ټیلیفون یا اړیکو نیولو آداب

۱ـ له ټولو مخکې مسنون سلام اچول یا د مسنون سلام ځواب ورکول.

۲ـ د مخاطب او د هغه د کورنۍ او ملګرو یا خپلوانو پوښتنه کول. لکه روغ ناروغ دارنګه د حال احوال پوښتنه کول.

۳ـ که چا سره بشپړه بلدتیا ونلرې بیا هغه کس سره د موضوع مطابق خبرې اترې کول.

۴ـ خبرې له حد ډېرې نه اوږدول او نه دومره لنډول چې مخاطب پرې خفه یا د هغه اطمینان حاصل شوی نه وي.

۵ـ که چا درته ټیلیفون کړی وي نو خبرې له حده ډېرې اوږدول په کار نه دي دارنګه وخت ډېر قیمتي ده باید خیال یې وساتل شي.

۶ـ هڅه کول تر څو نږدې خپلوانو، ملګرو او اړوند کسانو ته ټیلیفون وشي تر څو خپلوي وساتل شي او ملګرتیا هم وپالل شي.

۷ـ که څوک له تاسو خفه وي ورته ووایه چې زما ډېر یادېږې او غواړم تا سره له نږدې ووینم دارنګه نورې ښې خبرې اترې تبادله کول.

۸ـ هڅه وکړئ ماشومان هم یو بل سره وغږوئ تر څو یو بل سره بلد او روږدي شي. هڅه وکړئ خپلو ماشومانو ته داسې ټیلیفون په لاس ورنکړئ چې هغوی په کې بېځایه نټ وکاروي یا داسې سایټونه وګوري چې د شریعت خلاف دي یا دارنګه داسې سایټ ته لاړ شي چې هغه د بې دینو یا قادیانیانو یا نورو باطلو ډلو وي په دې سره ستاسو د ماشومانو خیالات او نظریات منحرف کیږي.

۹ـ هڅه وکړئ داسې راډیویي او ټي وي خپرونه چې اسلامي وي خپرونې لري هغوی ته ټیلیفون کول او ماشومان ورسره غږول لکه تلاوت کول یا کوم آیت یا حدیث بیانول په دې سره د دوی علمي کچه ښه کیږي او جرئت یې په برخه کیږي.

۱۰ـ له اړتیا پرته چاته ټیلیفون مه کوئ دارنګه د خوب پر وخت هم دا کار مه کوئ ـ یعنې چاته ضرر مه رسوئ. که چېرته تاسو بل چاته ټیلیفون کړی وي نو که هغه مطلوب کس نه وي، نو په ښه طریقه ترې بښنه غوښتل. دارنګه که بل څوک پر تاسو غلط شوی وي، نو تاسو هم هغه ته بښنه وکړئ.

۱۱ـ هېڅکله چاته کنځل ونکړئ او مه په دې نیت اړیکه نیسئ ترڅو نور خلک له تاسو خفه یا ناراض شي.

۱۲ـ داسې وخت کې چا سره اړیکه مه نیسئ چې هغه د لمونځ وخت وي یا هغه کس په ضروري کار بوخت وي یا هلته مړی شوی وي یا د جنازې وخت وي یا دارنګه نور وختونه وي چې هغه کس نه شي کولی ستا د اړیکې ځواب درکړي، هو که له چا د کوم آدرس پوښتنه کول وي یا دېته ورته نورې ستونزې مطرح کول وي بیا مناسب وخت کې اړیکه نیول باک نلري.