د ګلو څانګې نه نرۍ ېي
د ظالم لور سپينه سپوږمۍ ېي
خېر که له ما غريب پردۍ ېي
څومره ښايسته ښکلې جلۍ ېي
مور دې ړنده شه چې پر تا اوبه راوړينه
په ځوانۍ راغلله ښايسته شوه
سم د مڼې په شان سره شوه
په سپينه خوله له خندا شنه شوه
جلۍ منګي سره کږه شوه
ور سره کوږ شوم له کمره ولويدمه
زما هر څه تا قربان دي
پاسته پاسته دي سره لبان دي
ناز او اداء دې پر ما ګران دي
ورونه دې نه دي شيطانان دي
زما او ستا منځ کې خنډونه جوړوينه
ستا ټول غمونه دې خداى زما کړي
زما خوشحالي دې ټوله ستا کړي
دا پاتې ژوند دې خداى رڼا کړي
که خداى کول خداى به دې راکړي
ما دې صبر دروازې نيولي دينه
وروستي