نړیوال افغان کرکټ لوبډلې ته په ډېره درنه سترګه ګوري دا ځکه چې په دې لوبډله کې د مجیب، راشد او نبي په شان ورلډ کلاس سپېنران موجود دي، د ګلبدین او نجیب په شان بریدګر بېټ چلوونکي لري او د حمید او دولت په شان سپیډ سټار لري. څه وخت چې دغې لوبډلې نړیوال جام ته لاره پيدا کړه داسې تمه کېده چې دوی به دوې یا درې لوبې حتما ګټي (اوس یې هم امکان شته) خو تر دې دمه یې کومه لوبه په خپل نوم کړې نۀ ده. که څه هم چې د ځینو لوبډلو پر وړاندې یې ښه کارکردګي وښووله خو د فشار په وخت کې یې و نه شوای کړی ځانونه کنټرول کړي او ګټلې لوبې یې وبایللې. تقریبا په ټولو لوبو کې دوی تر سخت فشار لاندې وو او هر لوبغاړي به داسې بېټېنګ کؤلو چې ته وا دا یې وروستۍ ورځ ده.
افغان لوبډله پر اګرسیو (بریدګره) لوبډله مشهوره وه/ده او بدون له کومې وېرې او ډاره به یې د هرې قوي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوله خو بدبختانه چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه لوبډله د کینیا، عربي اماراتو او یوګانډا پشان لوبېږي. خدای دې نۀ کړي خو خلک په دې وېره کې دي چې که دغه حالت ادامه پیدا کړي نو راتلونکی به یې تر دې هم خراب شي. هېوادونه نړيوال جام ته تر ټولو قوي لوبډله ټاکي او له ازمايښتونو ډډه کوي. همدا شان کوښښ کوي چې له هر قسم تبدیلۍ او خپلمنځي اختلافاتو ځانونه وژغوري. خو دلته خبره اپوټه شوه، افغان کرکټ بورډ پرته له کومې مشورې لوبډلمشر بډل کړ او داسې ټیم یې غوره کړ چې زیاتې ستونزې یې لرلې. له اول سره په لوبډله کې ستونزې شروع شوې او تر دې حده را ورسیدې چې ان کمېنټرېټرانو او عادي خلکو هم حس کړې.
کرکټ بورډ په لوی لاس زمونږ قوي لوبډله پر ټوټو وویشله؛ یوه برخه یې له اصغر سره او بله یې بیا له بورډ او ګلبدین سره شوه. په لومړیو لوبو کې یواځې څو لوبغاړو له زړهٔ لوبه کؤله او هغه هم له دې کبله چې په ټیم کې یې ځای جوړ شي او ځینو بیا داسې لوبه کؤله چې فکر کېده خفه دي او نهٔ غؤاړي لوبډله یې بریا خپله کړي. همدا شان لوبډلمشر هم ځینې داسې فیصلې کؤلې چې پر لوبغاړو یې بد تاثیر درلود، مثلا د نبي پر ځای رحمت شاه ته زيات اورونه ورکؤل، اصغر چې یو سینیر (مشر) لوبغاړی دی په ترډمېن (د بانډرۍ په اغه بل سر) کې ودرول او په خپل سر ریویو اخیستل او ضایع کول، دا هغه څه وو چې د ټیم مورال یې ډاؤن (کمزوری) کړی و. ځيني نورې فیصلې یې هم چندانې په معیار پوره نهٔ وې چې په عموم کې پر لوبډله د فشار راوستو سبب شوې.
د دې تر څنګ د ننه په ډرېسنګ روم کې هم حالات چندانې ښه نه دي، داسې اوازې دي چې د ځینو لوبغاړو تر مېنځ ترخې خبرې تبادله شوې دي او د کوچېنګ سټاف هم خپلو کې چندانې مزه نشته. هېڅ یو دې ته تیار نه دی چې د بل خبره واوري هر یو یې په خپله مخه روان دی. کوچ فیل سیمینز یوۀ ټویټ کې ویلي چې له نړیوال جام وروسته به خوله خلاصه کړي. دا د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه دا نهٔ یواځې زمونږ پر لوبډله بد تاثیر لري بلکې په نړیواله کچه هم زمونږ بورډ او لوبډلې ته تاوان رسوی شي. نو سینیر منېجمنټ (مشرانو مدیرانو) ته پکار دي چې سیمینز سره وغږېږي او مسله د خبرو اترو له لارې حل کړي ګنې عواقب به یې بیخی خراب وي.
په هر صورت تېر هېر باقې خېر! اوس باید څه وکړ؟
دا چې زمونږ لوبډلې په نړیوال جام کې د تمې او هیلو خلاف لوبې وبایللې نو طبیعي خبره ده چې د ډرېسنګ روم ماحول به ګډ وډ وي، ځکه کله داسې یوه لوبډله چې نړیوال یې حیران کړي وو، په ناببره ډول لوبې بایلي نو په لوبډله او له لوبډلې د باندې به حتما ستونزې پیدا کېږي. زمونږ ټیم منیجمنټ باید ژر تر ژره یادو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي. دا په دې مانا نه ده چې ګواکې زمونږ لوبډله د تل لپاره وغورځیده او د پورته کیدلو چانس نلري، که ستونزې کابو شي نو هر څه مخکني حالت، د لوبو گټلو حالت، ته تلی شي. زمونږ لوبډله د دې وړتیا لري چې سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي خو پکار ده چې ټیم منېجمنټ ورباندې کار وکړي، او له لوبغاړو سمه ګټه واخلي. دوی باید یواځې د سات تېرۍ په موخه له لوبډلې سره په هر سفر کې لاړ نشي بلکې لوبغاړو ته ذهني پیاوړتیا وروبښي، تقویه یې کړي او دوی پوه کړي چې تر شا یې یو زوریدلی ولس دی چې یواځې همدا لوبغاړي يې پر شونډو مسکا راوستی شي. دوی باید له يوه نوي عزم او ارادې سره میدان ته ښکته شي، کوچېڼګ سټاف باید د لوبې تر شروع کېدو مخکې لوبغاړو ته پوره پوره د پرېکټېس (تمرین) زمینه مساعده کړي څو لوبه په ښه ترتیب مخکې یوسي.
وروستي