له هستي ګل عابد سره مرکه

غــــــــــــــــواړم ملي لوبډله د نړۍ په کچه وځلوم

روهي ويب پاڼې قدرمنو لوستونکيو دا ځل مو درته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه پنډوسکه اچونکى ( بالر ) او پنډوسکه وهونکى ( بېټسمېن ) هستي ګل عابد پوښتلى هيله ده چې د قدر وړ مو وګرځي.
حبيب زى: له هرڅه وړاندې که راته خپل ځان را وپېژنئ؟
عابد: نوم مې هستي ګل عابد دى، د پلار نوم مې عالم ګل دى او په ١٩٨٤ کال د ننګرهار ولايت په حصارک غلجايي ولسوالۍ کې زېږېدلى يم.
حبيب زى: ولې دې د کرکټ لوبې ته مخه کړه او له څومره وخته دغه لوبه ترسره کوي.؟
عابد: د کرکټ له لوبې سره مې له کوچنيوالي مينه وه او هڅه مې کوله چې په راتلونکې کې د کرکټ يو ښه لوبغاړى شم، خو کله چې په ١٩٩٢ کال پاکستان نړيوال جام وګاټه نو هغه وخت موږ په پېښور کې اوسېدو، نو له دې لوبې سره مې نوره مينه هم زياته شوه.
حبيب زى: د کرکت په لوبه کې مو ښوونکى څوک و او چا ورته ډېر هڅولي ياست؟
عابد: د کرکټ لوبې ښوونکي مې خپل ورونه دي، هغوى راسره ډېر زيار ايستلى او تل يې هڅولى يم چې يو تاج ملوک او بل سيد ملوک دى چې زه ورنه ډېره مننه کوم.
حبيب زى: څومره زده کړې مو کړي؟
عابد: تر دولسم ټولګي پورې مې زده کړې کړي نورې زده کړې رانه د يو لړ ستونزو له امله نيمګړې پاتې دي.
حبيب زى: د کرکټ ترڅنګ په کومه بله لوبه پوهېږئ او کومه مو خوښيږي؟
عابد: د کرکټ ترڅنګ مې فوټبال هم خوښيږي او ډېر پرې نه پوهېږم خو ځينې وخت يې ترسره کوم.
حبيب زى: د هېواد ملي لوبډلې ته کله راغلئ؟
عابد: په کال ٢٠٠٢ کې د افغانستان ملي لوبډلې ته راغلم او تر اوسه په کې لوبېږم.
حبيب زى: تر اوسه مو په څومره سياليو کې برخه اخيستې او څومره وېر کټې مو اخيستې دي؟
عابد: شاو خوا ٤٠ سياليو کې مې برخه اخيستې خو د وېر کټو شمېر راته پوره نه دى معلوم ځکه ډېرې دي خندا........
حبيب زى: په بهرنيو لوبغاړو کې مو څوک خوښيږي؟
عابد: په لوبغاړو کې خومې د نيوزرلينډ د لوبډلې لوبغاړى روزټېلر ډېر خوښيږي چې زما په طبع لوبه کوي.
حبيب زى: ستا د خوښې لوبغالى په کوم هېواد کې دى؟
عابد: زما د خوښې لوبغالى په انګلېنډ دى چې لارډز نومېږي.
حبيب زى: د يوه لوبغاړي په حيث د افغانستان د لوبغاړو راتلونکى څنګه ارزوئ چې نړيوال جام ته به لاره پيدا کړي؟
عابد: که اسانتياوې ورته برابرې شي نو انشاالله چې په ٢٠١٥ کال کې به افغانستان نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.
حبيب زى: د خپلو تمرينونو په اړه څه وايئ چې له نړيوالو لوبډلو سره څومره توپير لري؟
عابد: دا خو معلومه ده په کومه کچه چې نړيوال تمرين کوي او کوم سهولتونه او وسايل چې هغوئ ته برابر شوي زموږ لپاره نشته بلکې ډېر محدود او لومړني وسايل هم نه لرو خو که چېرې د نړيوالو په شان وسايل او سهولتونه راته برابر شي نو ډېر ژر په وځليږو.
حبيب زى: ځينې خلک وايي تاسو له خپله کوره پوره ياست ( ستاسو ډېر ورونه دي او ټول په کرکټ پوهېږي )؟
عابد: خندا...خندا... زه اته ورونه لرم او درې خويندې لرم چې د هغوئ له ډلې څخه زما مشر ورور تاج ملوک عالم د افغانستان د کرکټ لوبډلې پخوانى روزونکى ( کوچ ) و او بل ورور مې چې خلک ورته فخر افغانستان وايي کريم صادق دى، نور ورونه مې هم له کرکټ سره مينه لري او پرې پوهېږي خو له موږ سره په لوبډله کې نه دي.
حبيب زى: واده دې کړى؟
عابد: هو! واده مې کړى او شکر دى يو زوى لرم.
حبيب زى: په ژوند کې له څه شي نه ډېر وېرېږئ؟
عابد: د قبر له عذاب نه ډېر وېرېږم.
حبيب زى: د ژوند تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې شېبه مو کومه ده؟
عابد: زما د ژوند تر ټولو خوږه او نه هېرېدونکې شېبه هغه چې هېڅکله به مې له ياده ونه وځي، هغه لوبې چې افغانستان په کې برخه واخيسته او نړيوالو لوبو ته يې په کې لار پيدا کوله نو کله چې ننګرهار ته راغلو د هېوادپالو خلکو له خوا موږ ته اسې تود هرکلى وشو چې موږ يې تصور هم نه کاوه.
حبيب زى: کوم ارمان دې دى چې پوره شوى نه دى؟
عابد: ارمانونه خو ډېر دى خو لوى ارمان مې په هېواد کې سوله، ارامي، ابادي، ورور ولي او ملي يووالى دى.
حبيب زى: که په اخر کې هېواد والو ته کوم پيغام لرئ؟
عابد: له ټولو افغانانو غواړم چې د هېواد په ابادۍ، سرلوړئ او سوله راوستو کې هلې ځلې وکړي څو افغانستان د نړۍ په مخکښو هېوادونو په قطار کې ودريږي.
حبيب زى: ښاغلى هستي ګل عابد، له تاسو يوه نړۍ مننه چې له موږ سره مو مرکه وکړه.
عابد: له تاسو هم مننه چې زموږ پوښتنه مو وکړه.