د نړۍ ترټولو بدچانسه غل!!!

دا انځور چې لاندې يې وينئ ، په يو داسې په موقع کې اخيستل شوى انځور دى چې په نړۍکې سارى نه لري .
 

کيسه داسې پيلېږي چې يوې کورنۍ غوښتل په گډه يو يادگاري عکس واخلي ، نو ښاغلي (مير) چې د کور مشر دى خپله د عکس اخيستلو کمره(کونين G7 )په درى پښې لرونکي الې باندې دروي او کمره ١٠ ثانيو self timer ته برابروي چې وروسته له ١٠ ثانيو په خپل سر عکس واخلي دا ددې لپاره چې تر هغو خپل ځان منظم کړي ، نو کله چې لس ثانيې پوره کېږي او عکس گوري چې څنگه راغلى دى نوپه انځورکې د خپل اپارتمان د دروازې مخې ته يو سړى ويني چې د سامان د وړلو هڅه کوي ،او اعتباري کارټونه، اي پيډ، دويديويي کامرې او نورو وسايل د جگولو هڅه کوي


دوى ژر پوليسو ته زنگ وهي او د غلۀ ظاهري بڼه پوليسو ته ورښيي ، څو دقيقې وروسته پوليس راځي غل چې لا تراوسه د شاوخوا کورونو تر څنگ يې دپټېدا هڅه کوله نيسي ، اوس دا غل په زندان کې دى او کېداى شي دا اوس په زړه کې ور تېرېږي چې د نړۍ تر ټولو بد چانسه غل به يم چې له يوې داسې لارې په داسې موقعه کې نيول کېږم.