ميدان وردګوولايت كې  شپږ پروژوې ګټې اخيستنې ته چمتوشوې


نېټه ،۱/قوس ۱۳۸۶
دميدان وردګووالي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دپوهنې وزير حنيف اتمر،دكورنيوچارووزارت لمړي مرستيال عبدالهادي خالد،دپارلمان داستازودولايتي شورادغړواوګڼ شمېرسپين ږيروپه ګډون په ميدان ښاركې دكرهڼې مسلكي ليسې ودانۍ ،دښځولپاره بڼ اودپارك ودانۍ ،دپوليسوتعليمي مركزودانۍ، دسرې مياشتې رياست ودانۍ ،داوبودسمون درياست ودانۍاودسرې مياشتې درئيس داستوګنې كوردپټۍ په پرېكولوسره رسماپرانستلې اوګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .

هغه غونډه چې په همدې مناسبت په ميدان ښاركې دګوربت په هوټل كې جوړه شوې وه په سل هاوقومي مشران،علماؤ، سپين ږيرواولوړپوړودولتي چارواكوپكې ګډون كړى وو.

غونډه دقران عظيم الشان په تلاوت پېل شوه چې ورپسې دميدان وردګو والي يوه پرانستونكې ويناواوروله هغه وويل چې كله  مې په ميدانوردګوكې  رسمي دنده په داسې وخت كې پيل كړه چې دولايت دمقام ودانۍ هم نه وه، تش په نوم ميدان ښآروو،خواوس ددغوپروژوپه څېردلته په سل هاوپروژې نورې هم پرانستل شوې دي،هغه وويل چې اوس دوه رياستونه پاتې دي چې كرايه كوروكې استوګنې كوي نورټول رياستونه ته ودانۍ جوړي ياترميم شوي دي.

 ښاغلي والي دغه پروژې ډيرباارزښته وبللې اوددې ولايت لپاره ئې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله هغه وويل چې په دې توانيدلى يم چې (۴۸) ښوونځي  جوړكړم ،هغه زياته كړه چې په مركزكې نه بلكې په ولسواليوكې موهم دې ته ورته پروژې پرانستلې دي.

هغه ددې ولايت په دې ورستيووختوكې دبې امنيوپه اړه وويل چې دڅلورمياشتوراهيسې زموږ دولايت دبې امنيواوازې ترملكونورسېدلې دي،زموږپه عادي خلكوحملې كوي انجينران مووژني پوليس مووژني دبې ګناه انسانانوموټرې لوټوي،ماينونه په لاروكې ږدي ،نوداهغه كسان دي چې دوي زموږ دابادۍ اوپرمختګ دښمنان دي خوزه تاسودته وايم اوډاډدركوم چې موږ امنيتي تدابيرپه مركزاوولسواليوكې نيولي خوامنيت په تاسوولس باندي ټينګيږي كه تاسويوبل هوډوكړي لكه څنګه موچې نوموړي ولايت دكوكناروڅخه پاك اعلان كړداسې هم زيار وباسي چې داغله انسان اومسلمان وژونكي له خپل ولايت څخه منع كړئ اوخپل ولايت دغلواودلاروشكونكونه پاك اعلان كړي.
په اخر كې والي ولس ته اعلان وكړچې داراتلونكي كال يانې (۱۳۸۷)شـ كال چې د(۲۰۰۸)م كال سره سمون خوري ،دبيارغونې كال په نوم نوموم. ،

ورپسې دپوهنې وزير حنيف اتمرخپله ويناواوروله اودميدان وردګووالي كارنامې اودبيارغونې لړۍ دتېرودونيموكالوراهيسې په دې ولايت كې وستايلې هغه دكرهڼې مسلكي لېسې په اړه وويل: چې دالېسه دهېوادپه سطحه يوه لاسته راوړنه ده،چې په دې كې دزراعت متخصصين روزل كيږي هغه وويل چې دهېواددښمنانوله موږڅخه هرڅه اخيستي دي بايداوس كوښښ وكړو اوله دغې لېسې څخه سالمه ګټه پورته كړو،چې په دې لېسه كې دستاسوځآمن روزل كيږي چې له هغوڅخه به متخصصين جوړيږي اوپه دې برخه كې به بل چاته محتاج ونه اوسو،اوزموږ اولادونه به نورڅوك استعمال نه كړي،ښآغلي اتمر په دغه ولايت كې د(۶۱) ښوونځيو،ددارلعلوم اوديودارالمعلمين دودانيوجوړولووعده وكړه، چې په راتلونكي كال كې به په دې ولايت كې جوړيږي

ورپسې دكورنيوچارو وزارت لومړي مرستيال ښاغلي عبدالهادي خالدپخپلوخبروكې وويل چې واقعادميدان وردګوولايت كې دپام وړتغييرات اوپرمختګونه منځ ته راغلي ،هغه وويل چې ميدان  واقعاميدان ښارشه ،اوپه ولايت كې دوالي له كړوڅخه ئې مننه وكړه،هغه دپوليسودتعليمي مركزپه اړه وويل چې په دې مركزكې به دميدان وردګوولايت دپوليسوسربېره دنوروولاياتوپوليسوته دتركيې دبيارغونې دټيم دبرجسته استادانولخواټريننګ وركول كيږي،

همدارنګه دولايتي شوراحضرت محمدجانان دتركيې دبيارغونې دټيم مسول صادق بابور،دمشرانوجرګې غړې كبرى مصطفاوي دښځوچارورئيسې حميراحقمل ،دمركزي قولي اردوقوماندان محمدرحيم وردګ اويوتن سپين ږيري خپل وارسره خبرې وكړې اودغه پروژې باارزښته وبللې دوي دميدان وردګوولايت د بيارغونې ،امنيت اوپه هره برخه كې دستونزاولاسته راوړنوباندې مكمله رڼآواچوله اودښآغلي نعيمي كارونه ئې وستايل .

ديادولووړخبرده چې دكرهڼې مسلكي ليسه په څلويښت جريبه دولتي ځمكې په ساحه كې په پاخه اواساسي ډول په دوه پوړوكې چې تدريسي اودليلې خونې لري دتركيې دبيارغونې دټيم لخواپه يواعشارې نهه (۱،۹)ميليونوډالروپه لګښت جوړې شوي دي چې په يووخت كې به  (۱۳۰۰)زده كونكي زده كړه كوي همدارنګه دپوليسوتعليمي مركزپه لس جريبه دولتي ځمكه په دوه پوړوكې پاخه اواساسي ډول دپنځه سوه زره امريكاي ډالروپه لګښت دتركيې دپي ارټي لخواجوړشوي همداشان داوبودسمون رياست په پاخه اواساسي ډول په يوپوړكې (۱۳۷) زره امريكاي ډالروپه لګښت دپي ارټي لخواجوړشو،
دښځوبڼ اوپارك دښځودچارودانكشافي بودجې څخه په يوولس جريبه ځمكه كې په دوه پوړوكې چې څوارلس خونې يوسالون اودكنفرانسونوتالارلري په پاخه اواساسي ډول په دولس ميليونه څلورسوه زره افغانيوپه لګښت جوړشوي دي.
دسرې مياشتې درياست ودانۍ اودرئيس لپاره دهستوګنې كوردسرې مياشتې دبوديجې څخه په ( اوه ميليونه او اوسوه زره افغانيوپه لګښت چې شپاړس اطاقه اونورضروري ملحقات لري جوړشوي دي.