ژورفکراوڅېړنه ستره بريااوکاميابي مينځته راوړي

په کارونوکې دقت اوژورفکرکول دخلکوترمينځ رښتيني يووالي په ټولنه کې سمون اوملي تړون منځته روالي چې بياوروسته دغه پيوستون په ټولنه کې دښه غوره اوبسيا اجتماعي ژوندانه ديون اوپرمختګ لپاره پکې قيمتي مرغلري اوزيورات  پخپل غيږه کې رانغړي کو م ملتونه اوخلک چې دکارونو په کولوکې ديوترتيب کړي پلان اودقت څخه کاراخلي دهغوي ترمينځ لانجې اوستونزې وجودنه شي پيداکولي اوکه پيداهم شي ډېر زربه يي دمينځه يوسي اوورته به دحل سوله اييزه  لاره اومثبت اړخ ولټول شي ځکه چې دغه ملتونه اوخلک دلانجواوستونزوپه و ړاندي دژورفکر اودقت څځه کاراخلي اونه غواړي چې لانجي داحساساتو اودکم بي وخته پروګرام دمخي چې تل ورسره کمې اونيمکړتياووي مل وي کارواخلي خوزمونږافغاني ټولنه چې درازرازبدبختبوسره ملګري شوي اولاهم مخ کيږي سبب اوعلت يي په راپورته شويوستونزوژورفکراوڅېړنه نه کول دي چې کله ناکله اسماني قانون هم نه مني اونه هم دخپلی علمي اوبشري ځواکمنی قوی څخه کاراخلي چې يوعلت يي بی علمي اوبل لامل يي خپلوپوهانوته غوږنه نيول دي اوهم هرتن چې دکوم کارکولولپاره په ددنده ګمارل شوي دبل مشورې او سمې لارښونې ته غوږنه نيسې ځان دکارونوپه کولوکې ترټولولوړاوپوه بولي اوهم دده پروړاندي دټولني ترټولوعزيتمند شخصيت ډېرناپوه کس مالوميږي چې داددي وروسته پاتي ټولني خلک لانورهم وروسته پاتي کوي اوددوي د وړاندي تګ اوپرمختګ خنډګرځي دنوروملتونو اوټولنو خلک دخپلو علماو درناو ي خبره منل اودقت څخه کارا خستل خپله کاميابي ګڼي اوهم دخپلومشرانو نيکومشوريوته په درنه سترګه ګوري اوپکي خپله کاميابي اوړاندي تګ ويني نوکوم خلک او ډلي  چې کارونه په دقت سره نه ترسره کو ي نه ښه ژوند موندلي شي اونه هم نورته څه په ميراث پريښودلي شي چې ددوي نوي نسل تري کومه ګټه پورته کړي چې دهغوي څخه په استفادي سره ددوي ځوانان ماشومان اونوردپرمختګ په لوري کوم سم ګام پورته کړي ياخودوړاندي تګ لاره ومومي . ګرانوهيوادوالو :راځي چې له دي وروسته پخپلوځانونوکې دغه وړتيا زيورقوت اوځواکمنتيا پيداکړوچې مونږهم دکارونوپه کولوکې دژورفکردقت اوڅېړونو څخه کارواخلوڅوچې نړوال مونږته هم دغوره اوښوانسانانوپه سترګه وګوري اوهم راڅخه دکارونودښه ترسره کيدوپه لاره کې نظريات اوسالمې مشورې خپلي کړي.   په ډېره فرهنګې اوادبي مينه ناسرين ارمانی