
نن سبا په پېښور کې د پښتو ژبې د ډرامو فن کاران او اداکاران ددې پرځای ،چې په خپلو کمیډي اوتراژیدي ډرامو کې دپښتنې ټولنې درد او ستونزې راواخلي پښتانه په نړیواله کچه ناسم معریفي کوي.
پښتانه دومره هم بد نه دي، چې قلم سره ضد او ټوپک سره مینه ولري. د پېښور د ډرامو فن کاران پرته له عیاشۍ او د پښتنو نوي نسل ته د ټوپک سره مینه کولو بل څه نه دي ښودلي؟
صحي ده، چې په زیاتو ډراموکې به یې په سمه توګه د ټولنې ستونزې اوناخوالي راخستي یې پر هغه خدمت یې سترګې نه پټو خو؛ ترډېره نوی نسل ته پرته د ټوپک، بدمعاشۍ، غلاګانو او نور... بل څه نه دي زده کړي.
د یوې ژبې ادبیات که لیکلي وي او یا شفاهي د ولس د مخکني او ډېر پخواني فرهنګ، کلتور، دود، عنعنې ، ټولنیز او سیاسي شعور ښکارندوي او په ډیرو حالتونو کې د یوې ټولنې د مخکښ او لارښود حیثیت لري.
ټولنه هغه خوا ته بیایي چې وخت او شرایط یې غوښتنه کوي، د ظالم لاس له مظلوم څخه لنډوي، ټولنیزې ناخوالې خلکو ته بیانوي او له هغې څخه د خلاصون لار ورته ښيي. کیسه، ناول، رومان، ادبي ژانر، ډرامه او … بېلا بېل ادبي ډولونه او ژانرونه دي چې په خپل وار د ولسونو د پخوانیو، اوسنیو او یا د راتلونکو پيښو او ژوند هینداره ده.
خو؛ افسوس نن سبا د پاکستاني ډرامو لوبغاړي د لر او بر پښتنو نوي نسلونو ته بل څه نه بیانه وي.