شهيد، غازي او جوړ سلامت مشر

ملګرو د پېرزوينې له برکته د يوې – نيمې رسمي او نا رسمي ناستې ولاړې (غونډې او ورکشاپونه) لاره راته هوارېږي او د همدې ناستې ولاړې او خپل فطري سپن سترګتوب له مخې يوه – نيمه ټيکۍ له بحث او موضوع وتې هم وراضافه کړم. خو دغه ناسته (جلال آباد – ميډيوټيک د غونډو تالار) د نورو سره په توپير کې وه. دلته نو زما سپين سترګتابه د ارزښت او درناوي ټولې پولې تر پښو لاندې کولې او دومره ياغيتوب مې پر ځان نه لورېده. دغې غونډې دوه موضوعات درلودل. ١. د ولايتي شورا کړنې او د تېرې هغې سره يې توپير. ٢. د سولې او پخلاينې په بهير کې د مدني ټولنو رول او ونډه. زه ولايتي شورا دومره پېژنم چې ډېر استازي يې په ښاديو (سُنت ګري او نور...)، د مامورينو ازموينو، سپارښتنو، احکام ترلاسه کولو او دې ته ورته بوختياوو کې ډېره خوله تويوي.د مدني ټولنو بې ګټې کړنې او بېوسي په خپله د مدني ټولنو د استازو له لورې په ډېرو غونډو (په همدې غونډه کې هم) کې په ډاګه شوي او اعتراف پرې شوى دى. د مدني ټولنو د جوړېدا کيښى د ډېرو تعريفونو زېږنده ده او همدغه علت دى چې هر څوک يا هره ډله پکې د شته امکاناتو په مټ د دغه فعاليت وړتيا (بوختيا) احساسوي او را ميدان ته کېږي، يو تعريف چې د ډېرو تعريفونو ادعاوې رانغاړي، داسې دى: د ټولنې د سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او نورو ستونزو د حل په موخه د مختلفو مسلکونو، کسبونو، ګوندونو او... خاوندانو فکرونه او نظرونه شريکول او د يو مثبت او اغېزناک تصميم نيول او دغه تصميم عملي کول د مدني ټولنې (ډېرو ته) منلى تعريف دى. زه يې منم چې زموږ را ميدان ته شويو لا ټوکر نه دى خوښ کړى، په ګنډونکي نه دي سره سلا شوي، د هر يو ذوق بايد په پام کې ونيول شي چې کوم رنګ ټوکر يې په ذوق برابر دى او چې تر هغه تصميم نيول کېږي، ګرځي دي لغړه... په غونډه کې د حساب وړ ښاغليو برخه اخيستې وه او غوښنه برخه يې د سر او حساب سړي وو او دې وړتيا زه په دې هيله کړم چې د بې پرېتوب او خونديتوب دغه ظرفيتونه به حتمي په پورته موضوعاتو دنيوکو پرځاى معقول وړانديزونه او د سولې او پخلاينې راوستو ورکې حل لارې را په ګوته کړي. له دې سترګې نه شو پټولى چې زموږ په څېر ټولنې ډېر وګړي په رواني لحاظ په ستوغو، نيوکو او عيب سپړلو خپلې خواوې سړوي. ښايي دايې حق وي، خو دلته بايد داسې نه واي شوى او وشول. دلته هغه چا هم ترخۀ وويل چې خبرې يې همېش د قوي منطق او پوخ فکر په مټ له زړه راوتي او زړونو ته ور ننوتي دي. دا هغه څوک دى چې نه يوازې د ننګرهار، ختيزې سيمې، يا د هېواد د علم، فرهنګ او ادب نور او مالګه ده له هېواده بهر يې هم ګډون کوربنو ته وياړ ور په برخه کوي. دې هستۍ ٩٩ سلنه حقايق په ګوته او منطقي سپيناوى يې وکړ، خو د هېواد په دې ترينګلې وضع کې چې هره شېبه راته نور په کمين کې ناست او خوږه ګوته مو څاري، لږ بد فال نيول هم زما په څېر په زړه نري افغانان ډېر نهيلي کوي. ځکه د ولس، په ځانګړي ډول د لوستو وګړو او چم ګاونډ د سر او حساب سړي همدوى او ډېره اتکاء يې د همدوى په سپېڅلتوب او باور ده چې په هره ترينګلتيا او بحران کې به د همدوى جرئت او سپيناوى وشي کولاى هر څه په ډاګه او په زغرده به ((دله ديوس)) ته ګوته ونيسي. استدلال وشو چې ترڅو اجرائيوي قوت نه وي موجود د هيڅ يوې ټولنې يا ټولنو منډې ترړې اغېز نه شي لرلاى. تردې ځايه راته افغانان په ملي جذبه د څوباړو سره مخې مخې ته کېدل، خو چې ورپسې بل مشر ته بلنه ورکړى شوه په لږ وخت کې مې غونى ځيږ شو، خوله مې وچه شوه او لږه پاتې وه چې ورجګ شم، زنه يې ونيسم او ورته ووايم چې: د خداى لپاره اوس يې وخت نه دى، داسې مه وايه. - زه وايم د وينو رودونه دې وبهېږي، د افغانانو يو څاڅکى وينه دې هم په تن کې پاتې نه شي، خو بهرنيان دې ووځي. واه، واه مشره! زموږ وينې مباح دي؟ د چا او د کومې موخې لپاره يې راباندې تويوې؟ بهرنيان شړو او خپلواکي ګټو؟ فکر نه کوې چې وړاندېز دې بې وخته دى؟ افغانان د دې جوګه دي چې په يوه ټغر راټول شي؟ تر اوسه د ملت جوړونې په کوم معقول ميکانيزم کوم سرسري فکر او طرحه را ميدان ته شوي دي؟ نه، نه، نه...! زه په خپله ادعا ډاډه يم چې زموږ هر يو د نظر خاوند (هغه چې رسنۍ پرې خپل بنډار تود ساتي) د ورځې په ګرمو موضوعاتو ډېر اخته دي او ډېره هڅه يې داده چي له هر چا نه يې شخه د شېرزمان پګړۍ پر سر او کرېډيټ ورپه برخه شي، نه دا چې له کړکېچه د وتو او پخلاينې معقولې لارې په ګوته کړي. نيوکې، ستوغې او زړه تشول د طرحې او معقول وړانديز په پرتله په لکهاوو ځله بې زحمته او ارزانه دي. مشره! تېره جګړه مو وليده او اغېز يې هره شېبه د سيوري په څېر راسره مزل کوي، پېغلې کونډې، سپين سرې شوي او يتيم پلار شوى دى، خو پرېمانه معذور، معلول او اروايي ناروغان، معتاد او د جګړې له برکته راته بېکاره او سوالګر د ټولنې د ولو بار شوي دي. اوس نه ده جوته چې جګړه د چا پر ضد ده؟ د چا او د څه لپاره ده؟ اوس موږ شيندلي شوي يو او د تېرو ملي جګړو لېوالتيا له موږه مشرانو اخيستې ده. اوس د هغه (عقيدوي) يووالي څرک تت دى او دا ټولنيزه رنځ څه نورو او څه هم موږ په خپله ځان ته غوره کړى دى، چې د ملي ويښتيا ضرورت مو د خپلو غوښتنو او غريزو تر سيوري لاندې کړى او همېش مو دبل ډول ته ګډلي دي. پرېږده چې زه هم په جذبه راشم او ووايم چې: هرڅه پر خپل حال پرېږدئ، اداري فساد دې وي، خوار غريب دولتي مامور که کومه روپۍ رشوت اخلي حق يې دى د مور شيدې دې يې شي، خيرات خواره که مو ډېرېږي له مستۍ نه ډېرېږي، ډزې دې هم وي چې د اړتيا ترڅنګ يې د ښاغليو پرې خواوې سړې شي، خو ملت دې يو وي او د ملي مشرتابه لپاره دې د هر مليت، قوم او ژبې نه د ورورولۍ په فضا کې طرحې او نظرونه وغوښتل شي. که څه هم دا لاره اوږده ده، خو نه مو مجبوروي چې د جګړې پايله په جګړې کې ولټوو. دغه لار زموږ پايښت تضمينوي او د شيندلو مخه مو نيسي، خو چې زموږ پوهان، ديني عالمان، سياستوال، قومي (منلي او سمبوليک) مشران او مخورو خوله تويه او ولس ته د ژمنتيا ډاډ ورکړي. له بده مرغه چې دا پېټى پورته کول نو زموږ د ډېرو پورته په ګوته شويو ارزښتونو پر ځان نه لورېږي. زه ادعا نه کوم، بارو لرم چې که زموږ دغه طمطراقانو [ګونګ دې شم، ټول نه يادوم. تور او سپين ټولو ته څرګند دي او که کوم خواخوږى ما پر دې ګرموي چې د ليک د شروع توپير مې خوندي نه دى ساتلى نو هغه سپېڅلي چې زما د ليکنې د محتوا يوه برخه راجوړوي زما خوار تت او پڅ قلم د هغه د حسن له لښکره سپور نه شي کمولاى] که د يوه ريښتيني افغان په توګه په خپل چاپېريال کې د ورځې څو شېبې د ملي يووالي، ورورګلوۍ، د سولې او جګړې، ښه او بد او نورو خير ښېګڼو لپاره وقف کړى واى، عام وګړي به له يوې ورځې نه بلې ته نه زهيرېدل، خو داسې نه دي شوي او دا ځکه نه دي شوي چې له يوې خوا سړى ستړى کوي او له بلې خوا حق الزحمه نه لري. ولس بې باوره دى، خو ستړى دى. ولس د سيند وړي په څېر ځګ ته لاس په خوښۍ ور اوږدوي، بد فال د ولس خوا بدوي او بايد چې موږ يې کانګو (قي) ته اړ نه کړو او ورته ووايو چې دا پتيره چې دې په معده کې پرته ده ته پوه نه يې خو دا حرامه ده. تا چې کښت او کر کاوه، په تخم دې سپي متيازې کړې وې، ستوني ته ګوته وروړه چې ثواب دې کمېږي. نو، مشره! افغانان اوس پوه شوي دي چې تش په نامه خواخوږي مشران ډينګرۍ موږ ته وهي او جاله خپله پورې باسي، نو ښه غوږ شه! هغه څوک يا هغه پوه چې خپل اړ ولس ته د خوړو د ترلاسه کولو کوم تجويز نه لري، حلالو ته يې د حرام ويلو حق هم نه لري. هغه څوک يا هغه پوه چې سولې او پخلاينې ته د رسېدو لپاره پرځاى او معقول وړانديز او طرحه نه لري جنګ ته هڅونه لوى شرم دى اوبس.