ځوانان او بی کاري

دا چه نن شاته پاتی يو او داسی څه هیڅ نلرو چه زمونږه ستر ګی  ورواوړي او ووايو چه په دا تيرو درو لسيزو کي خو مو دا پر مختګ کړي دی.
ولي داسی څه نلرو؟
 ځکه چه مونږه خپلی ټولنی ته کار ندی کړی، بغېر له دی چه ورانه کړی مو ده  نور مو هيڅ څه داسی خاص د لاسه ندی ورته  پوره  شوی، او دا نن چه کوم يو نيم ځاي پکی د ورانيو له طوفانه په امن  راته پاتی شوی ددغه ورانولو ته مو هم زړونه بی قراره دی.
رابه شو اصل موضوع ته چه ولی مونږه خپلی ټولنی ته کار ندی کړی؟ او ټولنی ته د کار مسوليت د ټولنی په کوم قشر باندی لازم دی. ټولنی ته خدمت د همغی ټولنی ځوانانو مسوليت دی،که څه هم په ټولنه کی سپين ږيری او ماشومان هم موجوديت لری، خو سپين ږيری بيا ددي ندی چه ټولنی ته څه وکړي ځکه چه د دوي د خدمت وخت تير وی او څه يي چه د لاسه په ځوانی کی پوره وی هغه يي ترسره کړی وی، خو د زړښت په دوران خپله دای هم د لاس نیوی وړ وی، او ماشومان هم همداشان ټولنی ته څه نشی کولای خو که ماشومان مو سم وروزو نو ليری نده چه په راتلونکی که به خپلی ټولنی ته د ښه خدمت جوګه وګرځی. رابه شو ځوانانو ته چه  د نړی په نورو هيوادونو کی ځوانانو خپلو ټولنو ته د يادولو وړ خدمتونه کړی دی، اوهمدا علت دی چه  نن د خپلو زحمتونو له کبله ډير په مخ لاړ دی،دا چه زمونږ ټولنه هم بی ځوانانو نده، خود  نړی وروسته پاتی هيوادونو د ليست په کتاب کی مو نوم ذکر شوی او تر اوسه هم پکی  شتون لری،ځکه چه زمونږ د ټولنی نن هم ډيری ځوانان د بی کاری په لومه کی راګیر دی، که د ټولنی ځونان مو په څلورو برخو وويشو نو دری برخی يي بی کاره او يوازی يوه برخه به  یی يو څه روزګار ولری،نو ولی دا نوری دری برخی د ځوانانومو د بی کاری مرض نيولی؟
ځواب روښانه دی ،چه بی تعليمه دی. او د سواد د خوږی سمری څخه بی برخی دی،او ولی يي زده کړی ندی کړی ، ځکه چه ددرو لسيزو ناورين ورته اجازه نده ورکړی ، او تر اوسه هم په پوره توګه حالات اجازه نه ورکوی، خو نن که د پرون سره پرتله کړو ، نو نن مو د تعليم د حاصلولو او د سواد د زدکړی  لپاره ډير ښه دی.
ځکه چه پرون د ګران وطن په هره برخه کی د جنګ اور بل وه ،او ځوانانو مو په ځای ددی چه قلم او کتاب اخستی وای ، ټوپک  يي په اوږو وه،په ځاي ددي چه وطن ته يي خدمت کړی وی تري  وران شو  ، ولی ځکه چه مونږه په خپل ګټه او تاوان نه پوهيدو او د نورو په دوروغو ويناوو وغوليدو،او دا چه مونږه ولی ټوپک په اوږو وه، دا زمونږ د ګاونډيو هيوادنو پيرزوينه وه ، چه ددوی ځوانانو د پوهی د زده کړی په لور ګامونه اخيستل، او خپلې ټولنی ته بي خدمت کولو ، او مونږه څه وکړل،وطن مو وران کړ ، له خپلو بچيانو مو هديری ډکی کړی، او د وير ټغر مو لا تر اوسه هم ټول نکړو،خو مونږه بايد نور له تير څخه تجربه واخلو او هغه څه چه مونږ ته ټوپک راکړل د هغي څخه د عبرت درس واخلو،واقعی چه مونږ ته ټوپک څه راکړل، هغه دا وه چه يوازی او يوازی خپل وطن مو ويجاړ کړ، خپل بچيان مو يتيمان کړل، ميندی بوری او پيغلی کونډی ناستی دی،ٍ خو دا ځل بايد تير نه وځو او د تیر د هری کړنی څخه عبرت واخلو،ځکه چه نن په ټولنه کی ډير داسی ځوانان لرو چه دوی تش په نامه ځوانان دی، او نور هغه څه چه يو ځوان ته ښايی چه تر سره یی کړی هغه ددوی له وسه وتلی دی، نه د ځان لپاره څه کولاي شی اونه د ټولنی لپاره،بس عبس بی کاره خپل وخت د لاسه ورکوی،خو زمونږ د ټولنی ځوانان بايد خپل مورال او جرعت و نه بايلی، او دا نن چه  د بی کاری په لومه ګير دی، له دی څخه بايد ځانونه خلاص کړی، اول دوی بايد تعليم وکړی،که بيا هم دوی ته د زده کړي د حاصلولو په ډګر کی کومی ستونزی وی په عوض يي دوی بايد يو کسب يا يو هنر زده کړی. تر څو دا د بی کاری لومی څخه خلاص شی. خپل اهل عيال او تر څنګ یی خپل وطن ته هم د خد مت مصدر وګرځی. افغانستان خوست
  هيواد  همت
             1368/1/26