاذانو استاذان شول
څلور سوه کاله مخکې زما ګرانه
امريکا ده کشف شوې واوره ما نه
نن يې فکر اسمانونو ته ختلی
تر مريخ او عطارده رسيدلی
هۍ افسوس افسوس زموږ په پښتونواله
نن تعليم له چې موږ درومو امريکا له
يو عالم نه شو پيدا قوم د پښتون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
که يو ټوکۍ د خارج نه نوی راشي
اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي
دا خو نشته چې پخپله يې ځانته جوړ کړو
په قوت د خپل زحمت سره ځان موړ کړو
خپل مالوچ او وړۍ موږ ليږو جهان ته
پاو په دوه يا درې خرڅيږي ځي جاپان ته
ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو
د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو
څه پيسې موږ نه په چای او په سګريټ ځي
د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي
له ناکامه يم په شور او په چغهار ګډ
کشکی نه وای د دې دهر په بازار ګډ
ښه کانونه په وطن کې خدای راکړي
مګر موږ د بې علمۍ سيلاب يو وړي
د پترو لوښي چيني لرو کاله کې
دروغ نه وايم د ملک په هره ناله کې
علم پوهه زموږ نشته چې يې د ځان کړو
خپل ځانونه د هستيو خاوندان کړي
د خارج تيلو نه کار اخلو تر کومه
نه شرميږمه نه په دې خبره مرمه
څو به شميرمه هر شی واړه قياس کړی
خدای د پاره د نفاق نه پورته لاس کړئ
په نفاق کې عاقبت سړی سپکيږي
نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي
نور عالم کې رای ګيري چې چرته کيږي
يو ريس يا يو واکمن چې غوره کيږي
تر څليرويشتو ساعت کار يې تمام وي
په يو تن به قناعت د تمام قام وي
موږ که نيسو يو وکيل ملي شورا ته
ته به ماته غاړه نږدې زه به تاته
تر پنځو مياشتو جګړه مو نه پرې کيږي
په ګوندۍ سره پسونه حلاليږي
چې زمونږ د بارسوخو دا روزګار وي
نور د عامو ځنې څه ګيله پکار ده
له دی غمه اوړ مې بل شي په لړمون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
ای پښتونه! ورشه کينه سينما ته
چې وضيعت د نور عالم شي ښکاره تاته
نورو خلکو له کارو نه ځان خبر کړه
بيا دی خپل موجوده حال ؤ ته نظر کړه
په دنيا کې هسې رنګه ډاکټران دي
په هر فن کې دوی غښتلي ماهران دي
خو زموږ ماته باجه دوګړه رباب دی
هغه هم کله موقوف کله ازاد دی
خان، ملک ما ته غم کې د رشوت دی
شيخ صاحب مې راته وايي جوړ قيامت دی
ومې نه ليد په خدمت کې خدمتګار ګډ
کشکې نه وای د دی دهر په بازار ګډ
که څه نه وايم له درده ټول پړسيږم
که څه وايم خدای شته دی چې ويريږم
دا زموږ د پښتنو ځينې خانان دي
شپه او ورځې د پيمخو ملنګان دي
کله لکه تمانچه ورته تر څنګ کا
دا لا بله په خپل ځان پورې ريشخند کا
نو د هغه خان به څه د خانۍ خوند وي
چې په مينه د پيمخو کې دئ بند وي
دی عمل او دې کارو ته چې نظر کړم
څه اميد به له غيرت او زور و زر کړم
په قسمت کې چې څه وي هغه رسيږي
نن مې بيا زړګی نری نری خوږيږي
بيا د ځينو حاکمانو به څه وايم
خپه نه يم خير دی زه ترينه رضا يم
په شنو لښتو يې تمام کنډوکپر يم
پاکه خدايه زه انسان يم که ډنګر يم
حاضرينو نه حياء راضي شرميږم
عفوه غواړم په همدې ځای به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زارۍ او استغفار شی د خدای لور ته
خدايه ته مو د حسد تبه سړه کړې
ددې وږو خلکو ته ګيډه مړه کړې
د تيارې د جهالت نه مو بيرون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
د نفاق مکروب مو ووژنې رګو کې
خدايه ته پخپل کرم سره موږ يو کې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استاذان کړې
افغاني ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
الهي ستا د حبيب له برکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړې ښکته
غمزده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقي د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديار ګډ
کشکې نه وای د دی دهر په بازار ګډ
 

