دمورخدمت

حضرت بایزیدبسطامي دالله یوډېرخوږولي تېرشوی .حضرت به دخپل مورخدمت ترټولولوی عبادت اودخپل موررضامندي یې دنړۍ یولوی نعمت ګڼلو.په شپوکې یوه شپه مورله حضرت نه داوبوغوښتنه وکړه هغه هم پرته له ځنډه داوبودراړلولپاره راولاړشوخوچې کله داوبوکوزه یې وکتله چې پکې اوبه نشته نوداوبودراوړلولپاره دسیندپه لورې ګامونه غبرګ کړل اوپه څوشېبوکې له اوبوسره یوځای بېرته راوګرځېدخودحضرت له رارسیدو وړاندې موریې بېرته وده شوې وه ځکه چې ژمی واوډیره یخني وه حضرت داوبوپیاله په لاس نیولی دموردکټ خواکې غلی ولاړشوسره لدې چې حضرت هم له یخنی نه ډیرپه تکلیف خودخپل ځان د تکلیف هیڅ پرواورسره نه واوداوبوپیاله په لاس نیولی دمورپه انظارکلک ولاړو. کله چې یې مورله خوبه پاڅیدویې لیدچې ځوی داوبوپیاله په لاس په ډیراحترام سره ولاړدی ژرژریې داوبوپیاله دهغه له لاسه واخست اوبویې وچښلې اووویل‍‍(ځویه ولې د ځان دومره په تکلیف کړداوبوپیاله به دې زماسرته ایښې وی مابه پخپله اخستی وی . حضرت بایزیدځواب ورکړتاسې زمانه داوبوغوښتنه کړې وه نوماسره داویره وه چې تاسې له خوبه پاڅی اوزه ونه اوسم . ددې خبروپه اوریدوسره یې مورډیرزیات خوشحاله شوه اوخپل ځوی ته ډیرې دعاګانې وکړې .
په مینه
وصال
داراکوزیا
راډیودناستوخونه