
((((((شپږمه برخه)))))
ټوله نړۍ په دي خبره ده ژبى يواځي دانه دي چى موږ يو بل سره پوه كړو بلكي هره ژبه ځان ته يو تاريخ لرى ځان ته كلتور لري او داسي ښكلي توري او نور ډېر څه لري كه هغه و يوه خواته كړي نوكيدي شې چې سړى حافظه هم دلاسه وركړي موږ دلته دخپلى مورني ژبى پښتو باندي خبرى كوونو ځكه چى هغه ناخوالي به دلته چيړوچى دهغوڅخه زموږ و ژبى ته زيان رسيږي موږ هريو په زياته بيا زموږ رڼ انده شاعران ليكوالان اوژب پوهان به داهڅه كووچى نه يواځي دخپلى پښتوساتنه وكړو بلكي دپرمختيا دپاره نوري هلي ځلي وكړو داسي نه چى زموږ دهغه كهول لاس ترزنۍ ناست دي دوي د خپلى خواڅخه ترخپله وسه دا مبارزه كړي ده چى خپله مورني ژبه د نړۍ دلو يو ژبو په ليكو كښې ودروي او دهغه كهول دا مباركي وړدي چى بيله د حكومتى او ولسي مرستې په خپل حبيب يادخپل اولاد په غوښو خپله ژبه ودانه كړي ده او د طالب دحجري څخه ې وانټرنيټ او نورو ورسنېو ته رسولي ده كه رښتيا خبره وكړو زموږ دهغه بهير دومره كاركړي دي چى نه زموږسياست مدارو دومره كاركړي دي نه دولت دومره كاركړي او نه پښتنو پنګه والو او ښتمنو دومره كاركړي دي نن چى د پښتانه سياست مدار ټول پښتون ملت په توره تياره كښې راګير كړي دي هم دهغه رڼ انده دانشوران ليكوالان دخپل قام مشكلات او ناخوالي په يوه نه يوه ډول ترخپل ولس پوري رسوي كه موږ دهغه مبارز كهول دمنځ څخه وباسو پښتون قام په زموږ د ازلي دښمنانو په دسيسوتكي تكي شې خو دبده مرغه دهغه قام د خپلى خاوري دخپلى ژبى دخپل دود او كلتور ساتونكى څوك دي نه زموږ ددي كهول دومره درناوي كيږى ولي چى دوي په اوږدو موټرانو كښې نه ګرځي دوي لوئي لوئى ماڼي نه لري نه د دوي د دومره لويانو چارواكو سره ناسته پاسته لري خو څوك په دي نه پوهيږي چى په لويو ماڼيو په لويو موټرانو كښې كوم څوك ژوند او ناسته كوي تركومه چى د پښتنو پنګه والو او سوداګرانو خبره ده هغه خودا وائي چى پښتوې بياڅه ده ځكه چى ددوي د ژوند هدف پيسى ګټل اوچرچى كول دي كه ضرورت شودوي خپله ژبه هم ددي ګټو دپاره ايله كوي ولي چى څوك د ژبى د دود كلتور او د ژوند په ارزښت نه وي خبرهغه چى هرڅه وكړو هغه ې وكړو.
