په امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه د شوو نیوکو عادلانه څیړنه

په امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه د شوو نیوکو عادلانه څیړنه:
مؤرخ اسلام علامه ابن خلدون رحمه الله په خپل کتاب (تاریخ ابن خلدون) کې لیکلي: 
"فأبوحنیفه (رضی الله عنه) یُقال بلغت روایته الی سبعة عشر حدیثا او نحوها".

زموږ د زماني ځینې جاهلانو، متعصبینو او د سلفو دشمنانو په خپلو کتابونو کې د عوامو مسلمانانو د دوکه کولو لپاره د تلبیس ابلیس نه کار اخیستی، او د پورته عبارت څخه یي په امام المسلمین ، الإمام الأعظم أبوحنیفة النعمان (رحمة الله علیه) باندې نیوکې شروع کړي او ناکامه هڅې یي کړي تر څو امام صاحب دعلم حدیث څخه ناخبره او په علم حدیث کې ناپوهه معرفي کړي.

الجواب بعون الملک الوهاب:
۱. زموږ د زمانې ګمراهان دعوامو د ګمراه کولو لپاره د تاریخ ابن خلدون د قول:
" فأبوحنیفه (رضی الله عنه) یُقال بلغت روایته الی سبعة عشر حدیثا او نحوها".
داسې ترجمه کوي چې امام أبوحنیفه رحمه الله ته صرف (۱۷) احادیث یاد وو.
حالانکه ددې عبارت دا ترجمه بلکل غلطه ده، بلکه صحیح ترجمه یي داده چې د امام صاحب متعلق ویل کیږ‎ي چې دده مبارک روایت (یعنې مرویات) (۱۷) ته رسیږ‎ي او یا زیات ددنه.
پدې قول کې دا خبره نشته چې د امام صاحب مبارک صرف (۱۷) احادیث یاد وو، د ابن خلدون د دغې ذکر شوي مجهول قول مطلب دادی چې امام صاحب مبارک نه کوم احادیث روایت شوي د هغي تعداد (۱۷) ته رسیږ‎ي.

او اهل علم پدې ښه پوهیږ‎ي چې کموالی او قلت د احادیثو په روایت کې هیڅ عیب او نقصان نه لري، د مثال په طور به اووایم چي د خلفاء راشدینو (رضی الله عنهم) روایات ډیر کم وو نسبت نورو صحابه کرامو ته.

۲. علامه ابن خلدون رحمه الله دا قول د (یُقال) په صیغه د تمریض سره ذکر کړی دی او علماء کرام په دې ډیر ښه پوهیږ‎ي چې کله اهل علم کومه خبره (قیل، یُقال) سره ذکر کړي نو هغه یي د ضعف او عدم ثبوت طرف ته اشاره کوي، مطلب دا شو چې دا دعلامه ابن خلدون خپل قول نه دی، بلکه په صیغه د مجهول سره ذکر شوی او معنا یي ده چې (ویل کیږ‎ي) نو اوس ددې قول ویونکی څوک دی او چیرته دی او چاته یي ویلي؟؟!

هیڅ ندی معلوم، او بیا ابن خلدون رحمه الله ویلي (اونَحوِها) یعنې ده ته په خپله هم نه دي معلوم چې (۱۷) دي او که زیات.
ډیره د حیرانتیا او تعجب خبره ده چې زموږ د زمانې جاهل شیوخ د امام أبوحنیفه رحمه الله سره دومره بغض او دښمني لري چې دده مبارک خلاف هره خبره، له هر ځايه چې ورته پیداشي نو په سر او سترګو یي مني او د هغې دپاره نه کوم دلیل، نه کوم ثبوت یا تحقیق ته ضرورت لري، که څه هم د کوم مجهول شخص او د درواغجن قول هم وي بس رانقل کوي یي. فالی الله المشتکی وهوالمستعان.

۳. که چیرته د امام ابن خلدون مقدمه په غور سره ولوستل شي نو ددې وسوسې او اعتراض حل به بلکل واضح شي، امام ابن خلدون په خپله مقدمه کې لیکلي:
"ٳنّه من کبار المجتهدین فی علم الحدیث".
ژباړه: امام ابوحنیفه رحمه الله په علم حدیث کې د سترو مجتهدینو څخه دی . (مقدمه ابن خلدون/۴۴۵).

نو اوس د ابن خلدون رحمه الله دخپل صریح قول په موجودګۍ کې د نامعلوم شخص قول منل د حماقت او د سلفو د دښمنۍ پرته نور څه کیدای شي؟؟!
۴. ددې نیوکې د تردید لپاره تاسو د امام صاحب مبارک پنځلس مسانید وګورئ کافي دي، د هغې نه څلور مسانید د امام صاحب شاګردانو بلاواسطه دده مبارک نه احادیث اوریدلي او جمع کړي دي او نور بالواسطه دده نه روایت شوي دي .

