د کابل ښار

د کابل ښار،
لکه هغه کونډه
چې د وخت زور اورو،
او د بازار زر اورو
په زور او زر
لکه د اولې شپې
د ناوی
په سرو جامو،
اوزرينو ګاڼو کښې
سنګار کړی
وي او،
د څو خېټه ورو
د تش په نامۀ برېتورو
په مجلس کښې ئې
ګډوي
او زۀ،
د کابل يو اوسېدونکی
د دې کونډې يتيم زوئ
کله چې،
کونډه مور
په دې سرو جامو کښې
ددې څو ،څو پلرونو،
بې پلاره زامنو
په مجلس کښې
وينم نو،
شهيد پلار مي،
را په زړۀ شي
پلار مې،
چې ډېر غريب وو
خو ډېر ښه سړی وو،
او مور مې،
ډېره پرې ګرانه وه
کابل ٤/١١/٢٠١٠ م٠ق٠مېن