ماما د ریښتیني ژوند پر لور


بسم الله الرحمن الرحیم
يادونه: له ښاغلو لوستونکو څخه هيله کوم چې مخکې تر دې چې لاندېنۍ ليکنه مطالعه کړي، زما د متوفی ماما پر روح دې درې ځلې قل هو الله احد ولولي، البته زه به مو له دې پېرزوېنې څخه ممنون وم او اجر يې درته له رب العالمين څخه غواړم.
ماما مې (استاد محمد عباس مشفق) چې د تقوی، شفقت، دیانت، اخلاص، سخاوت، ترحم، مینې، خدمت، سالمې روزنې، مبارزې، دعوت، له هر چا سره د ښې وضعې کولو، خپلوئ پاللو او... یوه بېلګه وه، پرون د دوه زره او لسم کال د يولسمې مياشتې په پينځمه نېټه د جمعې د مبارکې ورځې په ماښام له دې فاني نړۍ سره د دوه شپېته کالو په عمر د تل لپاره خدای پاماني وکړه او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه.
انا لله و انا الیه راجعون.
روح دې ښاد وي.
د ماما په وفات نه یواځې د خپلوانو او دوستانو سترګې له اوښکو سرې شوې مګر د ګاونډیانو، فقیرانو او ډېرو نورو خلکو زړونه یې هم ودردول. فقید ماما له خپل ځان څخه په فقیرانو او نادارانو ډېر رحیم و، هغه هېڅ کله نه شوی کولی چې د ګاونډي له حاله بې خبره خپله خېټه مړه کړي، هغه له ډېرو فقیرانو سره مرسته کړې وه او د هغوي پر سر یې د ترحم لاس کش کړی و، ماما د ډېرو یتیمانو معنوي پلار و، له هغه سره به هر چا د اطمنان احساس کاوه. همدا علت و چې ډېر خلک یې د ملاقات تږي و او له لیرې ځایو څخه به د ده کتو ته راتلل. فقید ماما په هر چا ګران و. داسې ډېر کسان شته چې بې له دې چې له هغه سره ډېره موده کیني او معامله ورسره وکړي، په پینځه دقیقو مجلس به یې په اخلاقو مین شول، د هغه فقید مجلس هر چا خوښاوه او له خوږو او خوندورو خبرو څخه به یې خوند اخیست. نن دا ټول د هغه رحمه الله نشت په ډېر سختئ سره تحمل کوي.
فقید ماما رحمه الله په خپل ولایت د لغمان په مرکز کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي. همالته (د لغمان په مرکز کې) یې ابتدايي، متوسطه او ثانوي زده کړې کړي دي.
د ځوانۍ په موده کې د مشرانو له خولې ډېر با ادبه، متدین، اخلاقي او په ټولو ګران ځوان و، مور او پلار ترېنه خوښ ول، له هرچا سره یې مرسته کوله، هېڅ څوک هم داسې نشته چې له هغه فقید څخه خفه وي، مګر د دې بالعکس په ټولو ګران و، حتی تر دې چې د ځوانۍ په لږ عمر کې یې د خلکو لوی لوی مشکلات حلول او د هغوی په جنجالو کې به یې پرېکړې کولې او هر چا به یې فیصلو ته په درنښت کتل او احترام به یې کاوه. په خپل مکتب کې اوچتو نمبرو بریالی کېده ، ډېر ذهین و او په خپلو درسونو کې لایق او خواریکښ و.
کله چې یې دولسم ټولګی د لغمان د ولایت په مرکز کی د روښان په عالی لېسه کې ترسره کړ، د لوړو زده کړو لپاره کابل ته ستون شو او د کانکور له امتحان څخه وروسته د ژبو او ادبیاتو د پوهنځۍ د دري د ادبیاتو په څانګه کې محصل شو، د تحصیل په موده کې د پلار د لارښوونو مطابق له بادیانته ملګرو سره ملګرتیا پیل کړه. د پوهنتون دوره د فقید ماما لپاره د مبارزې او د اسلام د دښمنانو سره نښتو دوره وه، څنګه چې هغه وخت اوسني روسیې د افغانستان د کمونست کولو اراده لرله او په ډېره بې شرمئ سره یې د اسلامي افغانستان د کمونیستولو هڅه کوله او په هغه وخت کې د افغانستان ځنې په پيسو مین او پردي پال ځوانان د کمونېزم ملاتړ پیل کړ او د مسلمانو افغانانو د کمونستولو هڅې یې له پوهنتون څخه پیل کړې، چې داسې فعالیتونه د مسلمانو فکري ځوانانو لپاره د منلو وړ نه وې. همدا وه چې ماما هم د نورو مسلمانو ځوانانو ترڅنګ د کمونېزم ضد فعالیتونه پیل کړل او د سلسلې په مقابل کې یې د خپل مسولیت د ادا کولو لپاره هڅې پیل کړې او چپ نشو.
کله چې بې شرمو کمونیستانو په پوهنتون کې قرآن کریم د مقدس کتاب څیرې او په ډېره بې ادبئ سره یې له جوماته لاندې غورځولی و، د مسلمانو ځوانانو احساسات راوپارېدل او له هغو څخه د انتقام د اخستلو لپاره یې جګړې ته تیاری ونیو، چې په دغه جګړه کې د ماما مخ په کوتک لږېدلی و چې د مرګ تر وخته یې درداوه.
