له جنګ سالارۍ تر تلویزون سالارۍ

     جنګ او جنګ سالاري دافغانانو له نامه سره هغه تړلې شرمېدلې کلمې دي چې نور کوم قاموس اوتشریح ته ضرورت نه لري ، دغه تور داغ دافغانستان په لمن باندې له پخوانه ایښودل شوی دی اولاهم دافغان پېژندنې دنړیوال هویت یوه برخه ده ، له دغه ټاټوبي یې دنړیوال نفرت څپې خورې کړي دي که تاسې کله بهر ته تللی وی او یامو دهوايي ډګرونو په ترمینلونو کې کوم کار بند شوی وی بیابه ډيرزر وپوهیږې چې افغانان ریښتیاهم څومره دنوم او نشان خاوندان دي .
موږیې پخو ا ته نه ځو په دې خبرې نه کوو چې ولې دیوه واحد هېوا د لپاره دیوه واحد تنظیم په ځای اوه تنظیمونه جوړشول له چارواکو سره به یې خامخا دځان پټولو لپاره یو دلیل وي خو معقول دلیل به ونه لري . دبېلګې په ډول یووخت په کومه نړیواله راډيو کې دهمدغه سالارانو یو پخوانی شخصیت سالارامین وقاد چې اوس له اخه ټوخه لوېدلی وو ویاند ورڅخه وپوښتل چې ولې دیوه یا دوو تنظیمونوپه ځای اوه تنظیمونه جوړ شول هغه ځواب ورکړ
که په یوه سیند اوه پلونه کیښودل شي نوډیر خلک به ورباندې پورې وزي که یو پل وي ؟
دلته طبعا زموږ ځواب هم دادی چې اوه بس وقادصیب هم ویل چې دلته دفغانانو لپاره دجهاد لارې زیاتې شوې خو دی به خبر نه وو چې دغه اوه پلونه به دوینو بهولو اوه ویالې شي ، ددغو اوه تنظیمونو مشران اوس هم ژوندي دي چې اوس یې هم واک په خپل اویایې دکوم مخور ګوډاګي قومندان په لاس کې دی چې هم په دولت کې دنده لري اوهم خپل تنظیمي یاران پالي ، ځينو امنیتي کمپنۍ جوړې کړې او ځينې په دفاع او کورنیو چارو وزرات کې جنرالان دي چې اصلي مشران یې دوزارتونو وزیران نه بلکې خپل تنظیمې رهبران دي .
خوداچې دنوي حکومت اویا نوې دورې په راتلو که په بله اصطلاح ووایو ددوه زرم کال نه راپه دې خوا رسینو په دوی پسې راواخیسته او جنګ سالار او ټوپک سالار لقبونه یې ورکړل او دمجاهدین کلمه په کې ورکه شوه نو دوی هم راویښ شول درسینیو اومطبوعاتو په زور او قدر وپوهېدل نو دمبارزې ، ددغه خبرو دمخنیوي له انزوا څخه دځان را ایستلو او دخپلو بادارانو دیوه بل ډول چوپړ لپاره یې خپل نشراتي ارګانونه قوي کړل نوي ویندویان یې ځان ته ونیول او ځینو خو ژورنالستان دخپل ځان نه دسپین باز جوړولو لپاره په پیسو واخیستل .ترټولو خوښه لا دا چې د خپلو جګړه ماریو په دوران کې لاسته ورغلې پیسې په تلویزونونو اوتلویزونې خپرونو ولګولې ، دوستم دخپلو اعمالو دمثبت انعکاس لپاره اینه ، محقق او نورو کابل مېشتو یارانو یې ، ددعوت ، تمدن ، راه فردا،نورین ، امروز ، نور او ورته نور محلي تلویزیونونه ورغول ، چې خپل جنګ سالاري په یوه بله طریقه روانه وساتي که ددغه تلویزونونو خپرونو کارکوونکو او محتوا ته ځیرشو نو دهغوی بهرني باداران ورته ښه څرګندیږي او هم یې دمالي منابعو دپیدا یښت څرک لګولی شي . چې دلته دهغوی جریدې ، خپرونې او یواړخیزه ورځپاڼې هم دیادولو وړ دي چې ددوی تنظیمي ټاپې یې په تندي لګېدلې دي .
ددې ترڅنګ دوی له هغو کسانو سره چې دجهاد په مهال دموسیساتو لوړو مطبوعاتي ادارو او موسیسو مشران وو سیالي کړې ځکه هغوی د تلویزونونو خاوندان دي او یاهم ددوی مخالفین دي باید په ضد یې یوه رسنۍ ولري او دجنګ سالار دنامه نه په دفاع کې کار وکړي خپل پیروان سره وساتي او دخپلو ګټونه چې په بله لاره راځي دفاع وکړي . او دنوي نظام سره ځان برابر کړي بې له شکه چې په دغه لار یې له خپلو تنظیمو ملګرو سره دپالنې یوه ښه لاره هم ده .که څه هم دغه نور تلویزونونه ورته کاري ساحه کې فعالیت لري خو ترډېره یې خپرونې بې لوري او دولس لپاره ښې دي خو یوه بله داندیښنې خبره داده چې په هغو ولایتوکې چې تنظیمې یاران په کې واکمن دي نو ولایتې تلویزونونه یې هم تر اثر لاندې دي چې ډيرځله ددوی ژبه ورنه جوړیږي . دهغې ورځې په هیله چې درسنیو له وجود نه دغه وایروس دتل لپاره ورک شي او په ځای یې داسې تلویزیونو نه ولرو چې بشپړه ژورنالیستیکه تقوا ولري او ملي یوالې او افغانیت ته پوره ژمنتیا ولري .
۱۳۸۹/ لړم ۱۳- کابل