نن داسی بد حال په پښتنو راغلـــــــــی
هغه د احمدشاه په بچو راغلــــــــــــــی
چه يويو وژنی او بل بل وژنـــی سره
داسی د نفاق اورپه دوی دوه راغلی
چه به وه يو د هر ستم په وړانـــدی
نشته محبت نفرت په زړو راغلــــی
دګل په شان وطن کی می اوروريږی
د هر کوره غږ د جنازو راغلــــــــــی
ترڅوبه دپردي په لمسون خپل وژنو
راځی چه يوشووخت د يوکيدوراغلی
که يوه ژبه يوه خوله نشو سره
پوه شی چه مو وخت د ورکيدوراغلی
همته خدای( ج)خبر غوټی مو ګل شی
خزان مو په هيلو د سپرلو راغلـــــــــــی
1386/1/27 افغانستان خوست
وروستي