رښتيا خبره داده چى پښتون دخپلي پښتونولي څخه بيګانه شوي دي او د پښتو څخه د سره ليري شوي دي چى ددي پړه په زياته بيا پړه په سياست مدارانو باندي راځي ولي كه هغه حكمرانان هم دي زموږ حكمرانانو خوتراوسه پارسي ژبه خپله كړي وه چى ددي څخه موږ دا ترلاسه كړو چى پښتو پرمختيا ودريده او نوري ژبى برلاسه شوي پخپله پښتانه په پښتو خبري نه شې كولي بلكي په نورو ژبو خبرى كوي پښتو دفتري او د هيواد دولتي ژبه اعلان شوي ده خودپيړى څخه په دي عمل نه كيږي هم دهغه ليكوالان شاعران ژب پوهان او رڼ اندو چى دوي هر وخت ږغ پورته كړي دي كنې دا حال به نه وي دبده مرغه ګاونډي ملك داهڅه كړي ده چى د پښتو مخ نوي وكړي پارسى په برلاسه كړي كه څه هم د يوه بشر په حيث په كاردي چى د نړۍ هره ژبه خوندي شې ولي چى د نړۍ هره ژبه د بشر دپاره يوه لويه وركړه ده سردار محمد داؤد خان شهيد وروسته چى كوم رژيم په افغانستان كښې راغلي هغه دا هڅه وكړه چى د پښتو او درې په منځ كښې توازن راولي نو ځكه چى د وخت دولتى مشر نور محمد تركي په خپله مورنى ژبه په ملګروملتو كښې وينا ددي دپاره وكړه چى دوي وينا په پښتو ددي دپاره كوي چى خپل خلګه په پوه كړي دبده مرغه نن په افغانستان كښې داخبره عام ده چى دګاونډي هيواد په افغانستان په ژښي دودي كلتوري او سياسى اغيزي ترپخوا زياته شوي دي ولي چى د افغانستان اوسني حكومت دومره بې واكه دي چى نه شې كولې چى توازن وساتي افغانان په زياته بيا پښتوته د سر دټكو لوپه ځائى بل نه دي ورپاته كه څه هم دد هغه هيوادرڼ انده ليكوال او شاعرهروخت ږغ پورته كړي دي تركومه چى په پاكستان كښې دپښتوحالت دي په هغه باندي په تيروټوكو كښې خبري شوي خو زموږ د سياست مدارانو كردار د ستايني وړنه شې كيدي د پاكستان په اساسى قانون او آئين كښې راغلى دي چى هر ايالت كولي شې چى خپلى مورني ژبى په ښوونځيو كښې روانى كړي خو دهغه سياست مدارانو په دا ۶۳ كلو كښې په دي باندي ږغ نه دي پورته كړي كه څه هم دايو بشري حق او نړۍ والو منلي ده دا لومړي واردي چى د پاكستان په ورځپاڼو كښې داسى غوښتني ليدل كيږى چى مورنى ژبى دي دښوونځي ژبى وګرځول شي د ليكوال شاهد صديقى ليكل شوي ليكنه په ځلاند كښې تاسو ته وړاندي كړه ولي چى دوي په دي خبر پوه شوى وو چى مورنى ژبى څومره ارزښت لرى او ددي د څنګه په تيره اونۍ كښې انګريزي ژبى ورځپاڼى په خپله اداره كښې وليكل چى انګريزي ژبى په ځائى دي مورني ژبى دلومړى زده كونكو دپاره اعلان شي ولي كه انګريزي ژبه رائج شي دابه ډيري بدى اغيزي په راروان وخت كښې وكړي كه څه هم ما دهغه اداره نه د ويلي خودبل نه خبرشوي يم كه څوك دا خبره مني كه نه مني مورني ژبى د زده كونكو دپاره دومره ارزښت لرى لكه وفصلوته د اوبو اړتيا وي.
