ولې په الوتکه کې خواړه خوند نه کوي؟

د ډيسکاوري مجلې د خبر له مخې د انگريزي او هالنډي پوهانو يوې ډلې په خپلو څېړنو کې کره کړه، چې ولې په الوتکه کې خواړه خوړل ډېر خوند نه کوي.
دغو هالنډي او انگرېزي څېړونکو چې مشري يې د مانچسټر پوهنتون څخه (انډي ووډز ) کوله ؛دې پايلې ته ورسېدل ،چې مطلق سکوت، چوپه چوپتيا او په ډېرټيټ غږ ملايمه موسيقي په مثبت ډول ماغزه تحريکوي او ددې لامل گرځي چې د خواړو خوند ډېر ښه او خوږ درک شي.
په داسې حال کې چې په ناخوښو او ډېرو لوړو غږونوکې خواړه خوړل ددې لامل کېږي، چې خواړه خوندور او خواږه په سړي ونه لگېږي.
يادو څېړونکو ددې پايلو د تر لاسه کولو په پار د ٤٨ داوطلبو کسانو سترگې وتړلې ، چې نه يې شو کولاى هغه خواړه وويني ،چې خوړل يې په داسې حال کې چې داوطلبان د خوراک خوړلو په حال کې وو، پوهانو له لاډسپيکر څخه ورته په گټې اخيستنې موسيقي هم چلانه کړه ،خو دا موسيقي به يې کله سوکه او کله ډېره په زوره کړه، نو وروسته يې له همدې کسانو وغوښتل چې د ډوډۍ خوند د لوړ غږ او ټيټ غږ په حالت کې وښيي.

 
 
ځوابونه ډېر حيرانونکي وو، ځکه چې د موسيقي غږ په لوړېدوسره به د ژبې د خوند کتلو غدو په سختي سره کولاى شواى د خوړو خوږلت ، تريخ والى او تروش والى تشخيص کړي، همدارنگه کله به چې د موسيقي غږ ټيټ او جگېده همدغسې د خوړو خوړلو ميل هم تغيير کاوه، په دې ترتيب پوهانو پايله تر لاسه کړه ،چې د ماخوستن، او غرمې ډوډۍ څخه د ښه خوند اخيستلو په پار بايد ډېرچوپ او غلى چاپېريال برابر کړو او يا هم يوه کراره ميلوډي واورو.
 
د ډيسکاور مجلې د خبر له مخې؛دې څېړنو په دې برخه کې هم ښه لاس ته راوړنې لرلي ،چې ولې په الوتکه ګې خواړه بې مزې وي او هر وخت مسافرين ترې شکايت کوي .
 
دوى جوته کړه چې ددې خبرې لامل په الوتکه کې د هوا د فشار د کنترول د دستگاگانو هغه ناخوښى غږ دى چې د الوتنې په وخت کې يې موږ په پرلپسې ډول دروند بنگارى اورو.
 
دغو څېړونکو د الوتکې شرکتونو ته وړانديز وکړ، چې د مسافرينو د ښه رضايت د لاس ته راوړلو په خاطر تر ټولو په ښه کيفيت ډوډۍ او د ډوډۍ په وخت کې دې د الوتکې بنگارى د نه اورېدلو لپاره مجهزهېډفونونه د مسافرينو په واک کې ورکړي .