محنت به کړم خو څوک په غـږکی را نیولی نشم
عاشق زړگی به چا پسی پټ پټ گرزولی نشم
په ما مین خلک جونگړی ته پخپله راځی
ویده مخلوق دیڅه په زور یی ویشولی نشم
دچا په زړه به وی دیار غم څوک به خوب کوی
په زړه خندان راته ښکاریـږی څه ویلی نشم
ولی به نکړی مسخری په ما تنها دلبره
راز می په سترگوکی معلوم ځیگر څیرلی نشم
دمسافرغـژ ورته کړ م آوازمی کله اوری
کچکول می تش په غاړه پروت دیدن راوړلی نشم
دغه به ستا نیت وی ظالیمی په درگاه دولاړ
بر ځان می هرڅه دی منلی سجده کړلی نشم
که می دیار په محبت وژنی دی مجنون په رقم
ډیری می کړی شبگیری دی انکار کړلی نشم
خالقه داسی بشر ته خوشحال ته مه ورښیه
دقبرخواته چی راځی بیا حال ویلی نشم
خوشحال(ظاهری وردگ)
وروستي