د امام ابن القیم – رحمه الله – ټولګټې وینــاوې (اتمه برخه)

 
(121) رزق د پراخی اسباب:
څلور شيان رﺯق راجلبوي:
- د شپې تهجد کول،
- د سحر مهال ﺯيات استغفار ويل،
- پرلپسی صدقه کول،
- د ورځى په اول او اخر کې ﺫکر کول".
ﺯاد المعاد(4/378).

(122) رزق ى منع كيدو اسباب:
" څلورو شيان رﺯق منع کوي:
- د سحر خوب،
- په لمانځه کې تقصير ،
- لټى او سستى،
- خيانت کول".
ﺯاد المعاد(4/378).

(123) د خوښۍ اسباب:
" څلورو شيانو ته کتل د خوښى لامل کيږي:
- شنو ځايونه،
- روانې اوبه،
- محبوب،
- او ميوې،
ﺯاد المعاد(4/374).

(124) ﺫکر د نفاق څخه خونديتوب دى:
" د الله تعالى ﺯياته يادونه د نفاق نه امان دى، ځکه منافقين الله تعالى ډير لږ يادوي، الله تعالى د منافقينو په اړه فرمايي: (( وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا)).د[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 142]
ژباړه: دوى الله ډير لږ يادوي.
الوابل الصيب (161).

(125) د درود شريف ويلو ارزښت:
" کچېرته بنده د ساه اخستلو په شمير په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې درود ووايي، نو بيا به يې هم حق پوره نه کړى".
جلاء الأفهام(344).

(126) د خير دعوتګر څوک دي؟!!
" د خير دعوتګر هغه څوک دي چې د قران او سنت لور ته دعوت کوي، نه د يو او د بل رايې او نظر ته".
إعلام الموقعين(2/229).

(127) له هرڅه بې برخى:
" محروم او له هر څه بې برخى هغه څوک دى چې الله تعالى ته تلونکى لار وپيژنى او بيا ترې مخ واړوى ".
طريق الهجرتين(329).

(128) لمونځ او الله تعالى ته نږيوالى:
"د چا سترګې چې په دنيا كې په لمانځه يخيږى(خوشحاليږى) نو په اخرت کې به خپل رب ته په نږيږدوالى يخى شي".
الوابل الصيب (38).

(129) ذكر څخه د ژبې بندیدل:
" په دنيا کې سخته سزا دا ده چې الله تعالى دې ژبه د خپل ﺫکر څخه بنده کړي".
الله تعالى فرمايي(( اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطٰنُ فَأَنسٰىهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ ))
شيطان ورباندي مُسلط شويدى او هغه د خداى ياد د دوى له زړونو څخه هېر کړيدى.

(130) د نيکبختۍ او بدبختۍ نښې:
"دا د نيکبختۍ نښه ده چې د بنده نيکۍ شاته وي او ګناهونو يې مخى ته، او دا د بدبختۍ نښه ده چې د بنده نيکۍ مخى ته وى او ګناهونو يې شاه ته".
مفتاح دارالسعادة

(۱۳۱) شيطان مو د قران له هدف څخه اړوى:
"شيطان خپلې ټولې سپري او پياده لښکري د قران لوستونکى ته راټولوي ترڅو د قران له اساسي مقصد څخه يې واړوى، چې هغه د قران کريم پوهه، په سوچ فکر لوستل او ترې درب مراد پيژندل دي. شيطان په خپل ټول ځواک هڅه کوى چې تلاوت کونکى دﺯړه او قران د مقصد ترمنځ خنډ او ديوال شي، له دې امله قران کريم د تلاوت د شروع کولو پر وخت شيطان نه د پناه غوښتلو امر شوى".
إغاثة اللهفان(1/93).

(۱۳۲) په قران کريم کې د سوچ او فکر کولو اهميت:
" د قران كريم يو ايت په سوچ او فکر سره لوستل ډير غوره دى له هغه ختم کولو نه چې پرته د فکر او سوچ نه وى، ځکه دا ﺯړه ته ګټور، ايمان د ترلاسه کولو او د قران نه خوند اخستلو ته بلونکى وى".
مفتاح دار السعادة (1/187).

(۱۳۳) علم کله فاسق هم ترلاسه کوى خو اعتبار د ﺯړه او عمل اصلاح لره دي:
" داسې نده چې هر څوک معرفت او حکمت ترلاسه کړي هغه دې د هغه اهل وى، بلکې د معرفت او حکمت څښتنان هغه څوک دي چې د خواهشاتو په وژنه يې خپل ﺯړونه ژوندى کړي وي،
او هغه څوک چې ﺯړه يې مړ کړى او خواهشات يې ژوندى ساتلى وي، نو معرفت او حکمت د هغه په ژبه امانت وى".
الفوائد (1/98).

(۱۳۴) د رښتينى او دروغژن انسان ترمنځ توپير:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" رښتونى انسان ته الله تعالى هيبت، وقار او عزت ورکړى وى، څوک چې يې ووينى ترې په هيبت کې شي او مينه ورسره کوى، او دروغژن ته الله تعالى سپکاوى او بدوالي ورپه برخه کړى، څوک چې ووينى سپکاوى يې کوى او بد يې ګڼي".
إعلام الموقعين

(۱۳۵) د امن کلا:
"اطاعت او بندګى د الله تعالى هغه ستره او مظبوطه کلا ده چې څوک هم ورننوتلو هغه به د دنيا او اخرت د سزا نه په امن وى".
الداء والدواء (114).
دوام لري...