راځي چې ديومجرم په سزا رسولو سره دزرګونو نورو ژوند وژغورو.

راځي چې ديومجرم په سزا رسولو سره دزرګونو نورو ژوند وژغورو.
له کله چې بشر ددنيا پرمخ پيدا شوی، نو لوی رب بشرته له اوله يوشميرمعنوي او مادي ارزښتونه هم ورپه برخه کړي، چې هغه مادي او معنوي ارزښتونه هغه حقوق او وجايب دي،
چې بيا ديادو ارزښتونو دساتنې لپاره بشر او مسلمانانوته لوی خدایج ځېنې غوره او ګټورې لارې چارې هم ښودلی شو. ترڅوپه دي سره په ټولنه کې دمظلوم غږ واوريدل شي اودزورواکي ياظالم مخه ونيول شي. چې ددې لپاره يوه قانوني باصلاحيته مرجعې رامېنځته شوي، چې افغاني ټولنه کې دقضايي اوعدلي ارګانونو په نومونو سره ياديږي. ځکه همدا عدلي او قضايي ارګانونه دي، چې په ټولنه کې دنظم دسپلين او ښه چوکاټ رامېنځته کيدلولامل ګرځي .
همداشان په نړۍ کې دهريوانسان معنوي او مادي ارزښتونه چې لوی رب هرانسان ته ورکړي ساتي اوپه ټولنه کې يولړ جوړښتونه چې دټولو لپاره دمنلو وړ وي رامېنځته کوي، چې دهمدغو جوړښتونو په رڼاکې اوس مهال نړيوال په سوله کې ژوندکوي او خپل وسپارل شوي کارونه پرمخ وړي.
هو ګرانو لوستونکو!کله چې ديوانسان عقل اوفکرهم دامني چې بې قضايي ادارې پرته په ټولنه کې ريښتني جوړښتونه، چې دانسانانو ترمېنځ د ګرانښت سبب ګرځي نشي رامېنځته کيدلی نوپه کارده ،چې له همدې لارې دقانون په چوکاټ کې ولسونه خپلې ستونزې شخړې اولانجې هوارې کړي اوترڅنګ بايدچې ديادو ادارو له لوري داسې پريکړې او فيصلې ترسره شي ،چې ټولوته دزغم وړ او داسنادو شواهدوپربنياد وي هو يادې ادارې هغه مهال ديوانسان په سزا رسوني سره دزرګونو نورو ژوندژغورلي شی، چې هغوی په ريښتني شکل سره دشواهدو او اسنادو پربنياد سم قضاوتونه اوپريکړې ترسره کړي. که دوی سمې پريکړې وکړي نو په ټولنه کې هغه سترمقام چې هر مجرم يې دسوري ځيني فرارکوي لاسته راوړي .چې په همدي لخاظ په يادو ټولنوکې ستربدلونونه ترسترګوکيږي اوخلک دپرمختګ اوښه ژوند په لوري ګامونه اخلي .
هغوی که دمالي له پلوه غښتلی نه وي مګرمعنوي لوري يې همره پياوړی وي، چې دډېرو سختو اوخطرناکو پېښو مخه له اوله نيسي او دهغوی دناوړه هدفونو دشنډيدو سبب ګرځي .
ګرانوهيوادوالو !تاسي وګورئ په نړۍ کې زيات شميرهيوادونه شته ،چې حکومتونه او ادارې يې همره دمالي اوتخنيکې اړخه پياوړي نه دي، چې مونږ ورباندي فکرکوو .
مګردقضايي او عدلي ادارو له لوري يې فضا همره ويرجنه شوي، چې دياد هيواد په يوه برخه کې هم نه دحکومت اونه هم ديادشوي هيواد ولسونو پرضدګامونه پورته کيداشي. هغوی دا وياړ دسمو پريکړو وروسته چې ديوانسان دخلکو پروړاندې په سزا رسوي د زرګونو نورو ژوند ژغورلی شي ترلاسه کړي .
هغوی دخپلو پريکړوپه اساس په ټولنه کې همره اغېزه شېندلي چې دسيمې په يو کونج کې هم دهغوی پرخلاف هېڅوک دسيسې نشي جوړولی
مګرپه هغو حکومتونو او ټولنوکې چې دقضايي او عدلي ارګانو مسؤلينو له لوري دويرې مجرمينو ته سزاوې نه اورول کيږي. د زورواکۍ لمرهمره خپورکړئ چې دهرې مسؤلې ادارې پروړاندې دهرچا ژبه او زور همره ځواکمن وي ،چې دقانوني ارګان ملامتوي اوهغوی اړکوي، چې خپلې ټولې پريکړې بدلې او دهغوی په ګټه ترسره کړي داسې قضايي ادارې بيا په هيواد او ټولنه کې د بدبختيو لوي چينې جوړه وي چې بياپخپله ددوی اوهم دټولنې پروړاندې مضر تماميږي.
