د مکتب ماشومان

سحر وختي وو ، د لمر وړانګې لا سمې سیمې ته نه وې رسېدلې، کوڅې نسبتا ارامې وې، خلک په خپل کار پسې راوتي وو، له ولسمشریزو ټاکنویوه ورځ وروسته نان بایي ته پر کنډه کپره کوڅه هغه د چا خبره چې سور او اوږده یې نه معلومېدل روان شوم .کله چې په د اوږده کوڅه کې لږ څه وړاندې ولاړم ،ګورم چې ؛له یوه خاورین یو پوړیز کور څخه چې د غربت نښې یې د کلا پر دروازې له ورایه ښکارېدلې.

دوه تنکی ماشومان چې له څیېرې د ښوونځي شاګردان ښګارېدل ، د زده کوونکو بکسې یې په شا تړلې وې، صمیمیت یې د ورور او خور په څېر وو له عمره هم اته او اوه کلن ښکارېدل ، دوی د ښوونځي لور ته په پټ لمر روان وو ، چې خور یې د ورور د شاتړلي بکس څخه نیمه ډوډۍ رایستله خو زه ترې لاړم، کله چې له هغه لوري راغبرګ شوم ،همدا ماشومان په همدې کوڅه کې وو له مايې د وچې ډوډۍ غوښتنه وکړه ما هم ورسره خپله ډوډۍ نیمه کړه ،خو چې څو قدمه مخکې راغلم هماغه ډوډۍ د یوې دروازې څنګ ته پرته ده، داسې ښکارېدله چې دوی تر ډېره کوښښ کړی وو چې د خوړو په موخه ترې مړۍ پرې کړي خو توانېدلي نه وو هغه به د څو ورځو وچه ډوډۍ وه چې د خوړلو نه وه، نور یې له ستړیا ډوډۍ د ګاونډي په دروازه کې ايښودې وه .