غزل

مه مـې هیـــروه د هیــــرېدو نه یــم
ومې ساته ټـینګ د غورځیدو نه یــم
تا ته به نظـر کـــې کم ښــــکارېږمـه
داســــې له نظــــــره د لـوېدو نه یم
ومه تله دورند یمه سپــــک نه یمــه
ستا په شانې خـیر که د لیدو نه یم
پرې مې ږده چې وکړمه ګیلې درته
مه مـې چـــوپوه د چوپیــــدو نه یـم
لږ مـــې د زمان له ګـــرده وڅــــنډه
وړ د خـــــړو خاورو ښـــخیدو نه یــم
مــه رانه تنـــګیږه مـټ وزر دې یـــم
نه شم بیلــــیدی د بیلیـــدو نه یــم
تا هســـې له پامـــه غورځولـی یـم
زه د چا له پامــــه د لـــویدو نه یـــم
لږ خـــو څــه درانه راتــه کتل وکـــړه
دومــره خــو والله د سپکـــیدو نه یم
زه او ته یـــو دواړه ددې کلــــي چې
ولـــې ستا په څیر د یادیـدو نه یـــم
مـه کوه کوشش مې د ورکوالي ډیر
زه د خــس په څیر د ورکیــدو نه یـم
یو ځــل مې د زړه اییــنه کـې وګوره
څــوک وایـي چې زه د ځلیدو نه یم
نه یــم تا لیدلــی یا مــې نه ګـــورې
مــه وایــه نو دا چــې د لیـــدو نه یم
ولــې زه ( انجان ) یمــه تل تا لــــره
خپـل مـــې کړه جانانه د پردو نه یم
دیا سنګ ( انجان )