
ډيرو درندو هيوادوالو، پۀ دې نږدې وختو کې په افغانستان کې د يو هراړخيزه څيړه نيز، علمي او تعليمي انستيتوت پرانيستل په نظر کې نيول شوي دي. د دې د پاره چې نوموړی انستيتوت په هره برخه کې د افغانستان د بيارغاونې په درشل کې لا پياوړی شوی اوسي، تاسو ته بلنه درکوو چې د خپلو نظريو او وړانديزونو سره پۀ هغه غونډه کې چې په لاندينئ پته جوړيږي، ګډون وکړئ. پروگرام: 1. د افغان د څيړنو او پرمختيا انستيتوت هدفونه، د کارونو برخې او د جوړيدو پروسه ويناوال: ډاکټر عبدالقيوم مومند 2. د گډونکوونکو نظرونه، پوښتنې او ځوابونه ښاغلی ډاکتر عبدالقيوم مومند د امريکا د يوتا پۀه پوهنتون کې استاد او څېړونکی دی. دۀ پۀ دغه پوهنتون کې خپله ډاکټري « د 1991 نه تر 2001 کال پورئ د افغانستان پۀ هکله د امريکا بهرنئ پاليسي« پۀ هکله کړې ده. ښاغلی عبدالقيوم مومند تر څۀ مودې مخکې د سباوون خپرونه هم چلوله. دۀ د شپږو مياشتو لپاره د خپل پوهنتون کارونه پريښی دي او د دغه انستيتوت د جوړولو پۀ خاطراوس پۀ اروپا کې د افغانانو او جرمنانو سره پۀ ليدنو کتنو بوخت دی او له دی څخه وروسته به افغانستان ته ولاړ شی. وخت: شنبه، د نومبر څلورويشتم،24 /11/2007 د مازديگر پنځه بجې ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک)، د بن ښار
AFGHANIC/Dr Yahya Wardak Besucheradresse: Justus-von-Liebig-Str 24 53003 Bonn Postadresse: Postfach 1327 53003 Bonn Tel 0228 - 409 76 30 Fax 0228 - 409 76 32 wardak@afghanic.org www.afghanic.org |
آدرس
Seminar-Raum / AFGHANIC
(im Brunn Autoland, III. Etage)
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn, Germany
معلومات
Tel 0228 - 409 76 30
Mobil 0174 741 7306 info@afghanic.de |