
کافر او مؤمن
ژباړه : صفي الله علمي
پرون چې چکر ته ووتم، نو د سيند په غاړه مې له حضرت خضر عليه السلام سره وليدل. پوښتنه يې وکړه :
اقباله ! څه لټوې ؟
ما ځواب ورکړ :
حضرته ! زه د پرنګ د "زهرو ترياق" لټوم، زما د قوم ذهنيت يې مسموم کړی، غواړم چې دا ترياق پيدا کړم او خپل قوم له سره مسلمان کړم. حضرت وپوښتل :
ته د پرنګيانو د زهرو ترياق لټوې ؟ نو واوره ! داسې نکته به دروښيم چې د تورې په څېر غوڅوونکې، صيقل شوې، روښانه او ځلېدونکې ده، هغه داده چې ته مسلمان ته د کافر او مؤمن توپير وښايه، چې مسلمان په خپله له ځانه" مؤمن" جوړ کړي او چې مؤمن شو، په خپله به د پرنګ د زهرو ترياق ومومي، بلکې دا ترياق به په همده کې جوړ شي.
اقباله !
د کافر دا نښه ده، "چې کافر په کائناتو کې ورک وي، خو بالعکس کائنات په مؤمن کې ورک وي".
له "حکايات اقبال" کتاب څخه