غزل

د سترگو په ليمو کښي دي خزان رامعلوميږي
د زړه په درزيدو کښي دي طوفان رامعلومږي
خبرنه يـم جانــــانه ستا لــــــه سترگــو له اثـــــــره
د ورايه د په سترگو کښي طوفان رامعلوميږي
په دي خړو پړو خاوروکښي چا لوبي کړي ندي
دا خړي پړي خــــــاوري د افغان را معــلوميږي
څو تيري قافلي شوي په دي خړو پړو خاورو
خـــــــو ټولي د يو مخه د افغان رامعلوميــــږي
(غورځنگه) ستا دماغ لا د صغير ماشوم په شان دي
د لـــوبو لوښکي شــــــوي اوس جهان رامعلوميږي
(صداقت غورځنگ)