كوچنى عمل او ستر ثواب (لسمه برخه)

    راټولونه:محمد بن عبد الله السدحان     لسم: د خپلوی پاللو فضیلت  (۱) خاوند د خوشحاله ساتلو اجر: نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«أَيُّمَا امْرَأَةٍ مَاتَتْ، وَزَوْجُهَا عَنْهَا رَاضٍ، دَخَلَتِ الْجَنَّةَ». ژباړه:«هره ښځه چې مړه شی او خاوند تری راضی وی، نو جنت به داخله شی». (۲) لوڼو د روزنی او پالنی ثواب: رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«مَنِ ابْتُلِيَ مِنَ الْبَنَاتِ بِشَيْءٍ، فَأَحْسَنَ إِلَيْهِنَّ، كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ». ژباړه:«څوک چې په د لوڼو څخه په څه ازمیښت شی، نو له هغوی سره د احسان او ښه رویه وکړی دا به یې له اور څخه پرده شی». (۳) خپلوی د پاللو ثواب:  رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَأَنْ يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ». ژباړه:« که څوک خوښه ګڼی چې رزق يې پراخه شی او عمر یې زیات شی نو خپلوی دی وپالی».   دوام لري...