
يوه پټه كيسه،
د بلخ پښتنو ولې ولسي جرګې ته لار پيدا نه كړاى شوه
د بلخ والي عطا محمد نور وويل: ((ځينې كسان شته، چې د ټولنې د مكروب حيثيت لري، نيوكه كوي، چې د ټاكنو په ورځ ناامنۍ او جګړې په لوى لاس جوړې كړاى شوې وې او وايي، چې د ځينو كسانو په كې لاس و. خو زه وايم، اې بې شخصيته! نفوذ دې نه درلود، خلكو درڅخه نفرت كوه، خلكو ونه غوښتې او رايه يې درنكړه؛ نو پلمې ولې كوې. څوك چې ظرفيت ونه لري، د ټولنې استفراق شوى كس وي؛ نو بيا دا ډول بهانې كوي.))
والي دغه خبرې د دغه ولايت د ټاكنو د لومړنۍ شمېرنې څخه يوه ورځ مخكې په يوه امنيتي غونډه كې د ټاكنو په ورځ د ځينو ولسواليو، چې موخه يې پښتون ميشتې ولسوالۍ چاربوك او چمتال وې، د ناامنيو او د يو شمېر نوماندانو د نه برياليتوب په اړه، چې ډېرى يې پښتانه دي، وكړې.
خو راځو هغې پټې كيسې ته، چې له امله يې پښتنو نوماندانو ولسي جرګې ته لاره پيدا نه كړاى شوه، او پښتانه په ټاكنو كې په رايه كارونه ونه توانېدل.
د ولسي جرګې له ټاكنو څخه يو څو ورځې مخكې د ولسمشر حامد كرزي لخوا د شمال زون د ملي پوليسو عمومي قومندان بدل شو. كه څه هم په دولت كې د لوړ پوړو چارواكو دا ډول بدلون عادي خبره ده؛ خو دومره پام بايد وشي، چې څوك چېرته واستول شي.
شمال زون ته د جنرال مجتبى پتنګ پر ځاى د كورنيو چارو وزارت د نشه يې توكو سره د مبارزې مرستيال جنرال داود داود د دغه زون د پوليسو عمومي قومندان په توګه واستول شو. جنرال دواد د شمال ټلوالې او په ځانګړې توګه د پاشل شوې نظار شورا يو له يادو كسانو څخه و. شمال ته د ده راتګ پښتانه يو څه اندېښمن كړل او له ټاكنو څخه ايله څو ورځې وړاندې دغه تبديلي يوازې د دولت د عادي تبديلي په څېر نه، بلكې نورې كيسې او بويونه هم ورسره مله و.
د بلخ ډرامتيك شيك پوش والي عطا ممحمد نور ايله په شمال كې په لوړه كچه د خپل سياسي فكر د پلى كولو او د اقتصادي اړخ د لا پياوړي كولو لپاره ښى مټ وموند. كه څه هم د جنرال پتنګ پر مهال يې په ډېرې سپين سترګۍ په ځينو امنيتي چارو كې لاسوهنې كولې؛ خو بيا هم پتنګ په قانوني لارو كې له خپله وسه دومره كار اخيست، چې ډېر زيان اړولو او ډېرې سرخلاصې لوپرۍ ته يې نه پرېښود. د بېلګې په توګه په ولسمشريزو ټاكنو كې د بلخ والي د خپل سياسي انډيوال عبدالله عبدالله ملګرتيا وكړه او په لوى ستوني يې خپلو خلكو ته چغې ووهلې، چې ټول بلخيان كه د هر قوم پورې تړاو لري، بايد ده پسې روان شي او عبدالله ته رايه وركړي. شيك پوش والي د ښار پر دېوالونو له خپل يار عبدالله سره يو ځاى تصويرونه بند كړل او په دې فكر كې و، چې ګوندي په خلكو به تاثير وكړي. سربېره پر دې يې په لكونو ډالر ولګول، چې د خلكو ذهنيت واړوي او د كرزي پر ځاى عبدالله ته رايه وركړي. خو لكه څنګه چې دم ګړۍ په افغانستان كې رايه د قوم او ژبې پر بنسټ كارول كېږي؛ نو هر قوم د خپلې غوا لمن ونيوه او خپلو ته كه هر ډول و، رايه يې وركړه، تر دې چې پښتانه په دې ښه پوهېدل، چې ډاكټر اشرف غني د كرزي په پرتله ښه وړتيا لري؛ خو له دې وېرې چې د پښتنو د رايو د وېش مخه يې نيولى وي او سيستم د عبدالله په ګټه تمام نشي؛ نو كرزي ته يې رايه وركول سم وګڼل.
