
پسرلی
دلته اوس هم د معمول په څېر هره شپه د سهار له مرګه پيدا کيږي . دا نن هم يوه ډېره ښايسته ورځ پيل شوه . لمانځه ته پاڅيدم ، له اودس او لمونځ اداء کولو نه وروسته د خپل کور پر باغچو وروګرځيدم ، د هر ګل په ليدو مې د سهار د ښه پيل انځور ذهن ته راتله ، هر ګل خندا کوله ، نسيم په نرمو ګوتو په باغچه کې شته ګلان تخنول .
هوکې ، نن ورځ له نورو ورځو سره جوت توپير درلود ، نور کله به مې په شنه سهار د ونو له سرونو د کارغانو اوازونه اوريدل ، خو نن نه پوهېږم ، يو ډول ښايسته او زړه راښکونکي غږونه اورم ، ايا دا هم حقيقت دی ، چې د کارغانو ځای بلبلانو نيولی دی . د ګلانو د غونچو په مينځ کې پروت شبنم راته د خپل تېر ژوند ناخوالې را په زړه کړې او ستا پر اننګيو يې هغې ښوييدلې اوښکې ته وروسولم ، چې په وروستي ځل مې وليدله .
باغچې ته نېږدې د سروې په سر کې مست بلبل په خپل چهغار سره د فکرونو له سمندره راپورته کړم ، يو ځل بيا مې په قدم وهلو پيل وکړ ، د کور دروازې ته له رسېدو سره سم مې له بهره يو ډېر زړه راښکوونکی او سندريز غږ تر غوږو شو ، د دراوزې تر خلاصيدو وروسته مې هغه وياله بهانده وليده ، چې مخکې پکې د چا خبره د ثواب له پاره هم اوبه نه پيدا کيدې ، پر ژۍ (څنډه) يې کښيناستم او څو شيبې مې د کوچنيو ماشومانو غوندې پکې لاسونه اېخوا دېخوا کړل ، زړه مې غوښتل ، چې زياته شوخي پکې وکړم ، خو عمر راته اجازه رانکړه .
هو والله نن په رېښتيا هم د يوه ډېر په زړه پورې سهار پيل وو . ما هم د لوی خدای ج دربار ته لاسونه جوړه کړل او دداسې زياتو نورو سهارونو د درلودلو غوښتنه مې وکړه .
ګل حبيب شاه الهام د شيخ زايد پوهنتون دادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل .