د كابل له امريكايي حكومت سره د امريكايانو

یادونه :
دغه لاندې شننه چې د شهادت په ورځپاڼه کې خپره شوې ډاګیزه وي چې دطالبانو هیئت د امریکایانو په منځګړتیا کابل ته تللې او هلته یی خبرې کړي دي .اودا هغه حقیقت هم را برسیره کوي چې امریکایان غواړي طالبان په دوو ډلو وویشې . او دا هغه څه دې چې دطالبانو د ویاند خبرې هم برعکس ښیئ.
مونږ د لوستونکو د ره معلکوماتو له پاره دادې دا شننه دوباره دلته را نقل کړه .
د كابل له امريكايي حكومت سره د امريكايانو په وساطت مذاكرات

خبري رسنيو دا خبره افشا كړه چي د طالبانو يو څلور كسيز لوړ پوړى هيئت د امريكايانو په وسيله له پاكستانه كابل ته بېول شوى چي د امريكايانو په منځگړتوب د كابل له چارواكو سره خبري وكړي، ويل كېږي چي د هيئت مشري د ملا كبير په غاړه ده، چي هغه د طالبانو د اقتدار په دوران كي د مشرقي زون مشر او د كابل د شورى رئيس پاته شوى. دې خبرو ته امريكايانو دومره اهميت وركړ چي اوباما ته ئې راپور وړاندي شو او په هغي غونډي كي پرې بحث وشو چي په سپيني ماڼۍ كي د افغانستان په اړه جوړه شوې وه او لوړ پوړو امريكايي چارواكو په كي شركت كړى وو، ويل كېږي چي دا هيئت د آى اس آى له لوري امريكايانو ته معرفي شوى او له اسلام آباد نه كابل ته لېږدول شوى!! كابل ته د دې هيئت تگ په داسي مهال ترسره شوى چي د پاكستان او امريكا تر منځ د سټراټيژيكو مذاكراتو لړۍ په واشنگټن كي روانه وه، چي په ترڅ كي ئې امريكا ژمنه وكړه چي پاكستان ته به د څو كلونو په دوران كي نږدې دوه نيم مليارده ډالره نوره مرسته وركوي. په دې اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:
• دا هيئت كابل ته تللى، د پاكستان په مرسته، د ايساف په طياره كي، له اسلام آباد نه كابل ته لېږدول شوى او د امريكايانو په وساطت مذاكرات ترسره شوي، هغه اعلاميې بې بنسټه او دروغجني دي چي وايي: د طالبانو هيئت كابل ته نه دئ تللى او مذاكرات نه دي شوي!!
• په هيئت كي هغه څېرې نيول شوي چي تر دې د مخه او هغه مهال هم د امريكايانو او پاكستانيانو په وساطت له شمالي ائتلاف سره مذاكراتو ته كښېنول شوي وو چي د حزب اسلامي په ضد د يوې گډي جبهې جوړولو هڅي رواني وي، هغه مهال دواړو لوريو په دې توافق وكړ چي د حزب په ضد به گډ عمليات ترسره كوي او په كابل كي به د ظاهرشاه تر مشرۍ لاندي حكومت جوړوي. جنرال بابر د دغو مذاكراتو او توافقاتو په لوبي كي ستر لوبغاړى وو، هغه په مكرره توگه ويل چي طالبان د ظاهر شاه لښكر دئ.
• څو مياشتي وړاندي د حزب اسلامي هيئت كابل ته ولاړ، په څرگنده توگه او لوړ سر او د پرديو او بهرنيو له وساطت پرته، له يوې جامع طرحي سره چي محوري ماده ئې په يوه كال كي د بهرنيو ځواكونو وتل وو، امريكايانو نه يوازي له هيئت سره له كتلو ډډه وكړه بلكي د كابل حكومت ته ئې وويل چي اوس د مذاكراتو مناسب وخت نه دئ، مذاكرات بايد هغه مهال پيل شي چي د دېرش زره نور فوځ لېږلو او د مخالفينو په سنگرونو له بريدونو وروسته دوى تضعيف او زموږ شرايطو منلو ته چمتو شي!! پوښتنه دا ده چي د دې دواړو هيئتونو تر منځ څه توپير وو چي امريكا د يوه په كلكه مخالفت كولو او د بل ملا تړ او
تأييد كوي او په امريكايي طيارې كي له اسلام آباد كابل ته بېول كېږي؟!! توپير څرگند دئ، يو د پټو مذاكراتو هيئت دئ او بل د څرگندو، يو بالواسطه او د پرديو په وساطت او بل بلاواسطه او مخامخ او د افغانانو تر منځ، يو داسي څرگنده، عادلانه، معقوله او جامع طرحه له ځان سره لري چي په لوړ سر ئې هر لوري ته وړاندي كوي او بل په څرگنده او ښكاره توگه او خلكو ته مخامخ د ويلو لپاره څه نه لري.
