شپه له تيارو
ورځ د رڼا ډکه
بحر له موجونو
باغ له ګلانو ډک
ځنګل له ونو
زما سينه له يادونو ډکه
زر څېرې
زرنومونه
زما د زړه کورته راشي
ټول پردې وي
ټول بېنومه
ټول نااشنا وي
ټول بېنومه بېرته لاړشي
يو مې زړه کې پاتې شي
نوم واخلي
څېره واخلي
زه ورته جان ووايم
زه ورته جانان ووايم
وروستي