غزل

سرې سپرغۍ د اوښکو مې جانانه پټوی نه شم
بې له تانه یاره سترګې چاته غړوی نه شم
منم شاعران واړه دمینې لیوني ګڼي
چیرته يې جانانه لیونو کې دې موندی نه شم
ژاړي راته پیغله دارمان اوښکې غټۍ ،غټۍ
تا چې یې ګیډۍ ته د کمڅو ځونډی کوی نه شم
سترګې مې سجدو کې د ارمان دعا ته لپې شي
دا څه بې وسي ده په توبو زړه صبروی نه شم
ډوب مې یې د لمر په شان د زړه په ماښامونو کې
ستا بیا راختو ته د سهار سترګه لیدی نه شم
نیسي رحیمه د حق په لوري د دعا لپې
څو چې مې د یار د شملې زه ګل ریدی نه شم