ملګرو نن اختر دی , په څنګ کې مې دلبر دی
دا ورځ ډېر بختوردی ، دا ورځ ډېر بختور دی
د سرو سپينو سهر دی ، دښکلو ماذ ديګر دی
دا ورځ ډېر بختوردی ، دا ورځ ډېر بختور دی
**********
نن سره او سپين مخونه ،ښکاريږي په هر لوري
رنګونه ګلابونه ، ،ښکاريږي په هر لوري
هر خواته تماشې دي ، خندا په لروبر دی
دا ورځ ډېر بختوردی ، دا ورځ ډېر بختور دی
**********
غريب دی او که خان دی ، نن ګرم پې مېدان دی
ماشوم دی او که ځوان دی ،نن ګرم پې مېدان دی
شغلې شغلې بيا لمر دی، دجونو ځا ئ ګودر دی
دا ورځ ډېر بختوردی ، دا ورځ ډېر بختور دی
**********
شرنګا د پايزېبونو ، دي جوړ په زيارتونو
ميلې د پيغلو جونو ، دي جوړ په زيارتونو
مين ته منور دی ، غما ز ته جوړ خطر دی
دا ورځ ډېر بختوردی ، دا ورځ ډېر بختور دی
**********
مجنون سره لېلا ده ، وطن رڼا رڼا ده
هرخوا ښکلا ښکلاده ، وطن رڼا رڼا ده
''مشکور'' يواځې سر دی، دمينې جوار ګر دی
دا ورځ ډېر بختوردی ، دا ورځ ډېر بختور دی
**********
بادشاه الدين '' مشکور''
وروستي