ټپيز‌ى

داسې دې زه په غم اخته شم
په دوو غوږونو دې کاڼه شم
يا خو دې خاورې يا ايره شم
په تورو سترګو دې ړانده شم
چې جانان نشته زه يې چا له توروم
دا چې له ما نه ځان پردۍ کړي
هر وختې خوى چې ښاپيرۍ کړي
خاوند به ېي خپله ليونۍ کړي
خلک ارمان د سرې دولۍ کړي
زه ارماني د ملالو سترګو يمه
هر يو سړى ترينه زاريږي
د هر سړي زړه کې اوسيږي
هر څوک ديدن ته ېي
چې مازيګر پرې ښه ښکاريږي
هغې جلۍ ته مور منګى نه ورکوينه
کلي کې هر خواته پيري دي
غمازان ډېر هر خوا خطري دي
د انتظار سختې شېبي دي
د کلي يو پنځوس کوڅي دي
جانانه ستا ديدن ته کوم ځاى ودريږمه
د ملک لور ېي نازولې
پر ما ېي ګرانه ډېره ښکلې
ځکه زما د زړګي منلې
ګل د ګلاب بوى د سنځلې
سورى د ولې ديدن ستا مزه کوينه
په يارۍ نه پوهيږي کمکۍ ده
څومره ښايسته واړه جلۍ ده
د ملک لور ده. ساده ګۍ ده
هغه د غټې کورنۍ ده
زه په پر دى ګوته عمر تيرومه