د بده مرغه په پاكستان كښې پښتانه خپله هم دخپلى مورني ژبى سره ډيره مينه نه لري د ارښتيا دي چى د پاكستان دولت د ټولو مورنيو ژبو په ګډون د پښتو ډيره لويه پړه كړي ده چى ډير لوئى خيانت ورته ويل كيدي شې خو د پاكستان د نورو ژبو په پرتله بيله دسندهي ژبى پښتو بيا هم ډيره پرمختيا كړي ده چى ددي ټول وياړ زموږ د ليكوالانو شاعرانو او رڼ اندو په برخه دي د چاپى خپرونو د مبارزي څخه هم ډه ډه نه شو كولي خو شخړه داده چى زموږ خوار ليكوالان كتابونه چاپ كوي مجلى چاپ كوي ورځپاڼى چاپوي خو دبده مرغه د اخستلو اولانيولو سړي ې د نشت برابروي دولت دخپرونو سره څومره مرسته كوي يا زموږ د ليكوالانو او شاعرانو او ادبيانو سره څومره مرسته كوي هغه وهرچاته څرګنده ده ماته ې څومره مالي مشكلات رامخ ته كړل اوس چى څه كيږي دهغه ذكر كول نه غواړم څلور كاله ې داسي چاري وكړي چى زه ځلاند و دروم خو زه هم ورته پښتون شوم ځان موورته ټينګ كړي كه چيري د پښتو د كتابو مجلو او ورځپاڼو لوستونكي وي اوپيسى په وركولي نن به په ډير لوئى شميركتابو مجلى او ورځپاڼى چاپ كيدى خوترټولو لويه ستونځه داده چى ټولو مورني ژبوته په ښوونځيو كښې د زده كړي موقعه نه دوركول شوي چى نه يواځى دا ټولي ژبى وروسته پاته شوي دي بلكي ټوله ولس ې د خپلو ژبو سره بيګانه كړي دي چى ددي بدي اغيزي نه ښكاره كيږي.
د ټول پاكستانى ژبو وليكوالانو شاعرانو او رڼ اندو ته په كار دا وو او اوس هم په كاردي چى دوي سره راټول شي او حكومت ودي ته اړكړي چى ټولي مورني ژبى په ښوونځيو كښې لازمي وګرځوي ددي ګټي به بې شميره وي حكومت ودي ته اړكړي چى د اردو ژبى وارو دا د بياتو څانګى پرانستي وژبو ته د ودي وركولو دپاره هرډول د نورو باندنيو ژبو كتابونه ودهغه ژبو ته ژباړه كړي په تعليمى ادارو كښې كتابتونونه نه جوړ كړي د ټولو ژبو وليكوالانو شاعرانو ته داسي مرستي او آسانتياوى وركړي او دوي وهڅوي چى نور كتابونه چاپ كړي ودهغه مورني ژبوته بريښنائى راډيو او ټيلى ويژني مركزونه راوباسي او دهغه تاريخى ثفافتونه نه يواځى راژوندي كړي بلكې نوره وده وركړي دابه د حكومت احسان نه وي بلكي دا د دوي حق دي او ژبو ته وده وركول نړۍ واله غوښتنه ده.
نن چى پاكستان دكومو ناخوالو سره مخامخ دي په هغه موږ ټول خبر او نړۍ وال هم داهرڅه وينى ددي ټولو لوئى علت دادي چى زموږ تعليمى نظام د ولس دغوښتنو سره سم نه دي حكومت وانګريزى ته دومره ارزښت وركړي دي چى د پاكستان مورني ژبى وشاته غورځولى شوي دي هريو چى د اسلام آباد په لويه چوكي كنښتلى دي دهغه دخپلى خوښى تعليمى نظام راوستي دي عربى ژبه دپاكستان په ټولو سكولو كښې لازمي وګرځول شوه په كلو كلو دهغه ژبه زده كونكو لوستله خوكله حكومت داپلټنه اوسروي كړي ده چى څو زده كونكو عربي ژبه زده كړه او ددي څخه ې ګټه واخسته كه چيرى د عربى ژبى په ځائي په مورنيو ژبو زده كړي شوي وي نن به په پاكستان كښې ډېرلوستوونكي وي ځكه مورني ژبى كه پنځه كاله ولوستل شې او د نورو ژبى لس كاله ولوستل شې هغه نه شې برابريدلي اوس بيا يوه بله مهم جوئى كيدونكى ده چى د لومړى ټولګي څخه دي انګريزى ژبه لوستل پيل شي دا د يوه ماشوم سره زياتوب دي لكه يو څاروي چى و ديوال ته ودرول شې چى وخيزه يواځى دوي دي نور ټول ليونيان دي چى وماشومانو ته په خپله مورنى ژبه زده كړي وركوي چى زده كونكى په منځ كښې ودريږى هو په لوړوټو لګيو كښى نوري ژبى لوستل كيدى شي. (نوربيا)
........................................................