(16) شپاړسمه ځانګړنه:
په قران کريم کې دعقيدې، عباداتو، معاملاتو، احکاماتو، سياست او اقتصاد په اړه هغه ټول قوانين شتون لري چې د ټولې نړۍ بشريت ورته اړتيا لري.
همدا راﺯ د ټولنيز ژوند پر مخ وړلو لپاره پکې د چارو د سمون او اصلاح او نورو اړونده مسائلو په هکله قوانين او احکام ﺫکر دي، چې د عملي کولو په صورت کې يې انسان د دخوښې او هوسا ژوند څخه برخمن کيداى شي.
الله جل جلاله فرمايې:(( مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ)). الأنعام: 38
ژباړه: ماپه کتاب(قران)کې دهيڅ شي يادونه نده پريښې.
بل ځاى الله جل جلاله فرمايې:(( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ)). النحل: 89 ژباړه:مونږ تاته کتاب دراستولی دی چې د هر څه بيانونکى دی، د مسلمانانو لپاره لارښونه، رحمت او ﺯيرى دی.
امام قرطبي رحمه الله د لومړني ايت د تفسير په اړه ليکي:" له کتاب څخه مراد لوح محفوظ دی پدې کې ټول هغه حوادث(پیښې) ثبت دي چي وروسته واقع کيږي.
ځينې مفسرين وايي:" د کتاب نه مراد قران کريم دی يعنې مونږ په قران کې د اوامرو په اړه هيڅ ندي پريښي مګر په هغې مو دليل راوړی دی يابه دا دليل څرګند او واضحه وي او يا به په اجمالي توګه ﺫکر وي، چې تفصيل او بيان به يې درسول الله صلي الله عليه وسلم د احاديثو، اجماع او د هغه قياس له لارې شوې وي چې د کتاب په نص سره ثابت وي، بيا وايي د الله رب العزت وينا رښتینې ده، په قران کې د هيڅ څه په اړه يادونه نده پاتې، بلکې هرومرو يې تفصيل يا تأصيلﺫکر شوی".
امام طبري رحمه الله د وروستني ايت د تفسير لاندې ليکي:" اى محمده! مونږ پر تا قران ناﺯل کړی چې د ټولو هغه مهمو شيانو څرګندونکی دی چې وګړي يې پيژندلو ته اړتيا لري.
لکه حلال، حرام، ثواب، عذاب، لارښوونه، بې لاريتوب، دهغه چا لپاره رحمت دی چې رښتونی يې وګڼي، د الله جل جلاله په ټولو اوامرو(حتی الوسع) عمل وکړي د منکراتو او نواهيو(منع شويو شيانو) څخه ځان وساتي، دالله جل جلاله او هغه د رسول پيروي وکړي او قراني لارښوونې عملي کړي،حلال ته حلال ووايي او حرام ته حرام".
(17)ولسمه ځانګړنه:
قران کريم دانسانانو او پيريانو په نفسونو ځواکمن او غښتلى اثر لري.
داسلام په لمړيو کې دمشرکينو څخه ﺯيات شمير کسان له قرانه متأثره شول او اسلام يې ديو سپيڅلې دين په توګه ومانه.
همدارنګه په اوسنيو وختو کې هم ﺯيات شمير خلک له قرانه متأثره کيږي، دحقانيت څيړنه او سپړنه يې کوي، دژوند په چارو کې يې د احكاماتو پلى کيدو ته ليواله وي او په پاى کې اسلام ته غاړه ږدي، دهغي کسانو کيسې ﺯياتي دي چې دقران له اوريدو متأثره شوي اوداسلام مبارک دين يې قبول کړي دي.
دپيريانو دتاثير په اړه الله عزوجل فرمايې:(( إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا (1) يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا)). الجن:1-2
ژباړه: يقينا مونږ د ناشنا مضمون والا قران كريم اوريدلی, سمې لارې ته لارښوونه کوي ،مونږ پري ايمان راوړى او هيڅ چرته به دخپل رب سره شريک پيدا نه کړو.
د مشرکينو له ډلې څخه هم هغه کسان ﺯيات دي چې دقران له اوريدو متأثره شوي خو اسلام يې ندى منلى.
وليد بن مغيرة به قران داوريدو پرمهال ويل: ﺯما دپه الله قسم وي چې دا قران شعر، جادو، چټيات او ليونتوب ندى، بلکې دالله جل جلاله کلام دي، ددې لپاره خوږوالى او غښتلى اثر دى، دابه تل غالب وي او هيڅ شى پري غالب کيداى نه شي.
(18) اتلسمه ځانګړنه:
په انسانانو کې ترټولو غوره هغه څوک دى چې قران كريم ﺯده کړي او نورو ته يې وښايي.
پدى هکله رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلې دي:"خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ القُرْآنَ وَعَلَّمَهُ".
ژباړه: غوره په تاسو کې هغه څوک دي چې قران ﺯده کړي او نورو ته يې وښايي.
(19) نوولسمه ځانګړنه:
دقران کريم لوستونکى به له غوره ملائکو سره وي.
رسول صلي الله عليه وسلم ويلې دي:" الْمَاهِرُ بِالْقُرْآنِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ, وَالَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ ويَتَتَعْتَعُ فِيهِ, وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ, لَهُ أَجْرَانِ ".
ژباړه: په قران باندى پوهه کس به له عزتمندو ملائکو سره وي، او هغه څوک چې قران كريم په سختۍ او تکليف سره لولي دهغه لپاره دوه اجرونه دي, لومړي دتلاوت او دويم دتکليف او مشقت.
(20)شلمه ځانګړنه:
قران کريم دانسانانو او پيريانو لپاره لارښونکى او ﺯيري ورکونکى دى.
ځکه الله جل جلاله فرمايلې دي:(( إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا)). الإسراء: 9
ژباړه: يقينا قران كريم سمې لارې ته لارښوونه کوي او هغه کسانوته ﺯيرى ورکوي چې نيک عملونه کوي چې ددوى لپاره لوى اجر دى.
دوام لري...
وروستي