• ځيني په پټو مذاكراتو باور لري، له هر لوري سره خبرو ته كښېنستي، معاهدې ئې كړې، خو په پټه او د تړلو دروازو تر شا او په تياره كي، سبا ئې ويلي چي موږ نه له چا سره مذا كرات كړي او نه كومه معاهده!! دا كار هغه څوك كوي چي په ناروا راكړي وركړي او شرمناكو مؤامرو او توطئو باور لري، د هغه گنهگار په څېر چي غواړي گناه ئې څرگنده نشي او خلك پرې خبر نشي. عجيبه ده!! ځينو كابل ته د حزب د هيئت پر تگ اعتراض وكړ، دا په داسي حال كي چي د حزب هيئت په لوړ سر كابل ته تللى او د عزت او قوت له دريځ ئې خبره كړې او خپل سرلوړى موقف او دريځ ئې ټولو لوريو ته په څرگندو او واضح الفاظو بيان كړى، همغه خبره ئې كړې چي مجاهدين ئې په سنگر كي كوي، د مجاهدينو د زړه غږ ئې ټولو ته اورولى، د دښمن هغه غلط تبليغات ئې شنډ كړي چي كله به ئې ويل: مجاهدين په پټه په مذاكراتو بوخت دي او د پرديو په وساطت مذاكرات روان دي، كله به ئې ويل: مخالفين واضح طرحه نه لري، د جنگ د دوام باعث دي، د جنگ پر دوام ټينگار كوي!! د هيئت په تگ سره او له گڼ شمېر خبري رسنيو سره د هيئت له جذابو او معقولو مركو نه ټولو ته جوته شوه چي دا تبليغات هيڅ حقيقت نه لري، دوست او دښمن په خپلو سترگو وليدل او په خپلو غوږونو ئې واورېدل چي مجاهدين د جگړي پاى غواړي، صلح غواړي، خو واقعي صلح، د افغان ولس د هيلو مطابق صلح، د جگړي د پاى او دائمي صلحي د تأمين لپاره واضح، معقوله او روښانه طرحه لري، جگړه بهرنيو ځواكونو پر افغانانو تحميل كړې، د صلح په وړاندي اشغالگران خنډ دي نه مجاهدين، خو عجيبه ده چي هغه كړۍ اوس كابل ته د داسي هيئت په تلو اعتراض نه لري چي غړي ئې يوې بهرنۍ استخباراتي شبكې غوره كړي، د امريكايانو په طيارې كي كابل ته تللى، د امريكايانو په وساطت په پټو مذاكراتو بوخت دئ او امريكا د دې مذاكراتو ملا تړ كوي او هغه په زړه پوري انكشاف گڼي!!!
• ملا كبير يو له هغو كسانو څخه دئ چي له حزب سره د طالبانو د مخكنيو جگړو لېوال او باعث وو او د حزب په ضد ئې په اوسنيو بريدونو كي لوى لاس دئ، د امريكايانو له لوري د ده غوراوى ښيي چي دوى غواړي هغه مخكنۍ لوبه بيا تكرار كړي چي طالبان او شمالي ائتلاف ئې يو ځاى له حزب اسلامي سره وجنگول.
• د دې هيئت غړي هغه كسان دي چي له پكتيكا نه تر نورستان پوري د طالبانو د ټولو ډلو استازيتوب
كوي، كه د طالبانو وياند دا هيئت خپل رسمي هيئت ونه گڼي نو د دې خبري معنى به دا وي چي پاتي او په مقاومت بوخت طالبان عملاً په دوو ډلو وېشل شوي، يوه ئې له امريكايانو سره د پخلا كېدا پلوي او بله ئې د مقاومت د دوام پلوي، د امريكايانو له دې وينا چي ملامحمد عمر ته به په دغو مذاكراتو كي د برخي اخيستو موقع نه وركوي معلومېږي چي دوى د مخالفينو په صفوفو كي د اختلاف راولاړولو په موخه دا هيئت كابل ته بللى.
• له امريكايانو سره د هغو ډلگيو يو ځاى كېدا چي د مقاومت په ليكو كي د جگړو او نښتو باعث كېږي، دا يو ځاى كېدا مجاهدينو ته تاوان نه بلكي گټه رسوي، د مجاهدينو له ليكو د دوى بېلېدا د مقاومت د ليكو د تصفيې او تقويې باعث گرځي او د ټولو صالح او خداى پالو مجاهدينو د يووالي او وحدت په وړاندي خنډونه له منځه وړي.
• دښمن بايد په دې پوه شي چي د دې ډلگيو له يو ځاى كېدا يوازي له تبليغاتي پلوه او په موقته توگه دوى ته گټه رسېدى شي، نه له دوى سره خپلو موخو ته په رسېدا كي اغېزمنه مرسته كولى شي او نه د مقاومت د تضعيف او كمزوري كولو په لار كي ممد او مؤثر ثابتېدى شي، دا ډلگۍ تر هغه لږ يا زيات اغېز لري چي د مجاهدينو نوم پرې پروت وي، خو كله چي د مجاهدينو له ليكو بېل شي اغېز به ئې دومره هم نه وي لكه د ملا راكټي.