غزل



روح مې لاس ته رانغــــی اسمان راځينـــې لرې و
نه و په وجـود کې مــــې امکان راځينـــــې لرې و
تا چـــــې نن راوکتـــل ما وکتـــل پـه ځان پســــې
زړه مې پـه وجود کـې و راوان راځينــــې لــــرې و
شايد جدايي دې هــــــــــــم يواځې ګلې پرېښودم
نن دسپينو اوښــــــکو سوړ باران راځينـــــې لرې و
زه چـــې بې څيرې پـــــه ماښامونو کـــې ولاړ یمه
ستا تصوير مې هير نــه شو اسان راځينـــې لرې و
تلې راتلې پـــه خيال کې مې د تتې آيينې غــوندې
يه طالبه! چيــر ته دې و ځـــــــان راځينــــي لرې و
طالب منګل