مګرکه زمونږ قضايي ادارې په ريښتيا هم سم قضاوتونه ترسره کړي او تل حق ته حق اوباطل ته باطل ووايي بيا دقضايي ارګانونومسؤلين هيڅکله هم دناوړه اشخاصو په دام (لومه) کې نه خصاريږي اوپه خپله هغه غښتلتيا دلاسه نه ورکوي ،چې دوی ته اسلام مبارک دين او ياهم قانون ورکړي هو کې! کله دقضايي عدلي ارګانو مسؤلينو دمادي امتيازتو په خاطر ناسم قضاوتونه وکړل بيا به په ټولنه کې په نورو خولا څه چې پخپله په دوی هم هغه کړۍ راتنګه شي ،چې دامهال دوی پکې دښه ژوند لپاره هلې ځلې کوي. ځکه په فساد کې ښکيل اشخاص تل په ټولنه کې دناسمو پريکړو وروسته دبياراژوندي کيدو اوسرراپورته کيدو چانس لټوي
نوکه په هيوادکې شته اوسنی نظام په ټولنه او ادرو کې هڅه کوي چې فساد لمنه ټوله کړي او عدلي قضايي ارګانوته يي ريښتنی او پوهه کسان معرفي کړي دافغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې پدې وروستيو کې مرکزي ادارې ځيني واليان معرفي کړي پدې مقصد چې په ادارو کې ژور او اغيزمن بدلون رامېنځ ته کړي له بله پلوه په خپلو سيمه ايزو ادارو کې فساد پرضد جدي مبارزه وکړي خوست ولايت ته هم دتيرو مياشتو په موده کې دعبدالجبارنعيمي په نوم سره يو والي معرفي شوی چې په تيرو مياشتو کې يې هغه څه کړي چې ولس يې غوښتنه لري لکه په ادارو دفساد پرضد مبارزه د دولتي ځمکو دغصب او دقومي شخړو په هوارې يې کې هلي ځلي ترسره کړي چې ښې پايلې يې تر دې دمه محسوسې شوې دي . او همداراز قضايي ارګانونو چې پخوا يې هيڅ ډول فعاليت نه ترسر کيدو پدې وروستيو کې مجرمينو ته علنې محکمو په ترڅ کې سزا اورولي نو که چيرې په قضايي ادارو په ريښتوني مانا قانون پلی شي او دعلني محکمو له لارې مجرمينو ته سزا واورول شي مونږ باورلرو چې دجنايي او سياسي پيښو ګراف صفر ته راښکته شي او په ټولنه کې به ديو مثبت بدلون په توګه ښه انعکاس وکړي .ګرانو لوستونکو مونږ دقانون حاکميت او قضايي ارګانونو پياوړ تيا به ډېر ژرپه هيوادکې راونې بدبختۍ ختم او يو ه سوله ايزه فضا به رامېنځته شي. هغه ډلې ټپلې به ورکې شي، چې دامهال ديوانسان د وژلو او قتل وروسته په لوړسرګرځي اوياهم دځينو پېښو رامېنځته کيدو وروسته دپېښې ککړکسان نه موندل کيږي.
په هيوادکې ديو غښتلي اوسم قضايي سيستم په هيله
پای ستاسو ورور خوشنود
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
دخوست تلويزيون قدرمنو ليدونکو
د ١٣٨٩ لمريز کال دتلې مياشتې ١٦مه چي د جمعي مبارکې ورځي سره برابره وه د تخار ولايت مرکز دتلقان ښار دحضرت حذيفه بن عمان په جامع جومات کې د جمعي لمانځه د ادا کيدو پرمهال يوه ډېره دردونکي او غم ناکه پېښه رامنځ ته شوه چې په هغې کې دياد شوي ولايت والي په ګډون ٢٥ تنه بي ګناه او مظلوم هيواد وال په شهادت ورسيدل
قدرمنو ليدونکو د نومړي دردونکې پيښي په اړه مو يو مستند فلم تر لاسه کړي چې دياد شوي فلم ليدو او اوريدو ته مو پام راګرځوم