خبرتیا

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
نن د ۲۰۰۷ کال د نوامبر د میاشتی ۲۶ نیټه د اوکراین د ادیسی په ښار کی د پښتو ژبی د چوپړ او پرمختیا لپاره
د  (چنار د سیوری لاندی ) په نامه ادابی ټولنه ٬ د یوی غونډی په ترڅ کی جوړه شوه.
په غونډه کی یو شمیر شاعرانو او کیسه لیکونکو برخه اخیتی وه٬د غونډی په پای کی درنه مشاعره وشوه٬ شاعرانو او لیکوالانو خپل شعرونه او لنډی کیسی د غونډی ګډونوالو ته واورولی.
په ادیسه کی میشتو افغان شاعرانو او لیکوالانو هوډ وکړ چی د خپلی ګرانی پښتو ژبی د خدمت لپاره به هلی ځلی کوی .
                (د چنار د سیوری لاندی)
                         د مشرتابه جرګه