په دغسې حالاتو كې پتنګ د بلخ والي نه پرېښود چې په ټوله مانا هر څه په خپله خوښه وكاروي، ها د چا خبره كه بل هېڅ نه و، نو د عطامحمد پر لاره يې د وړې غنې حيثيت درلود، چې په اوسنيو حالاتو كې دا هم ستره خبره ده. همدا لامل و، چې هغه وخت يې پرې نښود چې د پښتون ميشتو سيمو په ناامنه كولو بريالى شي.
نو والي ته هغې ورځې ور په ياد وې، چې كه حالات د ولسمشريزو ټاكنو په څېر شي او دى هېڅ ونشي كړاى؛ نو پښتانه به دې ولسي جرګې ته ضرور لار پيدا كوي او نن چې د شمال پښتانه ولسي جرګې ته ورسېدل؛ نو سبا ډېر څه كولى شي.
د جنرال داود د راتګ سره سم عطامحمد د ولسي جرګې د ټاكنو لپاره نوي پلانونه طرح كړل او د پلى كولو هڅې يې پيل كړې.
نور له درې لارو څخه د پښتنو د برياليتوب مخه ونيوه.
• د نوماندانو د ثبت پر مهال يې ځينې بې فكره پښتانه د خپل زر او زور له لارې مجبوركړل، چې ولسي جرګې ته ځان ونوموي او له دې لارې د پښتنو رايې ووېشي. دى په دې پلان كې تر يو ځايه بريالي شو؛ خو په هغه كچه نه لكه څنګه چې د ولسي جرګې په تېرو ټاكنو كې دې موخې ته رسېدلى و. دا ځل پښتانه د تېر په پرتله يو څه ويښ شوي و او پتيلې وه، چې سمو او د كار خلكو ته به رايه وركوي.
د ټاكنيزو مبارزو پر مهال د شپږ مياشتو په ترڅ كې پښتانه وتوانېدل، چې د ۲۲پښتنو نوماندانو شمېر ۱۱ته راټيټ كړي او همداراز له ټاكنو يوه اوونۍ مخكې زرګونه پښتانه، چې شمېر يې نږدې ۷زره ته رسېد، سره غونډه شول او په پاتې ۱۱نوماندانو كې يې څلور كسان وټاكل، چې ټول پښتانه به همدوى ته رايه وركوي.
په دغو كسانو كې ګل الرحمان همدرد، ډاكټر ګلالۍ نور ساپې، حاجي عبدالله مندوزى او حميرا اكاخېل وه. خو دا چې حميرا اكاخېل هم په دغه ولايت كې يو له هغو مطرح شويو ښځو څخه ده، چې خپل سياسي ژوند د عطامحمد تر سيوري او مهربانۍ لاندې ګوري؛ نو له دې سترې غونډې سره يې مخالفت وكړ او د والي خواته لاړه، چې په زرغرده يې حمايت وكړي.
والي همداسې حالت له خدايه غوښته او د حميرا اكاخېل هر اړخيز ملاتړ يې وكړ، تر دې چې له همدې ولايت څخه يوې بلې پښتنې نوماندې په يو مجلس كې وويل، چې والي ځينې پښتانه ورغوښتي او ټولو ته يې ويلي، چې ماته نه بلكې حميرا اكاخېل ته رايه وركړئ، دا ستاسو خپله پښتنه ده.
خو د پښتنو سترې غونډې پر والي تاثير كړى و او دې ته اړ شو، چې د پښتنو د برياليتوب مخه په بله لاره ونيسي. دى پوهېده، چې كه راپورته نشي؛ نو دا ځل پښتنو قسم كړى چې د غونډې له خوا ټاكل شويو نوماندانو ته به رايه وركوي.
• نو همدا وه، چې د خلكو د وېرولو هڅې يې پيل كړې، بېلا بېل پښتانه مشران يې وغوښتل په هر اړخيزه توګه يې وګواښل، چې بايد د ده لخوا غوره شويو پښتنو نوماندانو ته رايه وركړي؛ خو ډېر زر پوه شو، چې دا ځل ورته پښتانه هسې سر خوځوي او كار خپل كوي؛ نو له دې لارې يې هم مخ واړوه او له ټولو خطرناك پلان د پلى كولو لپاره يې پښې بډوهلې.
• والي او د دغه ولايت نورو سياسي لوړپوړو چارواكو د طالبانو د يو څه شتون څخه پوره ګټه پورته كړه، د دوى په نوم يې د پښتون ميشتو ولسواليو د ناامنه كولو هڅې او ډنډورې پيل كړې.
