ســـــاز داوښکو مې په زړه کې تاته پرېښود
زړه مې دومره پـــــــه جذبه کې تاته پرېښود
خپل تصویر پسې بــــــه شونډې غلي يوسې
که مې لـږ پـــــــــه ائينه کې تاته پـــــرېښود
ګلې ســــــــــا څنګه راټوله کـــــــړم له تانه
چې مې ژوند پـــــه حـاديثه کې تاته پرېښود
ستا له سپين مخ يې پستې غېږې کړې تاوې
چې نــــظر مې لـــــــــوپټه کې تاته پرېښود
په نازکو مـــــــــــــــــړوندونو کې يې نيسه
چې مې لمر نن پـــــــه ډيوه کې تاته پرېښود
بنده ګۍ کې طالب عــــرش ته رسيدی شي
چې وجود يې پـــــــه سجده کې تاته پرېښود
وروستي