کله چې مرحوم ملنګ جان دمرګ څپړه په مخ وخوړه ،نو دافغا نستان راډيو يو ځانګړي پروګرام خپورکړ چې دښاغلي پتان لخوا معرفي شوي و وروسته دهغه ځني دنو موړۍ په باب يو لړ مشرانو پيغا مونه هم ورواورول شول لکه : دمطبو عاتو دريس سيد قاسم رښتيا ، صدراعظم پيغام چې هغه هم د ملنګ جان مړينه دافغانستان لپاره يوه ستره ضايعه وبلله په همدي تر تيب نورو خلکو هم دغه راز پيغامونه واورول لکه : دکوټۍ ديو ستر مشر پيغام چې نوم يې نه دي څر ګند ، دحمزه شنواري لخوا ، ميرا جان سيال او داسي نور . ددي سره دلري او برۍ پښتونخوا شاعرانو او ليکوالانو د نظم او نثر له لاري خپل نظريات وړاندې
کړي دي او دده احساس او ستاينه يې پخپلو ليکنو کې راوړې دي لکه عبدالله بختا ني چې د ملنګ جان داخلاقو صداقت او دالفا ظو دصراحت او ظرافت په باب داسي ليکي : ? مرحوم ملنګ جان په عمل او وينا کې ډير عفيف ، صر يح او صادق انسان و،په وينا کې دصراحت نه بيغر ظرافت هم درلود? . همداراز پوهاند محمد خمير ساپي ملنګ جان ديو مبتکر شاعر په حيث پيژنې . دهيواد يو تکړه شاعر عبدالر حمن پژواک هم د ملنګ جان دشعي استعداد په باب خپل نظر څر ګند کړي او وايې : ? در اشعار واحسا سات اظهار سده است که اگر حقيقت ا به قدر تا ثيران نبا شد نما ينده استعداد وي در شعرات واگر با شد دليل بر علوا احس
اسات وي است که حتماٌ شما يان احترام است ?زمونږ دهيواد يو بل تکړه ليکوال او شا عر ګل پا چا الفت د ملنګ جان دشعر هنر په هکله خپل نظر داسي ليکي :? ۰۰۰ دده خوږي نغمي زمو نږ په خو شحالولو کې او خو ښولو کې ډيره ستره برخه لري ، دساز او سرود په دنيا کې نوي تال پيداکول دده کاروه ، غمونه هيرول او غم په ښادۍ بدلول دده هنروه ۰۰۰ ?
ددي سره سره محمد ايوب اڅکزي ديښتو نستان په تحريک کې د ملنګ جان ونډه له پا مه نه غورځوي او ديښتو نستان په تحريک کې د ژوند دپيداکولو په خاطر تل دملي جذباتو ناز راني ورکړي دي . همدارنګه زيات شمير ليکوالانو لکه : محمد ګلاب ننګرهاري ، غلام حبيب نوري موسي شفيق ، مرخوم عبدالباقي با غوانيوال ، محمد شريف شريف ، عبد الروف قتيل ، مولوي محمد صديق ، داړرشاه ليوال او مو لا نا قيام الدين خادم هم دمر حوم په مرګ با ندې خواشيني څر ګندي کړي دي او د ملنګ جان په اشعاروکې د قوم بيدارۍ ته اشاره کړۍده او وايې :(۰۰۰ دده په شعر کې هم ترنم و ،هم قوميت اوهم دبيدارۍ پيغام۰۰۰ )
(۰۰۰ دده په مرګ عموماٌ پښتا نه ،ادبي ،موسيقي او ملي محا فل خصو صاٌ خوا بدي او غمګين شول ۰۰۰ )
له بل پلوه دننګر هار ادبي او ثقا فتي پښتو مياشتنۍ مجلې (۱۳۳۶ه،ش)کال اتمه ګڼه دده مړينه ته ځانګړې شوېوه چې ديو شمير پو هانو ليکني يکې نشر شوي او دزيت شمير ليکوالانو ليکنۍ تري پاتي شوي لکه :غلام نبي شنواري ، حبيب الله کاريزي ،محمد کريم ، محمد مونس ماليار ،غلام سرور مجنون ،محمد سلام بيدار اوداسي نور و ليکوالانو ليکني وې ۰ (۱)
واجد، عبدالواجد ، د ملنګ جان په اشعارو کښي د هيواد پالني انګازي ، آزادي مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ه ) لمريز
ددې سره سره يو بل خوږ ژبي ليکوال رحيم جان جو هر ملنګ جان ته دمو سيقۍ دجهان معمار او همدارنګه يې دده په مرګ دمو سيقۍ جهان وران ګڼلي دي دي وايې :
ملي شاعره دپښتون له درد او رنځ خبره ! دپښتون دموسيقۍجهان شو وران درپسې
تر ځنکدن نه غلي نشوې دغيرت له چيغو ځکه تمام پښتونخواکوي لو لان در پسې

په رښتيا سره هم د ملنګ جان خوږي نغمي همداسي خوږي وې داخو پريږده چې په ټولو افغانانو کې محبو بيت درلود ،کله چې دده خوږي نغمي له سرحدونو څخه واوښتې ، دده شهرت نور هم زيات شو او دده اشعارو ته نور هم په علمي نظر وکتل شو او دبهرنيو پوهانو تو جويې ځانته واړوله ، دلته دشوروي اتحاد دځينو پو هانو نظرونه راوړو . دشوروي اتحاد دعلومو اکاډومۍ دايشيايې ملتونو دانستيتوت علمي کارکوونکي او دافغانستان دپښتو ټولني افتخاري کارکونکي استاد نيکو لالي او ريانکوف پخپله يوه څيړنه کې چې عتوانيې دي (دافغانستان مسله او افغاني شعرونه )کې د ملنګ جان داشعارو په باب داسي ليکي:
(دځونيمرګ ملي شاعر ملنګ جان دتو جه وړ سرنوشت دافغاني شعرونو دارتقا سره ارتيباط لري .بې مبا لغي ويلي شو چې دغه لوي شاعر چې دولس نه پورته شوي دي دافغانستان او پا کستان دنني سرحد ددواړو خواوپښتنو په منځکې فوق العاده نوميالي شاعرده چې په همدغه سبب يې پخپلو سندروکې خپل شاعرانه استعداد دملي هدف په خدمت کې وښود ۰۰۰ )
يوه بله روسۍ ليکواله ميرمن ګراسيمو او ښا غلي ګيرس پخپل کتاب (دافغانستان ادبيات ) کې چې د شفا هي ادب په باب يې ليکي دي د ملنګ جان سندري هم راوړي دي او وايې چې کله مونږ دملي شفاهي ادب به باب خبري کوو نو مجبور يو چې د ملنګ جان سندريهم پکي راوړو اويادونه تري وکړو بل يو پوه کو ختيف هم يو کتاب (دافغانستان بيو ګرافي ) په نوم ليکي اود ملنګ جان په باب يې معلوماتورکړي او دي دافغانستان يو ملي شاعر بللي دي ددي سره سره يو بل عالم ښا غلي انا کاو سوف افغانستان ته راغي اوخپل خا طراتې په ازبکي ليکلي چې دښاغلي ياکوف کوزولو فسکي لخوا په روسي اړول شوي چې ديوي مجمو عي عنوا
ن يې (د ملنګ جان سندره ) ده او دغه بختاني صاحب په پښتو نظمکړيده:
دغه زړه دی که فرهار دی ؟ دغه زړه دی که فرهار دی؟ دازما پدي سينه کې
دردمن زړه د ملنګ جان دی ؟ دردمن زړه د ملنګ جان دی ؟ ای اسمانه !مهرباشه
نو په مينه په توندۍ په يو متحده چالاکۍ
په زړه واچوه کمند ځغلوې په سپيره کنده
په سپيره او تشه کنده ښا غلي ملنګ جان
دغه څه شی ؟ دا څه وايې ؟ له کوم ځايه ؟ دا څه وايې ؟
ځواب ته دې ليوال يم . په ټولو ګران چې ځغلوي ډک له وياړه ملنګ جان
دغه څه شی ؟ له کوم ځايه ؟ زرشه زرشه راته وايه !
له سپينو سپينو وريځو ځغلوي او بيا ژړيږي
دده اوښکه نه پټيږي غښتلی ملنګ جان
شعر بيلگه
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن ستاسو زانګو يم
روزونکی مود جسم دا زما آب و هوا ده
لږ پام را باندې وکړئ اديره مو د پلرو يم
د هغو له سرو وينو نه رنګينه مې فضا ده
دا خاوره چې ګورئ درست هډوکي د نيکو دي
قبضه د نورو خلکو په ماباندی ناروا ده
خوشحال او احمدشاه او د شيرشاه او ميرويس ګوريم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو موريم
زه ستاسو ننګ ناموس يم تاسې مانه مخ په شا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه تې پروا شوئ
زه ستاسو ننګ ناموس يم تاسې مه کوئ غفلت
په ښه ډول ساتلې ومه زه ستاسو نيکونو
ورو ورو مې خوا ته راغلل په امېد مې د قربت
اغيار راته سترګک وهي ته څه شولې پښتونه
يو لاس يې رانه ونيو، کش کوي مې هر ساعت
لازم نه ګڼم دا چې مې په مخ وهي لاسونه
ناموس مې خرابېږي زه د هر پښتون پېغوريم
نارې په غوږو واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
په لورې مې ګواښېږي تاسو مړه او نه تبا شوئ
واړه مې غېږ کې لوئ کړئ له مانه بې پروا شوئ
په لورې مې ګواښېږي تاې ولې نه شرمېږئ
هر کله پښتنو پخپله کوڼده ځان وژلی
ما وپېژنئ و کورئ په سترګو مه ړندېږئ
زه ملک مو د نيکو يمه هغو يمه ګټلی
د هغسې نيکونو اولاده تاسې يادېږئ
چې بېښ يې د د تورې شرق و غربه پورې تللی
د هغو دښمنان نن راته خاندي سوی سکوريم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
په داسې ځان ځانۍ سره د خلکو د خندا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
په داسې ځان ځانۍ سره دا خپل وطن مو وران کړ
نن ځکه په دنيا کې تېروئ مصبيتونه
کم (۱) پورې د عرفان ماميره کله په چشمان کړه
اوس تاسې جنګوي لکه چرګان په خپل منځونه
نو زه ملنګ جان ځکه هر مېدان کې ګډ په شور يم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن دا ستاسو موريم
دا ولې د خپل کور په بربادئ باندې رضا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