عیسویان غواړي اسلام نړۍ ته په غلط ډول څرګند او مسلمانان کمزور او بې وسه معرفي کړي.... د دوی له سترو موخو ځینې دا دي
۱ـ غواړي د خلکو زوړنه له اسلامي مراکزو (مدرسه، دارالعلوم، مسجد وغیره) نه تور کړي او په اړه یې منفي پروپاګند وکړي ترڅو د خلکو واټن له دغو مراکزو سره ډېر شي غواړي په دې اړه خلکو ته ډول ډول شکونه ور واچوي.
۲ـ غواړي علماء بدنام کړي او په اړه یې ډول ډول منفي تبلیغات او څرګندونې وکړي، چاته متعصب چاته ترهګر چاته جاسوس څوک یوې او بلې ډلې پورې اړوند وګڼي او داسې د دوی قدر او عزت ټولنه کې راکم کړي. کله چې دلته وتوانېدل بیا مجاهدینو پسې شروع کوي او اسلامي ګوندونه او خلک یې په نښه کوي. نن سبا ډېر ساده او له دین نه بې خبره خلک د کفري میډیا او عیسویانو تر تبلیغ لاندې راغلي دوی هم خپل مراکز بدناموي او دارنګه مجاهدینو او علماؤ پسې سپکې سپورې وایي. دوی په دې نه پوهیږي چې د اسلامي مراکزو او علماؤ یا مجاهدینو بدنامول د چا کار دی؟!
۳ـ دوی د ښځو د حقوقو چیغې وهي حالانکې کفري نړۍ کې ښځې ډېر بد ژوند لري هلته ښځو ته هېڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي خو بیا هم عیسویان او ملحدین دارنګه د اسلام دښمنې نورې کړۍ په دې اړه د اسلام او مسلمانانو پر خلاف ډېرې منفي څرګندونې کوي او غواړي مسلمانانې ښځې بربنډې او هغه اصلي حقوق یې ترپښو لادې شي کوم چې اسلام ورته ورکړي دي. نو ښځې باید د کفارو تر منفي تبلیغ او پروپاګند لاندې رانشي او باید خپل دین په سمه معنا او مفهوم سره زده کړي خپل حقوق او ځای د اسلامي لارښوونو برابر ترلاسه کړي. اسلام ښځو ته پوره حقوق ورکړي او داسې مقام یې ورکړی چې د نړۍ هېڅ دین او ټولنې نه دی ورکړی او نه ورسره پرتله کېدای شي، نو باید زموږ خویندې او میندې په دې اړه ډېر غور او سوچ وکړي او د کفارو تر تبلیغ لاندې رانشي.
۴ـ دوی خلکو ته د قرآن او سنت په هکله شکوک او شبهات پیدا کوي، اکثر متشابهات آیتونو اړوند خلکو ته سوچونه او شکوک ور پيدا کوي بیا خلکو ته د دې غلطه معنا کوي دارنګه د قرآن ځینې نور آیتونه په نښه کوي او له احادیثو څخه انکار ته یې چمتو کوي. هغه خلک چې په قرآن او سنت نه پوهیږي نو د دوی د مکر فریب دروغو او خیانت لاندې راشي او هغه خلک چې پوهیږي دوی ته مدلل ځوابونه ورکوي بیا دوی له هغو خلکو تښتي، د دوی د دعوت موخه همدا ده ترڅو خلکو ته د قرآن او حدیث په اړه غلط معلومات ورکړي او خلک په دغو شکمن کړي. ځینې وختونه داسې هم کیږي کله چې د دوی دعوت پرمختګ نه کوي بیا دوی هلته مقدساتو ته سپکاوی پیل کړي لکه د مساجدو سوځول قرآن ته اور اچول یا یې ترپښو لاندې کول او داسې نور کفري حرکات او اعمال ترسره کوي ترڅو مسلمانان پرې غمجن او د ویر په ټغر کېنوي....خو دا خلک دومره نه پوهیږي چې د قرآن د ساتنې ژمنه خپله قهار رب تعالٰی او د ساتنې مسئولیت یې خپله اخیستی "قَوْله تَعَالٰى:إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْر وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ" دا هغه کتاب دی چې د خلکو په سینو کې محفوط دی احادیث محفوظ دي، نو کفار نشي کولای چې دا د خلکو له زړونو بهر کړي ځکه خو داسې رذالت او سپک کار ته مخه کوي. دا هم د عیسویانو د سترې ماتې دلیل دی چې نه شي کولای خپلو کفري او ناولیو موخو ته په ډېرې آسانۍ سره ورسي.
وروستي