زما ارواښاد پلار الحاج رحمت الله مانخېل ته !
زما ناښاده پلاره!
نه دي قبر حيدره معلومه
نه دي شناخته نه خازه معلومه
ته كوربه د تورو شپو سوې
هم كوربه د اسوېلو سوې
نه بدرګه په غلبلو سوې
نه شناخته په تا ودرېده
نه منجر درباندي جوړ سو
اوس دي خالي پاته افسانې دي
هم دي يادونه اندېښنې دي
هم دي راتاو په موږ غمونه دي
يم په تا پسي ناقراره پلاره!
زما ارواښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
تا چي خپل ګڼلو
تا چي يې خدمت كړلو
چي په تا باندي ډېر ګران و
ته خبر سوې كنه؟
هغوى رقيبان وخاتو
ستا د ښمنان وخاتو
دا بې بنياده پلاره!
زما ارواښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
زما له خپلو خلكو
هم له خپله كلي
څه نفرت دى
هلته خواخوږي ، انسانيت
هلته صداقت، ايمانداري
په چا كي نسته
هم د ورورڼو قاتلان دي
هغوى سړي نه پېزني
هلته جهالت او هم نفرت دى
نه ورځم
زه نه ورځم
دغه ټول دي
دغه ټول ي
نامراداه پلاره !
زما ارواښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
ستا خپل خلك
ستا په نشت والي خوشحالي كړي
ستا په وير باندي خندېږي
ستا د ګلو باغ ورانوي
ستا د ارمان قاتلان
ستا د ځان قاتلان
اوس هم سر لوړي ګرځي
نه تندر پر پرېوځي
نه مرګ ورته راځي
دا بد بخته لا ډېرېږي
په هرڅه باندي تاوېږي
راوځي له هر غاره پلاره!
زما ارواښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
دا پيدا دي په تياره كي
ځكه لمر په كاڼو ولي
شيندي خاوري په سپوږمۍ
ستوري هم ترې پټ تېرېږي
مست په خپل غرور دي
د خدايه هم اوس نه وېرېږي
چي يې وكړل
هغه وكړي
بيا يې حساب نسته
ستا له تلو سره سم
شمه مړه بلۍ سوه ړنګه
زما مظلومه پلاره!
زما رنزوره پلاره!
زما ارواښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
زما ناښاده پلاره!
وروستي