ددې نه علاوه امام محمد رحمه الله او امام ابو یوسف رحمه الله په کتابونو کې او همدارنګه مصنف عبدالرزاق او مصنف ابن أبی شیبه کې په زرګونو روایات په متصل سند سره د امام صاحب مبارک نه روایت شوي دي او امام محمد رحمه الله په (کتاب الآثار) کې تقریبا نهه سوه (۹۰۰) احادیث جمع کړي د کوم انتخاب یي چې د څلویښت زره (۴۰۰۰۰) احادیثو نه کړی دی.

همدارنګه د حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله د وینا مطابق امام ابوحنيفة رحمه الله دسنن نسائي او جامع ترمذي راوی هم دی وګوره(تقريب او تهذيب التهذيب).

۵. امام صاحب مبارک د حدیثو ایمه وو په حفاظو کې شمیرلی دی، د عالم اسلام مستند عالم د احادیثو مشهور ناقد او د علم الرجال مستند او معتمد عالم علامه شمس الدین الذهبي رحمه الله د امام صاحب مبارک ذکر په خپل کتاب (تذکرة الحفاظ) کې کړی لکه څنګه چې ددې کتاب د نوم نه ظاهریږ‎ي چې په کې د احادیثو دحافظانو تذکره شوي ده.

او د محدثینو په نېزد (حافظ) هغه چاته ویل کیږ‎ي چې کم از کم یو لاک احادیث د متن او سند سره په یاد ولري او د زیاتو یي هیڅ حد نشته.

نو تاسو خپله فکر وکړئ چې امام ذهبي رحمه الله امام صاحب مبارک داحادیثو په حفاظو کې شمیرلی او دغه څو فرقه پرست تکفیریان وایي چې امام صاحب ته صرف (۱۷) احادیث یاد وو .

د (تذکرة الحُفَّاظ) عبارت لاندې کتلی شئ!!
تذكرة الحفاظ/الطبقة الخامسة۔أبو حنيفة:
الإمام الأعظم فقيه العراق النعمان بن ثابت بن زوطا التيمي مولاهم الكوفي: مولده سنة ثمانين رأى أنس بن مالك غير مرة لما قدم عليهم الكوفة، رواه ابن سعد عن سيف بن جابر أنه سمع أبا حنيفة يقوله:
وحدث عن عطاء ونافع وعبد الرحمن بن هرمز الأعرج وعدي بن ثابت وسلمة بن كهيل وأبي جعفر محمد بن علي وقتادة وعمرو بن دينار وأبي إسحاق وخلق كثير .
تفقه به زفر بن الهذيل وداود الطائي والقاضي أبو يوسف ومحمد بن الحسن وأسد بن عمرو والحسن بن زياد اللؤلؤي ونوح الجامع وأبو مطيع البلخي وعدة...

وكان قد تفقه بحماد بن أبي سليمان وغيره وحدث عنه وكيع ويزيد بن هارون وسعد بن الصلت وأبو عاصم وعبد الرزاق وعبيد الله بن موسى وأبو نعيم وأبو عبد الرحمن المقري وبشر كثير...
وكان إماما ورعا عالما عاملا متعبدا كبير الشأن لا يقبل جوائز السلطان بل يتجر ويتكسب ...
 
 
۶. دا چې علامه ابن خلدون د نامعلومو اشخاصو نه نقل کړي چې د امام صاحب نه ټول اولس ١٧ احادیث یا زیات ددې نه نقل دي، او ابن عدي په الکامل کې ليکلي چې درې سوه حديث ترې نه نقل دي او بعضې وايي پنځه سوه ٥٠٠ ، او بعضې وايي چې اوسوه ٧٠٠ ، او بعضې وايي شپږ سوه شپږ شپيته او بعضې وايي يو نيم سل (۱۵۰) ترينه نقل شوي دي لکه: خطیب بغدادي وغیره...
دا خبره انتهايي بې بنیاده افترا ده هيڅ اصل او حقيقت نه لري، ځکه په علم حديث کې د امام صاحب جلالت قدر يو مسلم او ناقابل انکار حقيقت دى، ځکه امام صاحب بالاتفاق مجتهد دى او د مجتهد په شروطو کې لازمي شرط دادى چې مجتهد ته به کامل بصيرت ، پوهه او عبورتام په لاندې شپږو اشياء کې حاصل وي: (قرآن، حديث، اثار، تاريخ، لغت او قياس).

که چير ته امام صاحب کامل العلم فی الحديث نه وى نو څرنګه مجتهد شو سره ددې چې دده په علم بالحديث باندې لويو لويو علماء اعترافونه کړي دي، مکي ابن ابراهيم د امام صاحب شاګرد دی، او د امام بخاري صاحب قابل فخر استاذ دی.
د امام صاحب په باره کې داسې وايي :
(ان أباحنيفة کان امامًا)

حضرت امام ابوداود رحمه الله فرمايي:
( کان ابوحنيفة اعلم اهل زمانه ) او دا ظاهره ده چې په دغه زمانه کې د علم اطلاق په علم حديث او علم فقهې باندې کيدلو. ( تذکرة الحفاظ جلد١\صفحه ١٦٠).