کله چې ماما د کمونستانو په مقابل کې په چګړه کې ژوبل شو، د له علاجه وروسته د استراحت لپاره کور ته ولاړ. کله چې کورته ولاړ څرنګه چې یې مخ ژوبل و او د ډاکټر له لورې په سپینه ټوټه تړل شوی و، کله چې له پلار مرحوم سره مخ شو، پرځای د دې چې پلار یې د هغه په زخم ځان خفه کړي او یا د هغه د داسې کارونو د کولو لپاره تحدید کړي، یوه د خوښۍ موسکا کوي او ورته ښه راغلاست وايي!!!.
ماما د پوهنتون دوره د کمونېزم په مقابل کې د مبارزې په کولو سره پای ته
رسوي. کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو، لمړی په لغمان کې د روښان په لېسه کې بیا د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په دار المعلمینو کې د استادۍ په مقدسه دنده
ګمارل شوی، چې په دغه موده کې ترې ټول شاګردان او استادان خوښ و، د ده اخلاص، ښه اخلاق او په ښه طریقې درس ورکولو ترېنه ټول شاګردان خوښ کړي و. خو کله چې په داوود خان باندې د کمونستانو له لورې د روس په اشاره یوه بې شرمه کودتا وشوه، د افغانستان ملي حاکمیت له لاسه وتی و، اسلام ته په ښکاره ډول بې احترامي کېده، چې دا د افغانانو لپاره د منلو وړ نه و. چې له دې حالاتو څخه د
وتو لپاره بیا هم اسلامپال چپ کېنناستل او د اسلام ضد هڅو د ودرولو لپاره یې مبارزه پېل کړه او د هجرتونو لړۍ پېل شوه.
د يادونې وړبولم چې ماما مرحوم خپل پلار(زما نيکه) هم په دې مبارزه کې له لاسه ورکړ او کمونستانو هغه مرحوم هم شهيد کړ.
کله چې ماما له خپلې کورنۍ سره هجرت وکړ او پاکستان ته کډوال شول، په پاکستان کې د پېښور په سوزوونکو ګرمیو کې د مجاهدینو سره یوځای فرهنګي مبارزه پیل کړه او په وطن کې د یو اسلامي نظام د راوستو لپاره یې دا هرڅه په ځان ومنل. کله چې د پېښور په هجرت کلي کې د دعوت او جهاد پوهنتون جوړ شو، فقید ماما افغان ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې خدمت پېل کړ او د دعوت او جهاد په پوهنتون کې د ادبیاتو په پوهنځۍ کې د استاد په صفت مقرر شو او ډېره موده یې د خپل ملت لپاره خدمت وکړ خو کله چې د دعوت او جهاد پوهنتون د پردیو له لورې وتړلشو ماما هم په کور کېناست.
کله چې مجاهدین بریالي شول او افغانستان آزاد شو، دا هر افغان ته د خوښۍ ځای و، خو کله چې په افغانستان کې تر پخوا هم کړکېچن حالات منځ ته راغلل، ماما هم د نورو افغانانو په څېر دې حالاتو درداوه. ماما نه غوښتل په افغانستان کې په داسې یو فاسد نظام کې برخه واخلي، ځکه خو په کور هم کېناست.
له دې وروسته ماما یوځل بیا د استادۍ مقدسې وظیفې ته مخه کړه چې ډېره کلونه په همدې مصروف و او خپلې کورنۍ ته یې حلال رزق ګاټه.
کله چې د حامد کرزي حکومت منځ ته راغی، سره د دې چې ماما ته د ډېرو لویو وظیفو وړاندیز وشو خو ماما بیا هم ونه غوښتل چې په داسې یو حکومت کې برخه واخلي، فقید ماما په کور کېناستو ته پر دندې ترجیح ورکاوه او دا ورته محترمه ښکارېده چې پرکور کيني. په دې وخت کې ماما بیا هم د آرامۍ ژوند نه خوښاوه تل یې غوښتل خلکو ته ګټه ورسوي، چې د دې لپاره ‎یې په مختلفو ځایونو کې د قرآن کریم حلقې جوړې کړې او قاریانو ته یې معاشونه ورکول او د داسې نېکو کارونو په سلسله کې یې د خپل د کور تر څنګ جومات په ډېره ښه بڼه جوړولو‎کې یې مالي او ځاني مرستې وکړې. هغه د خپلې وزګارۍ موده په دغه ډول خیري او اسلامی کارونو کې تېره کړه، تر هغې چې د جمعې په مبارکه ورځ له دې فانی نړي څخه د ابدي بقا پر لور ولاړ.
د ماما وروستۍ خاطره چې شخصا زما سره پاتې شوه او په ټول عمر کې به هم راڅخه هېره نشي هغه دا وه چې، زما څخه يې د پښتو تفسیر د وروړو غوښتنه وکړه او زه یې د اسلامي لیکنو کولو ته ډېر وهڅولم او راڅخه يې غوښتنه وکړه چې دې لړۍ ته به ادامه ورکوم. د هغه د وزګارۍ موده ټوله د تفسیر او حدیث په درسونو او نېکو کارونو ډکوله، هغه په داسې حال کې چې د مرض له لاسه ‌ډېر ګرځېدی هم نه شو خو د قرآني درس لپاره تر ډېره لیرې ځایونو پورې ورته او تل به د رادیو دینی
پروګرامونو ته کېناسته.
روح دې ښاد وي
تغمده الله برحمته الواسعه و اسکنه فسیح جناته. امين