سوزيدوته زه پيدايم

سوزيدوته زه پيدايم کړيدوته زه پيدايم
دآشناله دره ليری ژړيدوته زه پيدايم
کله چې يې تمه دوصال په زړه کې وکړم
هغه شي رانه پاتې زوريدوته زه پيدايم
نه می يارشونه به يې يار کړم په ټول عمر
همداسی لالهانده يې ليدوته زه پيدايم
په  يونظرکتو يې کړم  د غرونو ليو نی
ګرځم بی مقصده دی مېروته زه پيدايم
لوګی شم که لمبه داسی ګيريمه ملګرو
ددواړومينځ کی  اندېښنوته زه پيدايم
ياسين زيه  کړم  په  چاسترګې خوږې
دبې رحمه قاتلانودې چړو ته زه پيداېم

کوهاټ  غلام بانډه