د ابن القيم - رحمه الله - ټولګــټې ویـــناوې (اوومــه بــرخه)

(101) د بيلماځۍ جرم:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د مسلمانانو ترمنځ اختلاف نشته چې قصدا فرضي لمونځ پريښودل ستره ګناه او د لويو ګناهونو څخه شميرل کيږى، ګناه او جرم يې د الله تعالى په وړاندې نفس د وژولو، مال د لوټولو، ﺯنا د کولو او نورو څخه ستر دى، بيلماځه الله تعالى د سزا، غوسى او په دنيا او اخرت کې د رسوايي سره مخ کيدونکى دى".
کتاب الصلاة(7).

(102) د لمونځ ګټورې پايلې:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"لمونځ: رﺯق راجلبوى، د صحت ساتنه کوى، د مصبيت مخنيوى کوى، ناروغۍ شړي، ﺯړه قوى کوى، مخ ته رڼا بخى، نفس خوشحالوى او سستى له منځه وړى".
ﺯاد المعاد(4/304).

(103) د سفر لورى مو وټاکئ:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"بنده د سفر په وﺯرو دي، يا به يې لورى جنت وى يا دوﺯخ ".
فوائد الفوائد(86).

(104) د الله تعالی پیژندنه:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" څوک چې الله تعالى وپيژنى، هره سختى به ورته اسانه شي".
مدارج السالکين(3/317).

(105) اخلاص:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" اخلاص دا دې چې په خپل عمل باندې له الله تعالى پرته بل څوک شاهد ونه وګڼى او نه ترې بدله وغواړى".
مدارج السالکين(1/436).

(106) د ﺫکر نه کولو بد اغيز:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د چا ژبه چې د الله تعالى له ﺫکر وچه پاتى وى، په هره باطله ناروا او بې حيا وينا به لمده وى".
الوابل الصيب(88).

(107) د نورو په تيروتنو مه خوشحاليږئ:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"مٶمن به د خپل مسلمان ورور په تېروتنه او خطا درمند کيږى، داسې فکر به کوى چې ګويا ده پخپله دا خطا کړى، خوشحالى به پرې نه څرګنده وى،".
مدارج السالکين(1/436).

(108) ګناهونه مو د ژوند برکت ختموي:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" ګناهونه د عمر، رﺯق، علم، عمل او دعبادت برکت له منځه وړي".
الجواب الکافي(101).

(109) د حق ملتيا وكړئ:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"‏ په هغه اړخ کې اوسه په کوم کې چې الله تعالى او دهغه رسول وي که څه هم ټول خلک په بل طرف وي".
الفوائد: (١٦٧/١).

(110) زنا د قيامت نښه ده:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د زنا خپريدل نړۍ د نړيدو نښه او د قيامت علامه ده".
الداء والدواء (157).

(111) د علم په خپريدو سره شر کميږى
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" کله چې په يو ښار يا ځاى کې علم خپور شي نو په خلکو کې يې شر کم شي، او کله چې په کوم ځاى کې علم ورک شي نو هلته شر او فساد خپور شي".
إعلام الموقعين (2/257).

(112) د صدقې کولو خوند
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"که چېرته صدقه کونکى پوهيدلى چې صدقه يې د ناچاره او بې وﺯله له لاس څخه مخکى د الله تعالى په لاس ته رسى، نو د صدقه کونکى خوند به ﺯيات وى د صد قه اخستونکى نه".
مدارج السالكين :( ١/٢٦).

(113) د نعمتونو احساس کول
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" كله به يو سړى وينى چې په نعمتونو کې ډوب وى له هرې خوا ترې چاپېر وي، خو بيا هم له خپل حالت څخه شکايت کوى، خپل شته حالت بد ګڼى او نږدى وى چې له نعمت هم انکار وکړى،
نفسونو د بې لاريتوب او کوږوالي کوم ټاکلې حد نشته چې هلته تم شي او په تيره بيا جاهله نفسونه".
شفاء العليل

(114) ښه ګمان:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
ښه ګمان که چېرته د نيک عمل باعث شي، هغه ته هڅونه وکړى، او په لور يې لارښوونه وکړى،
نو بيا سمه ده، خو که چېرته د بېروﺯګاري او په ګناهونو کې د ښکېلتيا په لور بلنه کوي
نو بيا دوکه او ځان تير ايستل دي".
الداء والدواء (86).

(115) د شيطان بنديوان
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" ګناهګار تل د خپل شيطان په بند، د خپلو شهواتو په ﺯندان او د خپلو غوښتنو په ځنځير کې وى،
يعنى هغه تل بندى، ﺯنداني او تړل شوى وى".
الجواب الکافي (127).

‏(116) په ژوند کې دوکه او فریب کول:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"څوک چې په چل او فريب ژوند تيروى په فقر به مرى".
إغاثة اللهفان (٣٥٨/١)

(117) د تقليد او إتباع ترمنځ توپير؟!!
إمام ابن القيم رحمه الله تعالى وايي:
«د تقليد معنا: يو قول ته رجوعُ کول بې له دې چې قايل يې په خپل قول دليل ولري
او إتباع: هغه څه منل چې په دليل ثابت وي».
إعلام الموقعين ( 464/1).

(118) د غیرت ارږزښت:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"د دين اصل غيرت دى، څوک چې غيرت نه لري دين هم نه لري".
الجواب الكافي (٦٨).

(119) د منافیقینو لمونځ:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"د منافیقنو لمونځ یوازې د بدن وی، نه د زړه لمونځ"
مدارج السالكين(1/354).

(120) د منافقت عمل:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"عمل چې الله تعالی د رضا لپاره نه وي، نو بیا د منافقت او ریا لپاره وي".
عدة الصابرين (97).