
وۍ عجيبه دى څومره ښکلى په هنر ولاړ دى
څنګه مغرور لکه دتورې غاړې * سر ولاړ دى
دهيريدو امکان يې نشته کني هير به مې وه
جانان زما په زړه کې دومره لکه غر ولاړ دى
تک سپين دسمال يې دټوپک په توره خوله تړلى
پــــه تا مين ژڼى پــــــه پرښـــــــه د سنګر ولاړ دى
هغې نښتر نه ښايي دنګې سروې زړه وړى وي
شمال يې څڼې اړوي وخۍ اوتر ولاړ دى
خير که ماشوم دى خو تاوان به ګرانې نه اړوي
څڼې دشماري دکټ سر ته د (اصغر) ولاړ دى
*توره غاړه دخوست په ختيځ کې ديوه دنګ او نامتو غره نوم دى
2010\\1\\13
دشپې ٢ بجې تڼي خپل کلى