مشهور محدث يزيدبن هارون رحمه الله فرمايي:
زر شيوخ مې وليدل او احاديث مې ترينه وليکل ليکن د امام صاحب نه مې لوى فقيه او لوى پرهيزګار او لوى عالم ونه ليدلو. ( تذکرة الحفاظ جلد١\صفحه ١٩٥) .

د يحى بن نصر رحمه الله ويناده چې زه يو ځل د امام صاحب ملاقات ته ورغلم، کوټه يي د کتابونونه ډکه وه ما وويل : دا څه دي هغه جواب را کړ چې دا دحديثو کتابونه دي . (عقودالجواهرالمنيفة)

او ددې نه علاوه د امام صاحب څلور زره استاذان وو، نو چې د هر استاذ څخه يي يو يو حديث زده کړى وي هم څلور زره احاديث شوو سره ددينه چې هغه وخت حفاظ حديث هم زيات وو.

او یواځې یو استاد یي مشهور محدث عطاء ابن ابی رباح رحمه الله کوم چې د مکي معظمې مفتي هم وو ، دوه نیم سوه (۲۵۰) صحابه کرامو نه یي زده کړې کړې وې. او امام ابوحنیفه رحمه الله به په خپلو دوه استادانو ډیر فخر هم کولو یو په عطاء ابن ابی رباح او بل په حماد بن ابی سلیمان.

د حکیم الأمت رحمه الله لطیفه :
علامه اشرف علي التهانوي رحمه الله د یاد اعتراض په هکله داسې وایي :
" زه خپلو دوستانو ته وايم چې تاسو د ابن خالدون يا د ابن خلکان ددې قول ترديد ولې کوئ!
ددينه خو زمونږ د امام صاحب منقبت او عزت معلوميږي، نه نقصان ! ځکه چې د امام صاحب مجتهد کيدل خو ټولو ته مسلم دي، ددې نه څوک انکار نه کوي او انکار به ولې کوي؟ ځکه چې په هر باب او هره مسئله کې د امام صاحب اقوال شته او مخالفين يي هم اکثر اختلاف ذکر کوي، د دې نه معلومه شوه چې مخالفين اګر چې امام صاحب محدث نه مني خو مجتهد يي مني، ددې نه علاوه په صراحت سره د امام شافعي صاحب وغيره امامانو د ابوحنيفة صاحب د مجتهد او فقيه کيدلو اقرار کړى دی او نه صرف د مجتهد کيدلو بلکه: ټول فقهاء په فقه کې اولاد دابوحنيفة کيدل مني، نو چې دا يو مقدمه واخستلى شي او دې سره بله مقدمه دا اولګولى شي چې امام صاحب ته ټول اولس حديث رسيدلي وو، اوس چې دواړه مقدمې يوځاى کړل شي، نو ددې نه دا نتيجه راووځې چې د امام صاحب پوهه دومره اوچته وه چې هغوى صرف د اولس احاديثو نه دومره مسائل راوويستل کوم چې نورو امامانو دلکهونو احاديثو څخه نه دي را ويستلي.

نو معلومه شوه چې هغه ډير لوى مجتهد وو، نو زمونږ ملګري احناف د ابن خلدون نه هسې خفه کيږي پدې باندې خو هغه دامام صاحب دومره لويه مدحه کړى ده چې دهغې څه حد نشته دى .

خير دا خو يو لطيفه وه، ددې قول د غلط کيدلو خو په خپله ټول محدثين هم اقرار کوي او په دې کې خو هیڅ شک نشته دى چې په درايت کې امام صاحب په درجه کې دومره اوچت دى چې که انصاف سره وکتلى شي نو داسې معلوميږي چې حديث او قران خو ټولو وويلو او وې لوستلو خو پوه پرې احناف شول".

(اشرف الجواب دويمه حصه صفحه ١٨٣- ١٨٤، مطبوعه مکتبه فاروقيه پشاور).

دلیکنې خلاصه:
د امام ابن خلدون رحمه الله د یاد قول نه د معاصرو جهالو اعتراض هسې يو بيکاره سپين دروغ دي، په اصل کې ابن خلدون د امام اعظم رحمه الله څخه دومره لرې دى چې هغه ته دحقيقت حال علم نه وو شوى، حقيقت خو دادى کوم چې علامة زاهدالکوثري رحمه الله د (شروط الائمة الخمسة للحازمي) په حاشيه کې په (٥٠ صفحه کې وضاحت کړى دى، چې حقيقت کې د امام ابوحنيفة مروج احاديث هم په داسې اولسو دفترنو کې دي په کومو کې چې تر ټولو وړوکى دفتر هم دسنن شافعي بروايت الطحاوي او مسند شافعي بروايت ابي العباس الاصم څخه لوى دى حال داچې دامام شافعي رحمةالله علیه داحاديثو معيار په هم دغو دواړو کتابونو باندې دى او دامام صاحب ديوشاګرد قول دى چې دامام صاحب په تصانيفو کې اويازره (٧٠٠٠٠) احاديث موندل کيږي.
( درس ترمذي جلد١\صفحه ٩٨).