جبار غازي

 زموږ كوردكندهار داحمدشاهي ښارد بابړو په كوڅه كې و، د كوڅې په خوله كې لومړى دوكان د علي مامد كاكو و. تازه ميوې به يې خرڅولې. ورپسې دكان د غازي و. غازي شكرې، لوزونه، كولچې او شابړي خرڅولې، كله كله به يې بادامي نوكل او خمير صندل هم راوړي و. زموږ د كور كوچنيانوته به مشرانو هر سهار دوى دوې ايكۍ وركولې، ايكي پارسيوانانوپيسه بلله اود كابلۍ روپۍ شپيتمه برخه ارزښت يې درلود ، موږ به څاښت مهال د غازي دكان ته تلو او په دغو ايكيو به موشكرې اولوزونه رانيول. ښه مې په ياد دي په دغو خوږوكې يو ډول شكري و، چې ژبۍ به مو بللې او په څټلوڅټلو به خوند ځنې اخيسته كېده.
يوه ورځ چې زه د شكريو د رانيولو له پاره د كوڅې خولې ته ولاړم، كه ګورم دعلي محمد كاكو د دكان مخې ته ګڼه ګوڼه جوړه ده، خلك راټول دي او دګڼې ګوڼې مركز ته د رسېدلو له پاره زورونه وهي. زما څخه د غازي دكان ته د رسېدلو هڅه پاته شوه، د علي مامد كاكو د دوكان د ګڼې ګوڼې د معلومولوپه تلاښ كې شوم. زه دغه وخت څلوركلن هلك وم د خلكو د پښوتر منځو مې په ډېر زحمت ځان د ګڼې ګوڼې مركز ته ورساوه، كه ګورم هلته يو سپين ږېرى سړى د علي محمد كاكو د دوكان مخې ته د غوړيو پر يوه تش ټيم ناست دى. خلك يې په ډېر ادب لاسونه مچوي دعاوې ځنې غواړي. دى هم چاته دعا وركوي، چاته چټۍ وركوي، يعنې پراوږو يې په سپكه څپېړه ټپوي. عجبه داده، چې دغه پر خلكو ګران سړى كميس نه و اغوستې پر لڅ ځان يې صدرۍ اغوستې وه، بربنډ موټان او په و ېښتوپټ ځيګر يې ښكارېدل، ماتر دغه وخته پورې داسې څوك نه وليدلى، چې پرلڅ ځان دې يې صدرۍ اغوستې وي . زه هېښ پېښ تللى وم او په خورا حيرت مې بې كميسه سپين ږيري ته كتل. د بې كميسه سپين ږيرې د لاس مچولو مسابقه اوږده سوه، ما له ګڼې ګوڼې څخه د راوتلو هڅه پيل كړ، خوله ګڼه ګوڼې راوتل راته ګران و،علي مامد كاكو زما په ترمورتيا پوه شو، په غېږكې يې راواخيستلم او ترګڼې ګوڼې يې راوايستلم، تر ګڼې ګوڼې چې راووتلو علي مامد كاكو زه له غېږي كښته كړم، ما علي مامد كاكو وپوښتېده:دا څوك دى؟
علي مامد كاكو راته وويل :دا جبارغازي دى ،د ميوند درنې غزا( د برات اوه لسمه كال ۱۲۹۷ هجري قمري) راهيسې دى كميس نه اغوندي، دغه وخت د ميوند د درنې غزا شپږڅلوېښت كاله تېرسوي و. ما علي مامد كاكو ته په خورا هرياني وويل:ولې نو كميس نه اغوندي؟
علي مامد كاكو راته وويل:ده د ميوند په درنه غزا كې يو بدمرغه انګرېز سپاهي راڅملولى و، غوښته يې چې د هغه په وينو د جنګ ډاګ سور كړي، بل انګرېز سپاهي جبارغازي ترلمنه نيوه او په داسې زور يې كش كړ ، چې دغازي له منګولو يې څملولى ښكارخوشې سو او په منډه يې ځان دغازي له تورې بچ كړ، خښمېدلى غازي چې پر خلاصونكي انګرېز سياهي مخ راوګرځاوه، هغه ځان دغازي د تورې له زده ژغورلى و خښميدئ. غازي، ګريوان تر لمنې څېرې كړ، لستوڼي يې وشكول، كميس چې يې غورځاوه ويل يې: بيا دې په خداى كه واغوندم، ته بدمرغه كه نه واى انګرېز كافر به مې ولې له لاسه ووت.
ما علي مامد كاكوته وويل: خلك يې لاسونه ولې ورمچوي؟ او دعاوې څنګه ځنې غواړي؟
علي مامد كاكو راته وويل:دا خوغازي دى د خداى په لاره كې سر وركولو ته حاضرسوى و، خداى خو د دغسې سرتيرو تورياليو نازونه اخلي، دده خواست نه ردوي، ځكه نو خلك د تبرك لپاره د ده لاسونه مچوي او دده په روى له خدايه مرادونه غواړي.
له دې صحنې درې شپيته كاله تېرسوى و، چې افغانو غازيانو د خداى په فضل سره، سره پوځونه مات كړل او خونخواره مهاجم روسان يې په ژړ مخ دافغانستان له خاورې وايستل ماګمان كاوه، چې زموږ د زمانې توريالي غازيان به هم د جبارغازي غوندې ارزښت او درنښت لري، خلك به د دوى په روى دعا او له خدايه مرادونه غواړي او په اتلواله به يې وياړي خو افسوس چې دوى د جبارغازي غوندې درنښت او ګرانښت ونه ساتلاى سو او پخپلو وروستيوكړو يې هغه محبوبيت له لاسه وركړ، چې انتظار يې كېده. ارمان ارمان
خلافت مياشتنۍ: ۱۳۷۹، ليندۍ، پرله پسې شلمه ګڼه، ۲۱ مخ