د دغه كار په ترسره كولو كې يې نو له چا سترګه نه سوزېده او په زغرده پر مخ روان و، نه د شمال د پوليسو پخوانۍ عمومي قومندان پتنګ و او نه هم د شمال د پوليسو اوسنى عمومي قومندان داسې څوك و، چې دى دې ترې يو څه ډار وكړي، اوس نو شمال ته داسې كس د پوليسو د عمومي قومندان په توګه راغلى و، چې په ټوله مانا د ده په څېر په هېواد كې د جنګي قومندان مسعود په پاتې شونو يادېږي او په پاشلې نظار شورا كې يې سره خوږه ملګرتيا هم درلوده.
د سيمې د خلكو په وينا پښتون ميشتې ولسوالۍ چمتال او چاربولك له ټاكنو تر څو ورځو مخكې پورې سمې وې، د ناامنۍ دومره ګواښ پكې نه و، چې عام خلك دې په ټاكنو كې برخه وانخيستلى شي.
خو په ډارماتيكه توګه يو ناڅاپه د دواړو ولسواليو حالت تر دې خراب شول، چې پښتنو ته يې له كوره د سر ويستو وخت هم ورنكړ، رايه وركول خو لا لرې خبره وه.
په چمتال ولسوالۍ كې د ټاكنو يو ناظم راته كيسه كوله، چې په ډېره هوساينه تر ولسوالۍ ورسېد، د خلكو له روحيې مالومېده، چې په ټاكنو كې به برخه اخلي؛ خو يو ناڅاپه حالت بدل شو، ناپېژند وسلوال پيدا شول، چې طالبانو هم په خپله ډله كې نه حسابول او د سيمې په ناامنه كولو يې لاس پورې كړ.
د ټاكنو په ورځ چې څومره د پښتنو ولسوالۍ ناامنه وې، هغومره په هغو ولسواليو كې چې د دغه ولايت د لوړ پوړو چارواكو سره يې نوماندانو اړيكې درلودې، د درغليو زمينه برابره وه.
كشندې، زراع او المار له هغو ولسواليو څخه دي، چې د شمال ټلوالې ډېر نوماندان ورپورې تړاو لري، دغو ولسواليو ته نه خبريالان، نه په پوره توګه ناظرين ورغلل او سربېره پر دې په سيمه كې هيڅ ډول مزاحمت هم نه و؛ خو چې كله د رايې شمېرنې وخت راغى يو شمېر ډېر داسې صندوقونه د ټاكنو كمېسون پټ نه كړاى شول، چې درغلي په كې شوې وې.
د همدې ټلوالې د برېښنا ربېع په نوم يوه ښځينه نومانده، چې د بلخ ولايت د عامې روغتيا د ريس ډاكټر ميرويس ربېع، چې د عطامحمد نور يو نږدي سياسي كس دى، خور ده، رسينو وليده، چې په سپين سترګۍ يې د ښار په يو مركز كې درغلي كوله. د نوموړې پر وړاندې د نورو نوماندانو ناظرينو شور جوړ كړ، چې له تېر يو ساعت څخه د ښځو په محلونو كې ګرځي راګرځي او د خپلو ناظرينو په مرسته يې عامې ښځې دې ته وهڅولې، چې رايه وركړي.
دې ته ورته ډېرې بېلګې شته، چې دوى خپلو نوماندانو او خلكو ته په ټاكنو كې د برخې اخيستو پوره اسانتياوې برابرې كړې او پښتنو ته همدومره ستونزې چې پاتې راغلل.
نو اوس د بلخ والي او دې ورته نور لوړ پوړوي چارواكي په لوى ستوني او ډاډه زړه پښتنو نوماندانو ته بې شخصيته وايي او د دې حق هم نه وركوي، چې د خپلو ستونزو غږ پورته كړي.
له بلخه د پښتنو نوماندانو په ناكامۍ كې چې څومره د بلخ شيك پوش والي ګرم دى، خو سربېره پر دې تر ډېره د هېواد ولسمشر حامد كرزى ګرم دى، چې په ولسمشريزو ټاكنو كې يې زيات شمېر رايې د شمال له پښتنو څخه تر لاسه كړې وې او د ولسي جرګې د ټاكنو پر مهال يې عطامحمد ته د پښتنو د بربادۍ په موخه شمال زون ته د پوليسو داسې عمومي قومندان واستوه، چې د شيك پوش ښې مټ شو.