
جلالکوټ ادبي خوځښت د ١٣٨٩لمريزکال د لړم پر١٣مه (د پنجشنبې ورځې د ماسپښين پر٢بجو)د ځوان شاعر عطامحمد هيله من پرشعري ټولګې(ته مې د ژوند د رنګينو پسرلى)د مخکتنې غونډه او د همدې شاعر پريوه بيت طرحيه مشاعره وکړه.د غونډې ځاى په جلال اباد کې د ننګرهار ټولنيز مرکز(ميديوتيک) او وياندويان يې خالدسنګر او زيارصميم ول.
د غونډې مشر د هېواد پياوړى ليکوال استاد محمد آصف صميم او مشران مېلمانه د ننګرهار د اطلاعاتو اوکولتور رېس اورنګ صميم او د مېديوتيک مشر عبدالغني هاشمي وو.
غونډه د محب الله الله يار لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو په لوستو سره پيل شوه.
لومړى د وياند لخوا د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند ته د پرانېستونې او هرکليزې وينابلنه ورکړل شوه.
رغاند مېلمنو ته پرښه راغلاښت ويلو سربېره د جلالکوټ ادبي خوځښت د جوړيدو اړتياوې بيان کړې.
ويې ويل:دا خوځښت په ننګرهار کې د ادعاکېدونکو فرهنګي اختلافاتو له اغېزې پوره خوندي دى،هرفرهنګي سره ښې اړيکې غواړي،چاسره مخالفت نه لري او څوک د خپل مخالف په توګه نه پېژني.
رغاند دغه راز په شاوخوا يوه مياشت کې د جلالکوټ ادبي خوښتت چټک پرمختګ ته په اشارې سره وويل چې د مخکتنې تر دې غونډې وړاندې چېرته چې دې خوځښت درې اونيزې غونډې کړي،هرې يوې ته يې تردېرشو ډېر شاعران راتلل چې د ځاى د وړوکوالي له امله د خوځښتوالو لخوا پريکړه وشوه چې نورې اونيزې ناستې به د ننګرهار ټولنيز مرکز ميديوتيک په دفتر کې کوي.
د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر دغه راز د ميديوتيک له مشر هاشمي صيب څخه د ځاى برابرولو کې د مرستې او د خوځښت مرستيالانو خالدسنګر او انورالحق يرغل څخه د خوځښت لپاره د پراخو هلو،ځلو له امله مننه وکړه.
او د خبرو په وروستۍ برخه کې يې د خوځښت په اړه د مشرانو فرهنګيانو د مرستې غوښتو ترڅنګ وويل چې په ميديوتيک کې د خوځښت اونيزې غونډې چې د هرې جمعې ورځې د سهار په نهو بجو به کېږي،پوره د خوځښت په واک او خوښه به وي.
بياصيام الدين پسرلي د عطامحمد هيله من لنډ ژوند ليک ولوست.
ورپسې ښه شاعر او ليکوال بازمحمد عابد خپله ليکنه کې د هيله من پرهغه بيت چې ده پکې ځان نوى مېن بللى و،وغږيد او د همدې شاعر د نورو بيتونو په بېلګه کولو سره يې دى پخوانى مېن وباله.
ورپسې له کونړه راغلي ځوان شاعر او ژباړن شفيع الله تاند خپله مقاله کې د هيله من شاعري وستايله او ځينې نېمګړتياوې يې ورپه ګوته کړې.
د کونړ بل ښه ځوان شاعر او ليکوال سيدعبدالله نظامي بيا د خپلې ليکنې تر اورولو وړاندې د جلالکوټ ادبي خوځښت پررامنځته کېدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د کونړ مېشتو فرهنګيانو په استازۍ له دې خوځښته ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل په جلال اباد کې د ژونالېستيکې استوګنې پرمهال به يې د دې خوځښت په اونيزو ناستو کې برخه اخلي.
نظامي همدا شان خپله ليکنه هم واوروله.
په نظامي پسې بل ځوان ليکوال هارون ناصري د هيله من پر ازادو شعرونو خپله کره کتنيزه ليکنه واوروله چې د ښېګڼو ترڅنګ يې نېمګړتياوې هم ورپه ګوته کړې وې.
بله ليکنه د ښه کيسه ليکوال استاد امرالله امېد وه چې د ستونزو له امله غونډې ته د نه رسېدو له کبله يې ايمل غيور ولوسته.
همدا شان کابل مېشتي ليکوال طاير ځلاند هم غونډې ته ليکنه کړې وه چې د نه را رسېدو له کبله يې انورالحق يرغل د هغه ليکنه واورله.
د ليکنو د برخې تر پاى ته رسېدو وروسته شيرين آغا جهانګير هم لنډې خبرې وکړې.
ورپسې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رېس اورنګ صميم د جلالکوټ ادبي خوځښت پر رامنځته کېدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د دې خوځښت هڅې وستايلې.
کولتور رېس په مخکتنه کې يو شمېر لوستل شوې ليکنې له نوم اخېستو پرته تر نيوکو لاندې راوستې چې په وينا يې د کره کتنې اصول پکې پوره نه وو مراعت شوي.
همدا شان د ننګرهارټولنيز مرکز مشر عبدالغني هاشمي هم لنډې خبرې وکړې او د هيله من د شاعرۍ او جلالکوټ ادبي خوځښت د ستاينې په خوا کې وويل چې اداره يې د خپلو اصولو له مخې تل د فرهنګيانو په چوپړ کې ده.
ښاغلي هاشمي وويل چې د يوه فرهنګي په توګه هم د جلالکوټ ادبي خوځښت ملاتړ او د هڅو مرسته کوي.
د مخکتنې په وروستيو شېبو کې د (ته مې د ژوند د رنګينو پسرلى)شعري ټولګې شاعر عطامحمد هيله من ته د خبرو وخت ورکړل شو.
ده له ټولو مننه وکړه چې پرشاعرۍ يې خپل نظرونه ښکاره کړل.
همدا شان يې د جلالکوټ ادبي خوځښت له ملګرو مننه وکړه چې پرټولګې يې د مخکتنې زمينه مساعده کړه.
د مخکتنې په پاى ته رسېدوسره د غونډې مشر او د هېواد پياوړي ليکوال او اديب استاد محمد آصف صميم ته د ارزونکې وينا بلنه ورکړل شوه.
استاد صميم پخپلو لنډو خبرو کې د غونډې په ښه ګڼلو سره غونډې ته له راغلو فرهنګيانو وغوښتل چې نور دې غونډو ته په ټاکلي وخت راځي.
د استاد صميم تر خبرو وروسته د چايو لنډه دمه واخېستل شوه او ورپسې د هيله من پر لاندې بيت د انورالحق يرغل په وياندۍ طرحيه مشاعره پيل شوه:
که ته نه يې،غم دې شته،يوازې نه يم
سره پالو يارانه،يوازې نه يم
په مشاعره کې لسګونه ځوانو شاعرانو خپل شعرونه واورول او مشاعره ماښام نېږدې پاى ته ورسېده.
ياده دې وي چې د جلالکوټ ادبي خوځښت اونيزې غونډې تر دې وروسته د هرې جمعې ورځې د سهار پرنهو بجو د ننګرهار ټولنيز مرکز(ميديوتيک)په انګړ کې کېږي.