
د روسیی په فدراسیون کې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت محترم سفیر ښاغلی عزیز الله کرزی
او
دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د بهرنیو چارو وزارت، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د لوړوزده کړو وزارت، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د پوهنی وزارت،
د پاملرنی وړ !
د معلوماتو له مخی په 1387 او 1388 هجری لمریز کال د روسیی د فدراسیون د تعلیمی بورسونو څخه په استفاده دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د لوړوزده کړو د وزارت له لار ې یو شمیر افغانی محصلین، هغه هیواد ته د لوړو زده کړو په مقصد لېږل شوی دی چه دغه ټول تعداد د 1388 هجری شمسی کال تر پایه در ې سوه شپېیتو تنو ته رسېده (د یادونې وړ ده چه په دغه شمیر کی هغه محصلین نه دی شامل چه په 1389 کال کی د روسیی فدراسیون ته د زده کړو لپاره استول شوی دی).
د نوموړو محصلینو سره پروتوکول شوی چې د تحصیلی لگښتونو زیاته برخه به په خپله پوره کوی. ددی تر څنګ د دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت کابینی هم په بهرنیو هیوادونو کی افغانی محصلینو د اقتصادی ستو نځو دحل په مقصد په اصطلاح یو مدت معاش فیصله هم کړ ی اومنلی دی. د روسیی فدراسیون د اقتصادی حالاتو په نظر کې نیولو سره د هر محصل د پاره چې د روسیی په فدراسیون کې په زده کړوبوخت دی دغه مقدار هره میاشت سل امریکائی ډالره تعین شوی دی. زمو نږ د دقیقو معلوماتو له مخی چې دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د بهرنیو چارو وزارت څخه ترلاسه شوی د وزیرانو د شوری ددغی فیصلی په اساس د دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی چارو څانگې له لورې د 1389 کال د سرطان د میاشتې په 23 نېټه چې د مکتوب شمیره ئې 3304 ده له ټولومحصلینو د پاره د د 1388 هجری شمسی کال د وروستی ربعې او د 1389 هجری شمسی کال د لمړی او دوهمې ربعې مدت معاشونه لېږلی دی. ولې له بده مرغه د ددغو محصلینو د څو څو ځله مراجعې او د آزادی او بی بی سی رادیو د لیکونو استولو سره سره بیا هم د دغه سفارت کارکونکو په خاص ډول د فرهنگی څانگی مسئولینود محصلینو مشکلاتو دحل یعنی مشروع حق سپارلو (مدت معاش ور کولو) ته نه یوازې دا چې هیڅ کله مثبت ځواب نه دی ویلی بلکه د هغوی سره ئې بد سلوک هم کړی دی. او په نه قانع کیدونکو دلایلو او هاغه او دغه ئی تیر ایستلی او د هغوی وخت ئی ضایع کړی دی.
کتل شوی دی چې یو شمیر محصلین مجبور شوی د خپلو غذائی موادو او نورو اړتياوو د پوره کولو د پاره ددې پر ځای چې خپله انرژی د درسونو په زده کړو تېره کړی، خپل قیمتی وخت په مزدوزی تیروی، چې دا کار د محصلینو دزده کړې په بهیر هم ډیرې بدې اغیز پرې باسی. حتی کېدای شی یو شمیر محصلین پوهنتون پریښودلوته اړ باسی.
دروسیی په فدراسیون کې دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت نوی سفیر محترم ښاغلی عزیز الله کرزی، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د بهرنیو چارو وزارت ، دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت د لوړوزده کړو وزارت او نورو اړوندو دولتی چارواکو څخه په ډیر درنښت هیله کېږی چې خپلو مسئولیتونو او دنوموړومحصلینو د ستونځو په پام کی نیولو سره د ذکر شوې مسئلې د دایمی حل د پاره په وخت او لازم اقدامات وکړی او ددغسی حالت د تکرار مخنیوی وشی، تر څو نوموړی محصلین په آرام فکر او ډاډه زړه خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شی .
ستاسې د ټولو ښاغلوعلم دوسته او وطن دوسته افغانانو د پاملرنی او مرستې په هیله!
یاد داښت: د ا ړ تیا په صورت کی د زیاتود معلوماتو د پاره عبد الحکیم هوتک چې د روسیی د بیلگراد په ښار کی دافغانی محصلینو نماینده دی په لاندې تیلیفون شمېره تماس نیولی شی:+79087894261